سُبْحَانَ الَّذِي ۶۸۶ الکهف
وَلَا تَقُولَنَّ لِشَيْءٍ إِنِّي فَاعِلٌ ذَلِكَ غَدًا ﴿۲۳﴾ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ وَاذْكُرْ رَبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَى أَنْ يَهْدِيَنِ رَبِّي لِأَقْرَبَ مِنْ هَذَا رَشَدًا ﴿۲۴﴾ وَلَبِثُوا فِي كَهْفِهِمْ ثَلَاثَ مِائَةٍ سِنِينَ وَازْدَادُوا تِسْعًا ﴿۲۵﴾
اومه وایه دیوکارپه باره کښی چه زه به کوونکی یم داکار صبا ﴿۲۳﴾
مگر (چه ذکرکړی) مشیت د اللّه تعالٰی او یادوه رب خپل هرکله چه ته هیرکړی او اوایه نزدی ده چه اوبه ښائی ماته رب ځما ډیرنزدی ددی نه د هدایت په اعتبار سره ﴿۲۴﴾
اوحصار شویؤو دوی په غارخپل کښی دری سوه کاله اوزیاتی ؤو نهه (په حساب دسپوږمئ) ﴿۲۵﴾
[۲۴،۲۳] په دی آیتونو کښی دری آداب ئی ذکرکړی دی اول ادب انشاء اللّه وئیل دی دهرخبرمستقبل سره (إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ) دائی جدا آیت کښی ذکرکړی دی په دی کښی اشاره ده چه بغیرد انشاء اللّه نه اخبارمستقبل منع دی اودا دلیل دی په دی خبره چه نبی ﷺ عالم الغیب نه دی (وَاذْكُرْ رَبَّكَ إِذَا نَسِيتَ) دابیان دبل ادب دی ددی جملی مفسرینو ډیری معنی ذکرکړی دی - اوله معنیٰ داده یاد کړه رب لره په انشاءاللّه وئیلوسره کله چه تانه دا ذکرهیرشوی وی اوبیا درته یاد شی دابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه په داسی وخت کښی که یوتن نه انشاء اللّه هیرشی اوبیا کال پس ورته یاد شی نواودی وائی ابن جریر وائی چه ددی مطلب دادی چه سنت د انشاءاللّه به آداشی اگرچه په دی سره تعلیق او اول کلام لغوکول نه کیږی - دوهمه معنیٰ داده یادکړه رب خپل په استغفار او تسبیح کولو سره کله چه ستانه انشاءاللّه وئیل هیرشوی وی اوبیادرته یاد شی - دریمه معنیٰ داده یادکړه عذاب درب خپل کله چه پریږدی څه حکم درب خپل (وَقُلْ عَسَى أَنْ يَهْدِيَنِ رَبِّي لِأَقْرَبَ مِنْ هَذَا رَشَدًا) مفسرینو ددی دری معنیٰ لیکلی دی - اوله معنیٰ داده امید دی چه اوبه ښائی ماته رب زما زیات ښکاره خبرداصحاب کهفونه په هدایت کولو کښی خلقوته - دوهمه معنیٰ داده امید دی چه اوبه ښائی ماته رب زما جواب دسوال ستاسو نزدی دهغی وخت نه چه ماتاسوته خودنه کړی ده - دریمه معنیٰ چه کله اللّه تعالٰی تاته هغه شی یاد نه کړی نو اوایه چه امید دی چه اوبه ښائی ماته رب زما نزدی او غوره ددی هیرشوی شی نه په خیراوفائده کښی اوبعضی علماؤ وئیلی دی چه دا ذکرتعبدی دی په وخت دهیریدلود انشاء اللّه تعالٰی کښی -
[۲۵] ددی په باره کښی دوه قوله دی اول قول دادی چه دا اخباردی د اللّه تعالٰی دطرف نه دمقدار دهغی مودی چه دوی اوده وو په غارکښی تربیداریدلوپوری اودوهم قول دادی چه دا حکایت دقول د اهل کتابوی دی چه هغوی داسی وئیلی دی اوبناپه دی قول دا معطوف دی په یقولون چه په (۲۲) کښی ذکردی نوداد خلقو قول دی - لیکن اول قول غوره دی ځکه چه داهل کتابوپه کتابونوکښی داجمله نیشته چه او ازدادوتسعًا اودارنگ په دی معطوف معطوف علیه کښی ډیرفاصله په کلام غیرمتعلق سره ده اوداقول اول ابن کثیر او ابن جریر هم غوره کړی دی (ثَلَاثَ مِائَةٍ سِنِينَ) لفظ د سنین بدل دی یاعطف بیان دی د ثلث مائةٍ دپاره اوتمیزنه دی ځکه چه تمیز دمائة مفرد او مجرور راځی - دوهم قول دادی چه ثلثمائة چه اوئیلی شو نوسوال اوشو چه د ثلثمائة نه څه مراد دی نواوئیلی شو چه سنین یعنی اعنی په کښی پټ دی - (وَازْدَادُوا تِسْعًا) دا لفظ ئی جدا ددی وجی نه راوړو چه ثلثمائة په اعتباردحساب شمسیه دی اوتسع زیات دی په حساب قمریه سره ځکه چه دشمسی حساب په سلوکالوکښی دقمری حساب دری کاله زیاتیږی نوپه دری سوه کاله شمسی حساب کښی نهه کاله قمری زیاتیږی اودواړه حسابونه ئی ددی وجی نه ذکرکړه چه اول حساب دکتابیانودی اودوهم د امیین عرب نود دواړو لحاظ اوکړی شو -