سُبْحَانَ الَّذِي ۶۸۴ الکهف
وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءَلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنْظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا ﴿۱۹﴾ إِنَّهُمْ إِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِي مِلَّتِهِمْ وَلَنْ تُفْلِحُوا إِذًا أَبَدًا ﴿۲۰﴾
اودغه شان بیدار کړه مونږ دوی ددی دپاره چه تپوسونه اوکړی په کورنئ کښی اوئیل یو ویونکی ددوی نه څومره حصار شویوئ تاسو دوی اوئیل حصارشوی یو پوره ورځ یانیمگړی ورځ دوی اوئیل رب ستاسو ښه پوهه دی په هغه موده چه حصار شویوئ تاسو پس اولیږئ تاسویوتن لره په دی پیسو ستاسو سره ښارته پس اودی گوری چه کوم یو ددوی نه پاک (حلال) خوراک والادی پس رادوړی خوراک دهغه نه اونرمی دی کوی اونه دی خبروی په تاسوباندی هیڅ څوک ﴿۱۹﴾
یقیناً دوی که خبرشی په تاسوباندی سنگساربه کړی تاسو یابه مو واپس اوگرځوی دین خپل ته اوهرگزبه کامیاب نه شئ دغه وخت چیرییقیناً دوی که خبرشی په تاسوباندی سنگساربه کړی تاسو یابه مو واپس اوگرځوی دین خپل ته اوهرگزبه کامیاب نه شئ دغه وخت چیری - ﴿۲۰﴾
[۱۹] په دی آیت کښی د اصحاب کهف بیدارول دخوب نه ذکر دی اودهغی حکمت ئی ذکرکړی دی دهغی تفصیل دادی چه ددوی بیدارولوکښی حکمت دادی چه دوی دیوبل نه تپوسونه اوکړی چه مونږڅومره وخت تیرکړی دی اوفائده په تپوسونوکښی داده چه معلومه شی چه دوی خپل حال نه خبرنه وؤنوددنیا دحال نه څرنگه خبرشی نودوی د اللّه تعالٰی سره شریک نشی کیدلی نودی آیت کښی صریح دلیل دی چه اولیاء په غیب باندی نه پوهیږی اوپه حال دخوب کښی دځان نه هم خبرنه وی نوپس دمرگ نه ددنیا دحال نه به څه خبراولری (قَالُوا لَبِثْنَا) یعنی دوی دشمارپه باره کښی دوه ډلی شوی یو ډلی اوئیل چه یو ورځ تیره شوی ده اودوهمی ډلی اوئیل څه حصه دورځی تیره شوی ده نودریم ډلی اوئیل یا دوی به جمعی سره اوئیل چه ددی علم مونږسره نیشته اللّه تعالٰی ته ئی اوسپارله (بِوَرِقِكُمْ) اشاره ده چه دوی دځان سره دخرچ دپاره دسپینوزرو روپئ اخستی وی (فَابْعَثُوا أَحَدَكُمْ) کښی اشاره ده چه په دوی باندی روستو دبیدارئ نه لوږه راغله نودخوراک داخستلودپاره تدبیرئی اوکړو اویوکس ئی ددی دپاره مقرر کړو اوهغه ته ئی دری آداب اخودل اول (فَلْيَنْظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا) یعنی دمؤحد نه دی طعام راوړی ځکه چه دوی ته معلومه ده چه په دغه کلی کښی بعضی خلق داسی دی چه دهغوی مذبوحه او طعام په نوم دغیراللّه سره دی اوهغه حرام دی اودوهم ادب (وَلْيَتَلَطَّفْ) چه په اشتراء دطعام او نورو خبروکښی دی نرمی کوی چه څوک تری خبرنه شی اودریم ادب (وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا) یعنی ښکاره حال دی هم چاته نه بیانوی -
[۲۰] په دی آیت کښی علت دماقبل دی اوپه دی کښی اشاره ده چه دوی هجرت هم ددی خوف دوجی نه کړی وو - په دی آیتونو کښی اشاره ده چه دوی په غیب باندی علم نه لرلو ددوی خیال داوو چه اوس هم هغه خلق موجود دی چه دچانه مو هجرت کړی دی - اوروایت دمفسرینوکښی راغلی دی چه دوی قاصد اولیږلو نوهغه ته هغه خلق او آبادئ ناآشنا ښکاره شوی لیکن مجبوراً په یودکان باندی داخل شو اودطعام د اخستلودپاره ئی خپلی (ورق) روپئ پیش کړی هغه دوکاندار ناآشنا اوگنړلی چه دا خواوس په بازار کښی نه لږی - ورته ئی اوئیل چه دا د ډیری مخکښی زمانی روپئ دی کیدی شی چه تابه خزانه موندلی وی نوخلق ددوی په شورباندی خبرشول اوپوهه شول چه دا هغه خلق دی چه تقریباً دری سوه کاله وړاندی ددی ملک نه ئی هجرت کړی وو ځکه چه په خلقو کښی ددوی قصه مشهوره وه -