سُبْحَانَ الَّذِي ۶۸۹ الکهف
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلًا ﴿۳۰﴾ أُولَئِكَ لَهُمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِنْ سُنْدُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ نِعْمَ الثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا ﴿۳۱﴾ وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا رَجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا ﴿۳۲﴾ كِلْتَا الْجَنَّتَيْنِ آتَتْ أُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِمْ مِنْهُ شَيْئًا وَفَجَّرْنَا خِلَالَهُمَا نَهَرًا ﴿۳۳﴾ وَكَانَ لَهُ ثَمَرٌ فَقَالَ لِصَاحِبِهِ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَنَا أَكْثَرُ مِنْكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا ﴿۳۴﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان راوړی دی او عملونه ئی کړی دی د سنت برابر یقیناً مونږ نه بربادؤو ثواب دهغه چاچه ښائسته عمل کړی وی ﴿۳۰﴾
دغه کسان دوی لره جنتونه دهمیشه اوسیدلو دی چه بهیږی به لاندی ددوی نه ولی اچولی کیږی به دوی ته په هغی کښی بنگړی د سروزرونه او اغوندی به جامی شنی د نرو ریښمونه او غټو ریښمونه تکیه به ئی وهلی وی په هغی کښی په پالنگونوباندی ښه بدله ده او خائسته د فائدو ځای دی ﴿۳۱﴾
اوبیان کړه دوی ته مثال د دوو سړو چه ورکړی دی مونږ یوتن ددوی ته دوه باغونه د انگورونه او چاپیره کړی دی د هغو دواړونه مونږ کجوری اوپیدا کړی وؤ مونږ دهغی په مینځ کښی فصل ﴿۳۲﴾
دواړو باغونو ورکولی میوی خپلی اونه ئی کمه ؤو دهغی نه څه شی او بهیوَلی ؤو مونږ په مینځ دهغی دواړو کښی نهر ﴿۳۳﴾
او وی دی لره نوری آمدنئ پس اوئیل ئی ملگری خپل ته اودهغه سره ئی خبری اړولی چه زه ستانه زیات مالداریم او زوره ور یم په ډله کښی ﴿۳۴﴾
[۳۰] په دی آیت کښی بشارت دی ایمان والو ته (أَحْسَنَ عَمَلًا) په دی آیت کښی ددی تفسیر ته اشاره ده چه ایمان او عمل صالح دی ځکه چه دهم ضمیر په ځای ئی من احسن عملاً راوړی دی -
[۳۱] په دی آیت کښی بشارت دی تفصیلی ځکه چه په دی کښی لس انعامات خاص ذکر دی اوپه دی بشارت کښی نعمتونه د مالدارئ ذکر کړه داپه بدله د اختیارکولو د ملگرتیا دفقراؤ کښی (الْأَرَائِكِ) جمع د اریکة ده هغه پالنگ چه ناوی په هغی باندی آرام کوی (مُتَّكِئِينَ) تکیه شا او ډډه لږولو ته وئیلی شی اودارنگ تربّع (پرلت وهلو) ته هم وئیلی کیږی -
[۳۲] ددی آیت نه حال دمالدار مشرک ذکر شوی دی اشاره ده چه جنت په مالدارئ سره نه حاصلیږی او دارنگ دا متعلق دی د واصبرنفسک اه یعنی د مالدارئ لحاظ مه کوئ ځکه چه هغه سبب دکفراو دعذاب دی - اوددی ځای نه تزهیدفی الدنیا ذکر دی په دریو طریقو سره اوله طریقه داده چه محبت ددنیا سبب دشرک او دانکار دبعث بعدالموت دی او سبب دعذاب دنیوی دی او ددی دپاره دا واقعه ذکر کړی شوی ده (رَجُلَيْنِ) غوره قول دادی چه دا په طریقه دمثال سره دی وجود ددی رَجُلَيْنو دمثال دپاره ضرور نه دی -
[۳۶،۳۵،۳۴،۳۳] په دی آیاتونو کښی ذکرد حالاتو دمالدار سړی دی چه مشرک او منکردبعث وی (وَكَانَ لَهُ ثَمَرٌ) نه مراد نور مالونه دی چه سبب دډیری آمدنئ دی (أَنَا أَكْثَرُ مِنْكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا) په دی کښی تکبرکول ذکر دی په مالدارئ باندی او په خپل جماعت باندی - نَفَرًا نه مراد ملگری دمجلس او خادمان او اولاد دی (وَهُوَ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ) دا دلیل دی چه هغه مشرک وو (مَا أَظُنُّ أَنْ تَبِيدَ هَذِهِ أَبَدًا) په دی کښی ذکر دانکار دی دفنا ددنیا نه اودا ډیره بی عقلی ده (وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ) کښی اشاره ده چه دی منکردی دبعث بعدالموت نه (وَلَئِنْ رُدِدْتُ إِلَى رَبِّي) په دی کښی خپل کرامت او عزت ثابتوی چه ددنیا ډیروالی سبب دکرامت دی نو دارنگ عزت به په قیامت کښی راکوی ددی ذکر سورة مریم (۷۷) اوسورة حم سجده (۵۰) کښی هم دی -