سُبْحَانَ الَّذِي ۶۵۸ بنی إسرائيل

وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِي الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْا عَلَى أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا ﴿۴۶﴾ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَسْتَمِعُونَ بِهِ إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ وَإِذْ هُمْ نَجْوَى إِذْ يَقُولُ الظَّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَسْحُورًا ﴿۴۷﴾ انْظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا ﴿۴۸﴾

اوپیدا کړی دی مونږددوی په زړونوباندی پردی (منع کؤونکی) دپوهی دقرآن نه اوپه غوږونو ددوی کښی دروندوالی اوکله چه یادکړی رب خپل په قرآن کښی په یووالی سره اوگرځی دوی په خپلوشاگانوباندی نفرت کوونکی ﴿۴۶﴾
مونږښه پوهیږوپه هغه نیت ددوی چه دوی پری غوږ ږدی کله چه دوئ تاته غوږ ږدی اوکله چه دوی پټی جرگی کوی کله وائی ظالمان خلق تابعداری نه کوئ تاسو مگردیو سړی چه جادو پری کړی شوی دی ﴿۴۷﴾
اوگوره چه څرنگ بیانوی ستادپاره صفتونه (دبدئ) پس دوی گمراه شول پس دوی طاقت نه لری دسمی لاری ﴿۴۸﴾

[۴۶] په دی کښی دزړونو او دغوږونو آفت ئی ددوی دپاره ذکرکړو لکه ختم اللّه و علٰی قلوبهم و علٰی سمعهم و علٰی ابصارهم غشاوة سورة بقره (۷) اودارنگ سورة انعام (۲۵) کښی (وَقْرًا) ددی نه مراد کونړوالی دی لکه د صُمٌّ اطلاق چه شوی دی یامراد ددی نه شرکی قصی او خرافات دی چه دهغی نه ددوی غوږونه ډک دی نودتوحید او حق آواز په کښی نه ځائیږی اوبیا زجردی په انکاردتوحید سره، یقین قرآن ته هسی ناست وی لیکن هرکله چه په قرآن کښی دتوحید مسئله راشی چه صرف د اللّه تعالٰی نه مدد غواړئ‌ اوصرف دهغه بندگی کوئ اوبل ورسره شریک مه جوړوئ نودوی ددی نه نفرت شروع کړی اودارنگ په سورة صافات (۳۵) اوزمر (۴۵) او حم مؤمن ( ۱۲) کښی دی او د (وَحْدَهُ) نه لفظ دتوحید اختسلی شوی دی نو توحید شرعی لفظ دی -
[۴۷] په دی آیت کښی زجردی په انکار درسول سره اوهغه ته ئی مسحور اوئیل اومسحورپه معنیٰ د دهوکه کړی شوی یاپه معنیٰ دمحتاج دی خوراک او څښکاک ته، یاپه معنیٰ ددهوکه کړی شوی دی په داسی طریقی سره چه عقل ئی برباد شی - اودا فتویٰ ددوی په مکه کښی وه اوپه دغه وخت کښی په نبی ﷺ جادو نه وو کړی شوی دوی دروغ وئیل - اوبیا روستوپه مدینه کښی په هغه باندی جادو کړی شوی وو لکه چه حدیث صحیح کښی ثابت دی نوددی په مینځ کښی هیڅ تعارض نیشته اوددی پوره تفصیل په تفسیر دسورة فلق کښی به راشی انشاءاللّه تعالی (إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ) یعنی اول دوی قرآن ته غوږ کیدی لیکن په نیت داعتراض کولو سره نوبیا کورنئ کښی جرگه اوکړی چه دی نبی باندی څه رنگ فتویٰ اوکړو -
[۴۸] داهم د مخکښی آیت په حکم کښی داخل دی یعنی زجردی په انکار درسول سره اودا دلیل دی چه طعنونه کول په رسول باندی سبب دداسی گمراهئ دی چه بیا هدایت نه شی موندلی (الْأَمْثَالَ) مراد ددی نه ناکاره صفتونه دی لکه شاعر، ساحر، کاهن، مفتری وغیره اوداسی په سورة فرقان (۹،۸) کښی هم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>