قُلْ لَوْ كَانَ فِي الْأَرْضِ مَلَائِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِمْ مِنَ السَّمَاءِ مَلَكًا رَسُولًا ﴿۹۵﴾ قُلْ كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا ﴿۹۶﴾
ته اوایه که په ځمکه کښی وی ملائک چه گرځیدی اوسیدونکی وی نورالیږلی به ؤو مونږپه دوی باندی د آسمان نه ملک رسول ﴿۹۵﴾
ته اوایه پوره دی اللّه تعالٰی گواه (فیصله کوونکی) په مینځ ځما اوپه مینځ ستاسو کښی یقیناً اللّه تعالٰی دی په بندگانو خپلو خبردار لیدونکی ﴿۹۶﴾
[۹۵] په دی آیت کښی جواب د تیرشوی سوال دی حاصل دجواب ئی دادی چه رسول دجنس د مرسل الیهم نه ضرور په کار وی نوکه په ځمکه کښی ملائک وی نوددوی رسول به ضرور ملک وؤ دهغوی دجنس نه، لیکن تاسو بشرئی نوستاسورسول به ضرور بشروی (يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ) کښی اشاره ده چه که ملائک داسی شی چه آسمان ته نشی ختلی په ځمکه کښی ژوند تیروی اودائی ځکه اوفرمائیل چه ځمکه کښی خوملائک شته لیکن هغوی آسمانونوته ځی راځی -
[۹۶] داهم جواب دی او اثبات د رسالت د رسول اللّٰه ﷺ دی په شهادت د اللّه تعالٰی سره، اودارنگ په سورة رعد (۴۳) کښی دی (شَهِيدًا) شهادت کول د اللّه تعالٰی په رسالت درسول باندی هغه اخبارات او حجتونه دی چه اللّه تعالٰی په قرآن کریم کښی په ډیرو آیتونوکښی ذکرکړی دی اوپه هغی فیصله کیږی ددوه فریقو په مینځ کښی ددی وجی نه بین و بینکم ئی اوئیلو - یاد شهادت نه علم د اللّه تعالٰی په حال دنبی او په حال دمنکرینوباندی مراد دی -