سُبْحَانَ الَّذِي ۶۷۰ بنی إسرائيل

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۸۵﴾ وَلَئِنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهِ عَلَيْنَا وَكِيلًا ﴿۸۶﴾ إِلَّا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ إِنَّ فَضْلَهُ كَانَ عَلَيْكَ كَبِيرًا ﴿۸۷﴾ قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا ﴿۸۸﴾

او دوی ستانه تپوس کوی په باره دروح کښی ته اوایه روح (پیداشوی دی) په حکم درب ځما اونه ده درکړی شوی تاسوته دپوهی نه مگرلږه غوندی ﴿۸۵﴾
اوکه مونږ اوغواړو خامخا بوځو به ستانه هغه شی چه وحی کړی ده مونږتاته بیابه اونه مومی ته ځان له په دی سره ځمونږ په مقابله کښی مددگار ﴿۸۶﴾
لیکن (نه ئی بوځو) دوجی درحمت درب ستانه یقیناً فضل د اللّه تعالٰی دی په تاباندی ډیرلوی ﴿۸۷﴾
ته اوایه که چیری جمع شی انسانان او پیریان په دی خبره چه راوړی په شان ددی قرآن نو نشی راوړی ددی په شان اگرکه شی بعضی ددوی دبعضودپاره مددگار ﴿۸۸﴾

[۸۵] په دی کښی زجردی په سوال عنادی او تعنّتی سره چه مطلب دسوال ځان پوه کول نه دی بلکه مسئول عنه چپ کول ئی صرف مقصد وی داسوال مشرکان عرب دیهودو په لمسه سره کړی وو نو دواړو دپاره زورنه ده اوددی ربط دی د أَعْرَضَ اود نَأَى بِجَانِبِهِ سره یعنی مفرضین خلق داسی تپوسونه کوی اومراد رُّوح نه، په دی کښی ډیراقوال دی یوداچه د ژوند روح دی دهغوی دسوال مقصد دادی چه روح دکوم ځای نه ښکاره شوی دی لکه چه معلومه شوه چه بدن خودخاورو نه پیداشوی دی، نوروح دکوم ځای اوکومی مادی نه پیدا شو؟ نوجواب ورکړی شو چه روح د عالم الامرنه را کوزشوی دی اوددی نه زیات په تفصیل باندی تاسو پوهیدلی نه شئ‌ ځکه چه بعضی څیزونه دمتشابهاتونه دی - نوپه دی تحقیق سره معلومه شوه چه جواب دهغوی دسوال سره موافق دی او دوهم قول دادی چه مراد دروح نه قرآن دی چه سورة نحل آیت (۲) کښی په هغی باندی اطلاق دروح کړی شوی دی یعنی قران دځان نه تا جوړکړی دی یا جبرائیل دځان نه راوړی دی؟ - جواب اوشو چه داد اللّه تعالٰی په امرسره نازل شوی دی - دریم قول دادی چه مراد ددی نه جبرائیل دی ځکه چه قرآن کښی هغه ته الروح الامین اوروح القدس وئیلی شوی دی یعنی دوی سوال کوی چه جبرائیل دڅه نه پیدا دی -
[۸۷،۸۶] په دی آیتونوکښی صدق دقرآن ذکر دی اوتسلی ده پیغمبرته چه ددوی داعتراضونوپه وجی سره په تاباندی رحمت ا ووحی د اللّه تعالٰی نه بندیږی - اودا آیت دلیل دی چه وحی نبی دځان نه نه شی جوړولی، اوپه دی لفظ (إِنَّ فَضْلَهُ كَانَ عَلَيْكَ كَبِيرًا) کښی د رسول اللّٰه ﷺ عظمت شان ته اشاره ده (رَحْمَةً) ابقاء دوحی دقرآن نعمت خاصه دی او فَضْلَهُ کښی اشاره ده نورو صفتونو د نبی ﷺ ته -
[۸۸] په دی کښی اثبات دصدق دقرآن کریم دی په طریقه دتحدی سره اوبیان داعجاز دقرآن کریم دی اوپه آیت کښی اشاره ده عجزدټول مخلوق ته نودوی اِلٰهه نه شی کیدلی اوپه سورة یونس (۳۸) کښی تحدی په یوسورة سره ده او سورة هود (۱۳) په لس سورتونوسره ده اوپه سورة طور (۳۴) کښی په لفظ‌ د حدیث سره یوخبری ته شامل دی -