سُبْحَانَ الَّذِي ۶۸۳ الکهف

وَتَرَى الشَّمْسَ إِذَا طَلَعَتْ تَزَاوَرُ عَنْ كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَتْ تَقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَهُمْ فِي فَجْوَةٍ مِنْهُ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ مَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ وَلِيًّا مُرْشِدًا ﴿۱۷﴾ وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَذَاتَ الشِّمَالِ وَكَلْبُهُمْ بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ لَوِ اطَّلَعْتَ عَلَيْهِمْ لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا ﴿۱۸﴾

اووینی ته نمر کله چه راخيژی نو اوړئ غاردهغوی نه ښی طرف ته اوکله چه ډوبیږی نوډډه کوی ددوی نه گس طرف ته اودوی په ارت ځای کښی دی ددی غارنه داحال ددوی دلیلونو دقدرت د اللّه تعالٰی نه دی هغه څوک چه هدایت ورته اوکړی اللّه تعالٰی پس هغه هدایت والادی اوهغه څوک چه اللّه تعالٰی ئی بی لاری کړی هغه پس هیچ چیری به اونه مومی هغه لره دوست لارخودونکی ﴿۱۷﴾
اوگمان به کوی ته په دوی باندی بیدار اودوی اوده دی او اړؤو را اړؤو مونږ دوی لره ښی طرف ته او گس طرف ته اوسپی ددوی خورؤونکی دی دواړه لیچی په درشل باندی که چیری ناڅاپه ورښکاره شی دوی ته اوبه گرځی ددوی نه تیخته کؤونکی اوډک به شی ددوی نه په رعب سره ﴿۱۸﴾

[۱۷] په دی آیت کښی دغارحال ذکرشوی دی چه اللّه تعالٰی دوی لره په غارکښی دغرمونه څنگه محفوظ اوساتل (یعنی غارمه ددوی نه ښی طرف ته اوگس طرف ته اوړیدل) (ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ) دا دلیل دی چه دا ددوی کرامت وو اوکرامت دلیل دقدرت د اللّه تعالٰی دی اومعلومه شوه چه اصل کرامت حفاظت د اللّه تعالٰی ولی اللّه لره وی اومعلومه شوه چه کرامت په دعوت د حق اوپه هجرت سره حاصلیږی - داقول ددی آیت په تشریح کښی صحیح دی - اوبعضو مفسرینو وئیلی دی چه دغار وضع په داسی طریقه سره وه چه په دوی باندی غارمه نه لږیدله یعنی شمال طرف ته دهغی دروازه (خوله) وه اوداصحیح نه ده (تَقْرِضُهُمْ) کښی اشاره ده چه دغروب په وخت نمرپه دوی باندی لږشان لږیدلو ځکه چه په لږ نمرلږیدلو سره اصلاح دبدن راځی اودا ددی وجی نه چه تَقْرِضُهُمْ دقراضة الرهب نه ماخوذدی یعنی ټکړی (مَنْ يَهْدِ اللَّهُ) اشاره ده چه اصحاب کهف ته هدایت اوکړی شو اونورقوم په شرک کښی پاتی وؤ دا اختیارد اللّه تعالٰی دی - یاپه دی واقعی سره چاته هدایت ملاویږی اوچاته نه ملاویږی داهم د اللّه تعالٰی اختیاردی -
[۱۸] په دی آیت کښی داصحاب کهف بل حال ذکرکوی دغارداوسیدلوپه وخت کښی اوپه دی کښی هم مقصد حفاظت دبدنونو دهغوی دی د خاورونه اودارنگ دسپی په ذریعه حفاظت دخلقو د شوروشغب نه چه دخوب نه بیدارنه شی (وَنُقَلِّبُهُمْ) دا علت دی دایقاظاً دپاره یعنی په دوی باندی د بیدارانوگمان په دی وجه سره کیږی چه ددوی ډډی زرزر بدلیږی لکه دبیدار شخص په شان - داوجه چه مفسرینو لیکلی ده چه سترگی ددوی په وخت دخوب کښی پرانستی وی ددی قول ضرورت هم نیشته اودلیل هم نیشته (وَكَلْبُهُمْ بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ) دا سپی دمؤحدینو خدمتگار وو نو اللّه تعالٰی په دی سبب دده مقام اوچت کړو اوقرآن کښی ئی ذکراوکړو - اوپه دی کښی اشاره ده چه سپی دڅوکیدارئ دپاره ساتل جائز دی - اودارنگ اشاره ده چه سپی په داخل دکورکښی ساتل نه دی جائز بلکه دروازی سره دی وی (لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا) داهم کرامت دی چه اللّه تعالٰی دوی لره داسی رعب ورکړی وو چه څوک نزدی نه شو ورتللی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>