سُبْحَانَ الَّذِي ۶۵۹ بنی إسرائيل

وَقَالُوا أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا ﴿۴۹﴾ قُلْ كُونُوا حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا ﴿۵۰﴾ أَوْ خَلْقًا مِمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ فَسَيَقُولُونَ مَنْ يُعِيدُنَا قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُءُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا ﴿۵۱﴾ يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ وَتَظُنُّونَ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۵۲﴾ وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا ﴿۵۳﴾

او دوی وائی آیا کله چه مونږشو هډوکی اوذری ذری آیا مونږبه ژوندی کړی شو په پیدائش نوی سره ﴿۴۹﴾
ته ورته اووایه تاسو شئ گټی یا اوسپنه ﴿۵۰﴾
او یا بل مخلوق دهغی نه چه لوئ وی ستاسوپه سینوکښی پس خامخا دوی به وائی څوک به مونږ دوباره پیداکړی ته اوایه هغه ذات چه پیداکړی ئی تاسو اول ځل پس خوزوی به تاسو ته سرونه خپل اووائی به کله به وی دا ته اوایه کیدی شی چه ډیر نزدی وی ﴿۵۱﴾
په کومه ورځ چه آواز به درکړی تاسوته نوتاسو به حکم اومنئ سره دحمد وئیلونه اوگمان به کوئ تاسو چه نه وئ حصارشوی تاسومگرلږه موده ﴿۵۲﴾
او ته اوایه ځما بندگانوته وائی دی دوی هغه خبره چه ښائسته ده یقیناً شیطان فساد اچوی په مینځ ددوی کښی یقیناُ شیطان دی دانسان دپاره دشمن ښکاره ﴿۵۳﴾

[۴۹] په دی آیت کښی زجردی په انکار دبعث بعدالموت اوداسی په سورة یٰس (۷۷) او سورة صافات (۱۶) کښی هم دی -
[۵۱،۵۰] په دی ایتونوکښی جواب دی منکرینودبعث ته حاصل دجواب دادی چه دخاورونه دوباره جوړول خو اسان کاردی بلکه که تاسو گټی شئ‌ یا اوسپنه شئ یاددینه هم سخت شئ لکه فولاد یاآسمانونه او ځمکه، نوهم اللّه تعالٰی تاسودوباره پیداکولی شی - لفظ (كُونُوا) په معنیٰ دشرط دی یعنی لوکنتم حجارة الخ - اودارنگ دا امکان لری چه انسان کله چه خاوری شی نوکله ددی خاوری نه گټی او مالگه جوړیږی اوکله داوسپنی په کان کښی دخاوری نه اوسپنه جوړیږی اوکله ترینه فولاد وغیره هم جوړیږی - بیا ددوی دوهم اعتراض ئی ذکرکړو په باره د اعاده کوونکی کښی اودهغی جواب دی په دی قول سره (قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ) بیا ددوی دریمه شبه په طورداستهزاء سره ذکرشوه چه سرخوزوی په طور داستهزاء اوتپوس کوی په باره دوخت دبعث کښی اوانغاض په عرف دعرب کښی داسی وی چه سراوچت کړی او بیائی ښکته کړی اودا عمل باربار کوی یعنی سرښکته اوبره کوی او (عَسَى) دپاره دتاکید دقربت دی ځکه چه عسیٰ د اللّه تعالٰی دطرف نه دپاره دیقین وی -
[۵۲] په دی کښی بیان دحال بعث دی (يَدْعُوكُمْ) نه مراد شپیلئ وهل دی دپاره دبعث یامراد ددی نه آواز دی دپاره دحشر لکه په دی سورة (۷۱) کښی به راځی اودارنگ په سورة روم (۲۵) کښی راځی (فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ) یو معنیٰ داده چه ددغه آواز به استجابت اوکړی (نوراپورته به شئ) اود اللّه تعالٰی حمد به وائی اواقرار به کوی چه اللّه تعالٰی دتسبیح او حمد لائق دی، معنیٰ داده چه تاسو به استجابت اوکړئ په سبب د امرد اللّه تعالٰی سره یعنی حمد په معنیٰ دامرسره دی (إِلَّا قَلِيلًا) لکه په سورة نازعات (۴۶) او سورة طٰهٰ (۱۰۴،۱۰۳) اوسورة مؤمنون (۱۱۴) کښي دی -
[۵۳] په دی آیت کښی بیان د ادب دی دپاره ددعوت کوونکو روستودبیان د سرکشئ دمنکرینونه اومراد (لِعِبَادِي) نه مؤمنان دی یعنی مؤمنانوته اوایه چه کله مشرکانوته دعوت دتوحید ورکوی نوپه احسن طریقی سره دی بیان کوی ددی دپاره چه شیطان مینځ کښی فساد پیدا نه کړی، دوهم تفسیردادی چه په دی آیت کښی دعوت دتوحید دی مشرکانوته پس دذکرکولو دخباثاتو دهغوی نه او عِبَادِي نه مراد مشرکان او کافران دی او (الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) نه مراد کلمه دتوحید ده اونور شرعی عقیدی او اقوال دی اودا عطف دی په دی قل باندی په (۵۱) کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>