سُبْحَانَ الَّذِي ۶۸۷ الکهف
قُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا لَهُ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَبْصِرْ بِهِ وَأَسْمِعْ مَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا ﴿۲۶﴾ وَاتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَلَنْ تَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَدًا ﴿۲۷﴾
ته اوایه اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په هغه موده چه دوی په کښی حصار شویؤو خاص اللّه تعالٰی لره علم دپټوخبرو د آسمانانو او ځمکی دی ښه لیدونکی او ښه اوریدونکی دی نیشته دوی لره سیوا د اللّه تعالٰی نه څوک مددگار اونه برخه ورکوی اللّه تعالٰی په خپل اختیاراتو کښی هیچا لره ﴿۲۶﴾
او لوله هغه چه وحی کړی شوی ده تاته دکتاب رب ستانه نیشته بدلؤونکی د کلماتودهغه اوهرگزبه اونه مومی سیوا د اللّه تعالٰی ځای دپناهئ ﴿۲۷﴾
[۲۶] په دی آیت کښی اول تفریع ده په واقعه داصحاب کهف باندی اوپه دی آیت کښی پنځه جملی د توحید دی (بِمَا لَبِثُوا) ددی نه مراد هغه لبث دی چه روستو دبیداریدلو د اصحاب کهف نه ترمرگ دهغوی پوری دی نودا اعتراض نشی کیدلی چه اول خو اللّه تعالٰی عدد لبث ذکرکړو نوبیا داقول (قل اللّه اعلم) د هغی دردپاره په څه وجی سره ذکرکوی (أَبْصِرْ بِهِ وَأَسْمِعْ) یو معنیٰ داده چه بِهِ ضمیروحی ته راجع دی یعنی پوهه شه په وحی د اللّه تعالٰی بیا واوروه نوروخلقوته - دوهمه معنیٰ داده چه دا صیغی دتعجب دی یعنی اللّه تعالٰی ښه اوریدونکی او ښه لیدونکی دی (وَلِيٍّ وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا) حکمه نه مراد حکم تکوینی (انتظام چلول دعالم) اوحکم تشریعی دواړه دی اوپه دی جمله کښی رد دی په شرک عطائیی باندی یعنی څوک چه وائی چه اللّه تعالٰی فلان له په خپل اختیاراوتصرف کښی برخه ورکړی ده لکه عام مشرکان داسی وائی نوپه دی آیت کښی رد دی په هغوی باندی اوداسی په سورة زخرف (۴۵) کښی هم ذکر دی -
[۲۷] په دی آیت کښی دوهمه اوبل ادب دی یعنی تیزی ورکول په تبلیغ دقرآن باندی (لِكَلِمَاتِهِ) ددی نه ټول قرآن مراد دی اودارنگ اشاره ده هغه کلماتوته چه تیرشوی آیت کښی دی اوداسی په سورة انعام (۱۱۵) کښی دی (وَلَنْ تَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَدًا) په دی کښی رد دی په شرک فی التصرف باندی اوپه دی کښی تخویف دی هغه چاته چه قرآن کریم پریږدی -