سُبْحَانَ الَّذِي ۶۵۵ بنی إسرائيل
وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا ﴿۳۳﴾ وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا ﴿۳۴﴾ وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴿۳۵﴾ وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا ﴿۳۶﴾
اومه وژنئ هغه نفس لره چه حرام کړی دی اللّه تعالٰی وژل دهغه مگرپه حق شرعی سره اوڅوک چه اووژلی شو په ظلم سره پس یقیناً ورکړی دی مونږ وارث دهغه لره اختیار پس زیاتی دی نه کوی په وژلو کښی یقیناً دده سره امداد کړی شوی دی ﴿۳۳﴾
او مه نزدی کیږئ مال د یتیم ته مگرپه داسی طریقه چه ښائسته وی (شرعاً) تردی پوری چه دی اورسی ځوانئ خپلی ته اوپوره کوئ لوظ لره یقیناً دلوظ په باره کښی تپوس به کیدی شی ﴿۳۴﴾
اوپوره کوئ پیمانه کله چه پیمانه کوئ اوتول کوئ په تله برابرسره داغوره کار دی اوښائسته انجام والا دی ﴿۳۵﴾
اومه ځه په هغه څیز پسی چه نه وی تاله په هغی باندی هیڅ دلیل یقیناً غوږونه او سترگی او زړونه ددی ټولو په باره کښی دهرچانه تپوس کیدی شی ﴿۳۶﴾
[۳۳] په دی کښی دریمه نهی ده دظلم نه چه هغه قتل دی بغیردسبب شرعی نه (سُلْطَانًا) ددی نه مراد قدرت دقصاص دی په امداد دبادشاه سره یاددی نه مراد حجت شرعی دی دپاره دقصاص (فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ) اسراف په قتل کښی په دریو طریقوسره وی یوداچه دقاتل په ځای بل سړی قتل کړی دوهم داچه دیوپه بدل کښی ډیرکسان قتل کړی او دریم داچه د مقتول نه اندامونه پری کړی نوداټول حرام دی -
[۳۴] په دی کښی څلورمه نهی ده د ظلم نه چه هغه دیتیم مال خوړل دی اوددی آیت تشریح په تفسیر د سورة انعام آیت (۱۵۲) کښی تیره شوی ده په دی آیت کښی یوامردی اود عهد نه مراد هرهغه شی دی چه اللّه تعالٰی په هغی امرکړی وی یائی دهغی نه نهی کړی وی اودارنگ عقدونه کول په کورنئ کښی -
[۳۵] په دی آیت کښی دوه امرونه دی چه دهغی نه خلاف کول ظلم دی (بِالْقِسْطَاسِ) قسطاس، میزان دی په لغت دعربوکښی اگرچه عام عرب په دی باندی خبرنه وو اولغت درومیانو ددی سره موافق دی لیکن داسی وینا کول غلطه ده چه وائی دا لفظ دلفت روم نه اخستلی شوی دی ځکه چه قرآن خالص عربی کتاب دی په دی کښی عجمی لفظ نیشته (ذَلِكَ خَيْرٌ) په دی کښی دنیوی فائدو ته اشاره ده (وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا) اشاره ده راتلونکی فائدوته -
[۳۶] په دی کښی پنځمه نهی ده دظلم نه چه هغه بهتان لگول او بی دلیله تابعداری کول دی - (وَلَا تَقْفُ) ددی معنیٰ داده چه طعن مه وایه په چاباندی دهغی خبری چه تاسره دهغی علم نه وی اومراد ددی نه بهتان لږول دی اوبله معنیٰ ئی داده چه تابعداری مه کوه دهغه خبری اوحکم چه په هغی باندی دلیل نه وی او (عِلْمٌ) لفظ دیقین او غلبی دظن دواړوته شامل دی اوپه دی آیت کښی ددری اندامونوذکر دی او ددوی په باره کښی تپوس کول دادی چه دا دری قوتونه ولی په ناحقه استعمال کړی شوی دی، اودوهم قسم تپوس دادی چه په غوږ سره ئی څه خبره نه وی اوریدلی اودعوه کوی چه ما اوریدلی ده اودارنگ په سترگوئی څه شی نه وی لیدلی اودعوه کوی چه مالیدلی دی اوپه زړه کښی ئی په یوڅیزباندی فکرنه وی کړی اودعوه کوی چه زه په هغی عالم یم نوددی دروغ وئیلو تپوس به کیدی شی -