سُبْحَانَ الَّذِي ۶۸۵ الکهف
وَكَذَلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِمْ بُنْيَانًا رَبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَى أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِمْ مَسْجِدًا ﴿۲۱﴾ سَيَقُولُونَ ثَلَاثَةٌ رَابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ وَيَقُولُونَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَيْبِ وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِمْ مَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا قَلِيلٌ فَلَا تُمَارِ فِيهِمْ إِلَّا مِرَاءً ظَاهِرًا وَلَا تَسْتَفْتِ فِيهِمْ مِنْهُمْ أَحَدًا ﴿۲۲﴾
او دغسی خبرکړل مونږپه دوی باندی دپاره ددی چه دوی پوهه شی چه وعده د اللّه تعالٰی حقه ده اویقیناً قیامت نیشته هیڅ شک په هغی کښی کله (چه دهغه وخت خلقو) جگړه کوله یوبل سره په باره دحال ددوی کښی پس دوی اوئیل جوړ کړی په دوی باندی یو آبادی رب ددوی ښه پوهه دی په دوی باندی اوئیل هغه کسانوچه زورور وؤ په خپل کارکولو باندی خامخا جوړؤو به مونږپه دوی باندی سجده گاه ﴿۲۱﴾
څوک وائی دوی دری دی څلورم ددوی نه سپی ددوی دی اوڅوک وائی دوی پنځه دی شپږم ددوی نه سپی ددوی دی داپه اټکل بی دلیله خبری دی اوڅوک وائی دوی اووه دی اواتم ددوی نه سپی ددوی دی ته اووایه رب ځما ښه پوهه دی په شماره ددوی باندی نه پوهیږی ددوی په شمار باندی مگر لږ کسان پس بحث مه کوه ددوی په باره کښی مگربحث کول سرسری اومه کوه تپوس ددوی په باره کښی ددی خلقو هیڅ یوتن نه ﴿۲۲﴾
[۲۱] په دی آیت کښی ددوی د حال په ښکاره کولو باندی نور حکمتونه ذکرکوی یوداچه اللّه تعالٰی وعده دنصرت او امداد خپلو صالحینو سره پوره کوی لکه چه داصحاب کهف حفاظت ئی اوکړو (وَكَذَلِكَ) یعنی لکه چه په دوی باندی ئی خوب راوستلی وو اوبیائی په غار کښی ددوی حفاظت اوکړو اوبیائی د خوب نه بیدارکړل نودارنگ خلق ئی ترینه خبرکړل - دوهم داچه دغه وخت خلق په باره ددوباره ژوند کښی مختلف وو نوواقعه ددوی دلیل شو په اثبات دبعث بعدالموت باندی اودی کښی اشاره ده چه اللّه تعالٰی همیشه دصالحینو مقصدونه پوره کوی بلکه کله دهغی خلاف کارکوی دخپل حکمت موافق لکه چه اصحاب کهف غوښتله چه زمونږ حال دی پټ شی لیکن اللّه تعالٰی ښکاره کړودپاره دحکمتونو (وَكَذَلِكَ) کښی اشاره ده چه مخکنی کارونه اللّه تعالٰی کړی وو نودا خبرول دخلقو هم اللّه تعالٰی اوکړل (وَعْدَ اللَّهِ) نه مراد بعث بعدالموت دی د بدنونوسره دارواحونه (يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ) مراد د أَمْرَهُمْ نه مسئله دحشرده چه ددغه وخت خلقوپه هغی کښی تنازع او اختلاف کوو بعضو د بعث نه انکارکوو اوبعضوبعث دارواحو منلو اود بدنونوئی نه منلو اوبعضو صحیح بعث منلو اودوهمه معنیٰ داده چه ضمیرد أَمْرَهُمْ اصحاب کهف ته راجع دی اودا روستو دمرگ د اصحاب کهف نه وو - یعنی دهغه وخت خلقو اختلاف اوکړو په باره د اصحاب کهفو کښی - مجوسیانووئیل چه دا زمونږ دمذهب خلق وو اونصاراؤ اوئیل چه دوی زمونږپه مذهب وو- نومجوسیانو وئیل چه ددوی نه دی چاپیره یودیوال اووهلی شی - اونصاراؤ اوئیل چه ددوی په خواکښی دی یوعبادتگاه جوړکړی شی (الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَى أَمْرِهِمْ) ددی نه مراددغه نصاریٰ دی ځکه چه حکومت ددوی وو اودوی پری مسجد جوړکړو -
فائده: مبتدعینو ددی نه استدلال کړی دی چه په قبرونو دنیکانوخلقو باندی مسجد جوړول جائز دی لیکن دا استدلال ئی باطل دی اوله وجه داده چه دا نصاریٰ وو اوپه دی آیت کښی اللّه تعالٰی دهغوی مدحه نه ده کړی بلکه صرف دهغوی غلبه اوزورئی ذکر کړی دی - اودوهمه وجه داده چه احادیث صحیحه صریح دلالت کوی چه په قبرونو دانبیاؤ اودصالحینوچه څوک مساجد جوړوی نو رسول اللّٰه ﷺ په هغوی باندی دخپل طرف نه هم لعنت او غضب ذکر کړی دی - اوتفسیر ابن کثیر اوتفسیرقرطبی اوتفسیرروح المعانی په دی مقام کښی تفصیلی رد کړی دی -
[۲۲] په دی آیت کښی اولاً زجردی هغه کسانوته چه مختلف اقوال کوی په شماره داصحاب کهفوکښی بغیر ددلیل نه (وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ) دا جمله ئی جدا راوړی ده ددی وجی نه چه دا عدد صحیح دی رجمًا بالغیب نه دی اوبله وجه داده چه (مَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا قَلِيلٌ) ئی فرمائیلی دی اوروایت د عبداللّه ابن عباس رضی اللّه عنهم نه نقل دی چه هغه هم عدد دسبعه ذکر کړی وو چه وئیلی ئی وو چه زه هم د هغه قلیل نه یم چه ددوی په عدد باندی خبروو (وَثَامِنُهُمْ) دی واو ته واو ثمانیه وائی چه په عدد کښی د اوونه روسته ذکرکیږی اوداد بعضی نحویانو مسلک دی اوبله وجه داده چه دا واو ددی دتنبیه دپاره دی چه داعدد حق دی اودمخکنو اعدادو نه خلاف دی (قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ) په دی کښی اشاره ده احسن طریقی ته په داسی مقام کښی هغه داده چه اللّه تعالٰی ته علم اوسپارلی شی ځکه دداسی مقام په تفصیل کښی ضرورت نیشته کوم چه په صحیح دلیل سره معلوم وی نودهغی وئیل په کاردی (فَلَا تُمَارِ فِيهِمْ إِلَّا مِرَاءً ظَاهِرًا) په دی کښی بیان دادب اول دی اومراد دمراء نه بحث کول دی اومراد دظاهراً نه هغه بحث دی چه قرآن پاک کښی ذکرشو یاپه صحیح حدیث سره ثابت وی (وَلَا تَسْتَفْتِ فِيهِمْ مِنْهُمْ أَحَدًا) دا ذکرددوهم ادب دی اودا دلیل دی په دی خبره چه مسلمانانولره نه دی جائز چه داهل کتابونه په باره دعلم دین کښی استفاده کوی هان په قصصو داهل کتابوکښی چه عبرت وی او قرآن و سنت نه خلاف نه وی نودهغی ذکرپه سبب د حدیث (وحَدَّثُوعَن بنی اسرائیل ولاحرج) سره جائزدی -