سُبْحَانَ الَّذِي ۶۸۸ الکهف

وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا ﴿۲۸﴾ وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا وَإِنْ يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاءٍ كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءَتْ مُرْتَفَقًا ﴿۲۹﴾

اوټینگ کړه ځان خپل دهغه کسانوسره چه حاجتونه پیش کوی رب خپل ته صبائی او بیگائی غواړی دوی مخ دهغه او وانوړی سترگی ستا ددوی نه چه غواړی ته ډول د ژوند دنیاوی اوخبره مه منه دهغه چاچه غافل کړی دی مونږ زړه دهغه د ذکرزمونږنه او روان دی په خواهشی خپل پسی اودی کار دهغه دحد نه تیریدل ﴿۲۸﴾
او وایه حق چه ستا رب دطرف نه دی پس څوک چه غواړی نوایمان دی راوړی اوڅوک چه غواړی نو کفردی اوکړی یقیناً تیارکړی دی مونږ ظالمانودپاره اور راگیربه کړی دوی لره دیوالونه دهغی اوکه دوی داوبو فریاد کوی نوفریاد به ئی قبول شی په داسی اوبوسره په شان دویلی کړی شوی گرمی تانبی وی چه روتوی به مخونه ددوی ناکاره څکل دی اوبد دی ځای دفائدی اخستلو ﴿۲۹﴾

[۲۸] په دی کښی دریمه تفریع او ادب دی لکه چه څنگه چه اصحاب کهف د مالدارو دنیا پرستو نه جدا شول نودارنگ هرمؤحد له ضروری دی چه د مؤحدینو سره ملگرتیا اوکړی اگر چه فقراء وی لفظ د (وَاصْبِرْ) کښی اشاره ده چه ددوی په ملگرتیا کښی به مصائب راځی لیکن صبرکول لازم دی (مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ) ذکر ددعا دی مراد ترینه ذکرد اللّه تعالٰی دی په ذکر دتوحید سره - اودعا مخ العبادت دی نوداخل دی په دی کښی ټول عبادات په طریقه دتوحید (بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ) نه مراد هروخت دی لیکن ددی وختونوئی د ډیرفضیلت دوجی نه تخصیص کړی دی (وَجْهَهُ) په اعتبار معنیٰ سره محکم دی اوپه اعتباردکیف سره متشابه دی (وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ) په دی کښی منع ده د پریخودلو دملگرتیا د دمؤحدینونه دوجی د طلب ددنیا نه - (تُرِيدُ زِينَةَ) یعنی مخ گرځول دمؤحدینونه ددنیا پرستئ په وجه سره ناجائز دی اوکه بل ضرورت شرعی یا عادتی په وجه سره وی نوجائزدی (وَلَا تُطِعْ) کښی تصریح ده په اعراض کولوسره دهغه چانه چه دا دری صفات وی په هغه کښی اول صفت (أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا) مراد ترینه ختم قلب دی په شرک باندی دوهم صفت (وَاتَّبَعَ هَوَاهُ) مراد ترینه شرک او بدعت دی دریم صفت (وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا) یعنی دین دهغه په طریقه دافراط سره دی یعنی تعدی کوی دحدودو شرعیونه په عقیده او په عمل کښی -
[۲۹] په دی آیت کښی څلورمه تفریع ده او ادب دی لکه څنگه چه اصحاب کهف حق بیان کړی دی دارنگ حق بیانول لازم دی سره دتخویف او بشارت نه (الْحَقُّ) خبر دمبتداء‌ مخذوف دی یعنی دا بیان چه مخکښی ذکر شو حق دی یا الحق مبتدا دی اومن ربکم خبردی اوپه دی کښی تعریف دحق دی (فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ) دا دلیل دی چه انسان دپاره اراده او اختیار من وجه ورکړی شوی دی رد دی په جبریه باندی (إِنَّا أَعْتَدْنَا) دلیل دی چه دا مخکښی قول چه (فلیکفر) دی په طریقه دزورنی سره دی (سُرَادِقُهَا) حدیث ترمذی کښی وارد دی چه سرادق څلور دیوالونه دی د جهنم، غټ والی د هر دیوال په مزل دڅلویښتو کالودی (كَالْمُهْلِ) ویخ د تیلو ته وئیلی کیږی یعن خیری دتیلو - دوهمه معنیٰ ویله کړی شوی تانبه او اوسپنه دریمه معنیٰ نوؤنه او وینی زوی درخمونو دجهنمیانو - نوربد حالات دهغه په سورة محمد (۱۵) او سورة ابراهیم (۱۶) کښی ذکر دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>