سُبْحَانَ الَّذِي ۶۵۶ بنی إسرائيل

وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا ﴿۳۷﴾ كُلُّ ذَلِكَ كَانَ سَيِّئُهُ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوهًا ﴿۳۸﴾ ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلَا تَجْعَلْ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَدْحُورًا ﴿۳۹﴾ أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلَائِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلًا عَظِيمًا ﴿۴۰﴾

اومه گرځه په ځمکه کښی په لوئی سره یقیناً ته نه شی شلولی ځمکه اوچیری نه شی رسیدلی غرونوته په دنگوالی سره ﴿۳۷﴾
دا ټول په دی کښی خراب کارونه ستا درب په نیزباندی ناروا دی ﴿۳۸﴾
دا چه ذکرشول دهغی نه دی چه وحی کړی ده تاته رب ستا دحکمت خبرونه اومه گرځوه اللّه تعالٰی سره حق دارد بندگئ بل پس ته به اوغورځولی شی په جهنم کښی ملامته کړی شوی رټلی شوی ﴿۳۹﴾
ایاپس غوره کړی ئی تاسو رب ستاسو په ځامنو سره اونیولی دی دملائکونه لونړه یقیناً تاسو خامخا وائی وینا لویه ﴿۴۰﴾

[۳۷] په دی کښی شپږمه نهی ده دظلم نه چه هغه تکبراولوئی کول دی اومراد د مشِی مَرَحَا نه تکبرکول دی چه د هغی اثرپه گرځیدلو کښی ښکاره کیږی، یعنی تکبراصل په زړه کښی دی لیکن اثرئی په ظاهرکښی ښکاره کیدل ډیرقبیح دی او دمؤمنانوپه صفت کښی په سورة فرقان (۶۳) کښی مشی هوناً راغلی ده اوددی نوره تشریح په سورة لقمان (۱۹) کښی شته دی اوپه مشی مرحا کښی رقص گډا کول هم داخل دی اوتفسیرقرطبی کښی دهغی ډیره بدی بیان شوی ده (إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْأَرْضَ) حاصل دادی چه لوئی خود دروندوالی اود قوت دوجی نه وی یا د غټ والی او ددنگ والی دوجی نه وی نوچه داول په وجه ځمکه نه شی شلولی اود دوهم په وجه دغرونو سرته نه شی رسیدلی یعنی انسان کښی دادواړه صفتونه نیشته نوتکبرولی کوی -
[۳۸] (ذَلِكَ) اشاره ده ماقبل ذکرکړی شوی اوامرو او نواهی ته او سَيِّئُهُ نه مراد د اوامرو دهغی پری خودل دی اودنواهی دهغی ارتکاب کول دی اومکروه په شرع کښی عین حرام دی ددی وجی اطلاق ددی په مکروه تنزیهی باندی مُحْدَث دی -
[۳۹] دا تائید دماقبل احکامودی یعنی دا احکام وحی د اللّه تعالٰی ده اودا حکمت دی اوپه دی کښی تفسیر دحکمت دی کوم چه سورة نحل (۱۲۵) کښی تیرشوی دی او (لَا تَجْعَلْ) کښی اوومه نهی دظلم دشرک نه دوباره ذکر کړی ده ، اشاره ده چه شرک دټولو ظلمونو بیخ او جړ دی اوهرکله چه په انسان کښی د شرک سره دغه ظلمونه هم موجود شی نوهغه ډیرملامته او دزجرونو لائق وی ددی وجی نه ئی دلته ملوم مدحورذکر کړو اوپه (۲۲) کښی هرکله چه مخکښی ئی فضیلتونه ذکرکړل اودارنگ د مشرک خیال دادی چه ځما الٰه به مالره مدد اوفصیلت راکوی نودهغوی په رد کښی ئی مذموم مخذول ذکرکړی وؤ -
[۴۰] په دی آیت کښی زجردی مشرکین بالملائکة ته چه هغوی وئیل چه ملائیک بنات د اللّه تعالٰی دی اودا ملوم او مدحور تفسیردی چه مشرکینولره زجر ورکوی اودا مدحوریت دی اوددی تفصیل په سورة نحل (۵۷) سورة صافات (۱۴۹) اوسورة زخرف (۱۶) کښی شته دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>