سُبْحَانَ الَّذِي ۶۵۷ بنی إسرائيل
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُوا وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا نُفُورًا ﴿۴۱﴾ قُلْ لَوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لَابْتَغَوْا إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلًا ﴿۴۲﴾ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَقُولُونَ عُلُوًّا كَبِيرًا ﴿۴۳﴾ تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَكِنْ لَا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا ﴿۴۴﴾ وَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ جَعَلْنَا بَيْنَكَ وَبَيْنَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ حِجَابًا مَسْتُورًا ﴿۴۵﴾
او یقیناً (بیان دتوحید) په رنگارنگ طریقی سره کړی مونږ په دی قرآن کښی ددی دپاره چه نصیحت قبول کړئ اونه زیاتوی دا قرآن دوی لره مگر نفرت ﴿۴۱﴾
ته اوایه که چیری وی د اللّه تعالٰی سره نور حق دار دبندگئ لکه چه دوی وائی نودغه وخت خامخا به طلب کړی وی دوی دعرش خاوند ته یولار ﴿۴۲﴾
پاک دی اللّه تعالٰی او لوی دی دهغه نسبتونونه چه دوی اللّه تعالٰی ته کوی په لوئی ډیری سره ﴿۴۳﴾
پاکی وائی اللّه تعالٰی لره اووه آسمانونه او ځمکه اوهغه څوک چه په دی کښی دی اونیشته هیڅ شی مگرتسبیح وائی سره دحمد دهغه نه لیکن تاسو نه پوهیږئ په تسبیح ددوی باندی یقیناً اللّه تعالٰی دی صبرناک بخنه کؤونکی ﴿۴۴﴾
اوکله چه ته لولی قرآن نو پیداکړو مونږپه مینځ ستا او دهغه کسانوکښی چه ایمان نه لری په آخرت باندی پرده پټه ﴿۴۵﴾
[۴۱] په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته اوبیا زجردی دقرآن نه نفرت کوونکوته اوسبب دنفرت دادی چه په دی کښی رد دی ددوی په شرک او په ظلمونوباندی لکه چه مخکښی تیرشول (لِيَذَّكَّرُوا) ددی نه مخکښی لفظ د التوحید مراد دی یعنی توحید او دلیلونه او وعظونه قسم قسم بیان کړی دی اوهرکله چه دلته مراد توحید دی نومفعول ئی ذکرنه کړو او ددی سورة په (۸۹) کښی دلیلونه او وعظونه مراد دی نوهلته ئی من کل مثل لفظ ذکرکړی دی -
[۴۲] په دی کښی رد دی په شرک فی الالوهیت باندی او (إِذًا لَابْتَغَوْا إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلًا) کښی مطلب دادی چه ددوی معبودانو که د اللّه تعالٰی سره په الوهیت کښی څه حصه وی نود اللّه تعالٰی (چه خاوند دعرش دی) نه مطالبی به دخپلی حصی به ئی کولی اوپه دی سره به ضرور جدال پیدا کیدی لکه په سورة مؤمنون (۹۱) کښی دی، یا دا معنیٰ ده چه دا مشرکان دخپلو معبودانوپه باره کښی عقیده لری چه دا زمونږ شفعاء دی نولازم داده چه دا شفعاء اللّه تعالٰی ته لار دنزدیکت طلب کوی اوڅوک چه طلب کوونکی د نزدیکت وی نوهغه عاجزوی، نو الٰه نه شی کیدی او دلته دوهمه توجیه غوره ده په قرینه د (۵۷) سره چه په هغی کښی دصالحینومعبودانو ذکردی او لفظ د (كَمَا يَقُولُونَ) هم په دی دلیل دی -
[۴۳] په دی کښی نتیجه د ماقبل آیت ده او دعویٰ دتوحید ده (سُبْحَانَهُ) کښی اشاره ده شرک بالملائکه ته او (تَعَالَى) کښی اشاره ده شرک فی الالوهیت دنور عبادوصالحینوته چه دا دواړه قسمونه مخکښی آیاتونو کښی ذکرشوی دی -
[۴۴] په دی آیت کښی علت دی دپاره دسبحانه او دعویٰ دتوحید ده په بله طریقه، اوپه دی تسبیح سره دلالةً مراد ده، یعنی دهرڅیزحال او عجز د اللّه تعالٰی په توحید باندی دلالت کوی لیکن ای مخاطبینو (مشرکانو) تاسوپه هغی کښی فکرنه کوئ ، اویا تسبیح حقیقتاً مراد ده اونسبیح دهرڅیزدهغه شان مناسب وی اوپه دی توجیه سره (مَنْ فِيهِنَّ وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ) کښی به تخصیص کیدی شی سیوا دکافرانو او مشرکانونه - اودا دوهمه توجیه غوره ده ځکه چه په احادیثوسره تسبیح دکانړو او تسبیح دطعام او تسبیح داوښانو او تسبیح د اونو او دستنی دمسجد نبوی ثابت ده -
[۴۵] په دی آیت کښی زجردی په انکاردقرآن سره اومرادد حجاب مستورنه حجاب دضد او دعناد او د جهل دی اویا مراد ددی نه حجاب حقیقی دی په طریقه دخرق عادت سره یعنی ددوی په سترگو داسی پردی راشی چه قرآن والا نه وینی اوداپه طریقه د علٰی ابصارهم غشاوة سره دی - اومستورنه مراد دادی چه دا حجاب ستاسونه پټ دی اومستورپه معنیٰ دساتردی یعنی پټوونکی -