سُبْحَانَ الَّذِي ۶۸۲ الکهف
وَرَبَطْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَنْ نَدْعُوَ مِنْ دُونِهِ إِلَهًا لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا ﴿۱۴﴾ هَؤُلَاءِ قَوْمُنَا اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً لَوْلَا يَأْتُونَ عَلَيْهِمْ بِسُلْطَانٍ بَيِّنٍ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ﴿۱۵﴾ وَإِذِ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنْشُرْ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَيُهَيِّئْ لَكُمْ مِنْ أَمْرِكُمْ مِرْفَقًا ﴿۱۶﴾
اوکلک کړی ؤو مونږ زړونه دهغوی کله چه اودریدل پس اوئیل دوی رب زمونږ رب د آسمانونو او ځمکی دی هیچ چیری به اونه بلو مونږ سیوا د اللّه تعالٰی نه بل مدد گار یقیناً وئیلی به وی مونږدغه وخت دحد نه تیره شوی خبره ﴿۱۴﴾
داقوم زمونږدی نیولی دی دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه نورمددگاران ولی نه راوړی په دی باندی دلیل ښکاره پس څوک لوی ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ ﴿۱۵﴾
او هرکله چه ډډه اوکړه تاسو ددوی نه اودهغه چانه چه دوی ئی بندگی کوی سیوا د اللّه تعالٰی نه پس پناهی واخلئ غارته ډیرفراخه به درکړی تاسو له به رب ستاسو درحمت خپل نه او آسانه به کړی تاسولره ددی کارستاسو نه فائدی ډیری ﴿۱۶﴾
[۱۴] په دی آیت کښی ذکرشوی دی احتیاج ددوی اللّه تعالٰی ته په ربط قلب کښی - اوربط قلب حال دقوت صبردی چه معلومیږی په وخت د سختو مصیبتونوکښی اوداد اللّه تعالٰی دطرف نه یوکرامت وی دصالحینوبندگانو دپاره لکه سورة قصص (۱۰) کښی، اومقابل ددی خت قلب دی چه عنادیانودپاره آخری مقام دی (قَامُوا) بادشاه مشرک وو هغه چه دوی نه خبرشو نودوی ئی ځان ته حاضرکړل اوددوی نه ئی یوڅوالونه په ترتیب سره اوکړل - اول سوال: ستاسو رب څوک دی؟ دوی جواب اوکړو (رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) دوهم سوال: ددغه رب نه سیوا څوک دبلنی اورامدد کولوحق دار شته دی؟ دوی جواب اوکړو (لَنْ نَدْعُوَ مِنْ دُونِهِ إِلَهًا) په اول کښی توحید دربوبیت دی اوپه دوهم کښی توحید دالوهیت دی - دریم سوال: که څوک د اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چانه حاجت غواړی نوددی څه حکم دی؟ دوی جواب اوکړو (لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا) شطط دحد نه تجاوز کول، باطل او دروغ دیته شطط وائی -
[۱۵] داهم دهغوی په بیان کښی داخل دی یعنی څلورم سوال دی - چه تاسو دخپلو مشرانونه ولی مخالفت کوئ؟ دوی جواب اوکړو (لَوْلَا يَأْتُونَ عَلَيْهِمْ بِسُلْطَانٍ بَيِّنٍ) یعنی مشران دی په الوهیت دغیراللّه دلیل پیش کړی پنځم سوال که دمشرانو بی دلیله تابعداری اوکړئ نوڅه جرم دی؟ جواب دادی (فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا) یعنی دا ډیرلوی ظلم دی - ددی نه لوی ظلم بل څه کیدی شی -
[۱۶] هرکله چه بادشاه دوی له مهلت ورکړو نودوی دپلارانو او ادخپلونه جداشول اوپوهه شول چه پادشاه مونږ خپل دین ته اړوی، یا مونږسنگسار کوی لکه آیت (۲۰) کښی دا ذکرشوی ده نودخپل دین دبچ کولودپاره دوی مشوره اوکړه دهجرت کولوغارته (وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ) ئی ځکه اوئیل چه جدا کیدل دقوم نه ددنیاپه مقصد باندی نه وو بلکه دتوحید په سبب سره وو - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه مهاجردپاره د اللّه تعالٰی په رحمت باندی توکل په کاردی - اومراد د رحمت نه بچ ساتل دی دقوم نه لکه چه داسی شوی وو په غارثورکښی په وخت دهجرت د نبی ﷺ (وَيُهَيِّئْ لَكُمْ) کښی اشاره ده چه روستو دتکلیفونونه اللّه تعالٰی آسانتیا او آرام راولی -