سُبْحَانَ الَّذِي ۶۷۱ بنی إسرائيل

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا ﴿۸۹﴾ وَقَالُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْأَرْضِ يَنْبُوعًا ﴿۹۰﴾ أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْأَنْهَارَ خِلَالَهَا تَفْجِيرًا ﴿۹۱﴾ أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ قَبِيلًا ﴿۹۲﴾ أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِنْ زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاءِ وَلَنْ نُؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنْتُ إِلَّا بَشَرًا رَسُولًا ﴿۹۳﴾ وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَنْ يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَى إِلَّا أَنْ قَالُوا أَبَعَثَ اللَّهُ بَشَرًا رَسُولًا ﴿۹۴﴾

اویقیناً قسماقسم بیان کړی دی مونږ خلقوته په دی قرآن کښی دهرقسم بیان نه پس نه کوی ډیرخلق بل کار سیوا دناشکرئ نه ﴿۸۹﴾
او دوی وائی چیری مونږایمان نه راوړو په تاباندی تردی پوری چه رااوباسی مونږلره دځمکی نه چینی ﴿۹۰﴾
یاوی تالره باغ د کجورو او انگورو پس چه اوبَیوی نهرونه په مینځ د هغی کښی په ډیر بَیولوسره ﴿۹۱﴾
یا را اوغورځوی ته آسمان لکه څنگه چه ستا گمان دی په مونږ باندی ټکړی یا راولی ته اللّه تعالٰی اوملائکولره مخامخ ﴿۹۲﴾
یاوی ستا کوټه دسروزرو یا اوخیژی آسمان ته اوچیری نه منو مونږختل ستا تردی چه نازل کړی په مونږباندی کتاب چه مونږ ئی اولولو ته اوایه پاکی ده درب ځما نه یم زه مگربشر رسول یم ﴿۹۳﴾
اونه دی منع کړی خلقو لره دایمان راوړلو نه کله چه راغی دوی ته هدایت مگر دی بهانی چه دوی وائی آیا را اولیږلو اللّه تعالٰی بشرلره رسول ﴿۹۴﴾

[۸۹] دایو علت دی دپاره د اعجاز دقرآن کریم په دی کښی روستو دترغیب الی القرآن نه زجردی په انکار دقرآن سره (مِنْ كُلِّ مَثَلٍ) مثل نه مراد قسماقسم بیانات دی یعنی دلیلونه زجرونه تخویفات او بشارات وغیره -
فائده: په لفظ د أَبَى کښی معنیٰ دنفی موجود ده یعنی لایفعل شیئاً ددی وجی نه استثناء ترینه صحیح شوه اوپه دی جمله کښی ډیرتاکید دی په انکارکولو کښی -
[۹۳،۹۲،۹۱،۹۰] په دی آیت کښی زجردی په طلب د آیاتو د رسول اللّٰه نه په طریقه دضد اود عناد سره - اوپه دی کښی د اته آیتونو مطالبی ذکرشوی دی په اول کښی دځمکی د مکی نه چینی راویستل دی فائده عامه شی اوپه دوهم کښی باغونه او نهرونه پیداکیدل اگرچه ستادپاره خاص وی اودا تصرفات دځمکی دی اوپه دریم کښی تصرف کول په آسمان کښی دی اوتصرف کول په آسمان والا کښی اوپه څلورم کښی تبدیلی دفقیرئ نه مالدارئ‌ ته یاترقی کول په داسی طریقه چه ځمکی نه آسمان ته اوخیژی اوهرکله چه رسول اللّٰه ﷺ هغوی ته وئیلی دی چه زه په شپه دمعراج کښی آسمان ته ختلی یم نوهغوی زر مطالبه بدله کړه چه صرف ختل نه منو بلکه غټ کتاب به ځان سره راوړی -
فائده: باطل پرستو عقیده په باره دنیکانوخلقو کښی دا وی چه ددوی سره دځمکی او آسمان تصرفات دی او اللّه تعالٰی او ملائک هم ددوی تابع دی ددی عقیدی په بناسره دوی د رسول اللّٰه ﷺ نه دا مطالبی کولی - دجواب حاصل دادی چه زه بشریم اورسول یم اودبشر اگرچه رسول وی په قدرت کښی تصرفات دعالم نیشته (كَمَا زَعَمْتَ) په دی کښی اشاره ده هغه آیتونوته چه په هغی کښی د آسمانونو انشقاق او انفطار ذکر دی اودوی دهغی نه (دکفروجی نه) تعبیراوکړوپه زعم سره (لِرُقِيِّكَ) مصدر دی د رقی او ارتقاء‌ نه په معنیٰ دختلوسره دی اوپه معنیٰ دصحیفی او وړوکی کتاب سره خوپه هیڅ لفت کښی نه دی راغلی نو دغه معنیٰ غلطه ده، سوال: په حدیث دمسند احمد کښی دی چه اللّه تعالٰی نبی ﷺ ته اوفرمائیل که ته غواړی چه بطحاء (شگه) دمکی ستادپاره سره زر جوړکړم لیکن هغه رد کړه؟ جواب دهغه حدیث په سند کښی علی بن زید راوی دی هغه ضعیف دی -
[۹۴] دا زجردی په انکار دبشریت درسول، اودا سوال دتیرشوی آیت نه پیدا شو چه مخکښی اوئیلی شو چه زه بشر رسول یم نودوی ددی وجی نه انکار اوکړو حاصل دآیت دادی چه بشریت درسول صرف مانع دی دوی لره درسول منلونه اوپه سورة کهف (۵۵) کښی مانع دتوحید دمنلونه ذکر کړی دی ددی وجی په دواړه حصرونو کښی منافات نیشته دی او اوس هم باطل پرست خلق لکه بریلیان درسول دبشریت نه منکردی صرف فرق دادی چه مخکنوخلقو رسول لره په سترگو لیدلو چه بشردی نود رسالت نه ئی انکارکوؤ اودی موجودو خلقو رسول په سترگونه دی لیدلی نودوی دبشریت نه انکارکوی اودواړه په دی عقیده کفریه کښی شریک دی چه دبشریت او د رسالت په منیځ کښی منافات دی -