سُبْحَانَ الَّذِي ۶۹۰ الکهف
وَدَخَلَ جَنَّتَهُ وَهُوَ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ قَالَ مَا أَظُنُّ أَنْ تَبِيدَ هَذِهِ أَبَدًا ﴿۳۵﴾ وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِنْ رُدِدْتُ إِلَى رَبِّي لَأَجِدَنَّ خَيْرًا مِنْهَا مُنْقَلَبًا ﴿۳۶﴾ قَالَ لَهُ صَاحِبُهُ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَكَفَرْتَ بِالَّذِي خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّاكَ رَجُلًا ﴿۳۷﴾ لَكِنَّا هُوَ اللَّهُ رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِرَبِّي أَحَدًا ﴿۳۸﴾ وَلَوْلَا إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَاءَ اللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ إِنْ تَرَنِ أَنَا أَقَلَّ مِنْكَ مَالًا وَوَلَدًا ﴿۳۹﴾ فَعَسَى رَبِّي أَنْ يُؤْتِيَنِ خَيْرًا مِنْ جَنَّتِكَ وَيُرْسِلَ عَلَيْهَا حُسْبَانًا مِنَ السَّمَاءِ فَتُصْبِحَ صَعِيدًا زَلَقًا ﴿۴۰﴾ أَوْ يُصْبِحَ مَاؤُهَا غَوْرًا فَلَنْ تَسْتَطِيعَ لَهُ طَلَبًا ﴿۴۱﴾
او ورننوتلو یو باغ ته اوحال داچه ظلم کوونکی ؤو په خپل ځان باندی نو اوئیل ئی گمانه نه کؤوم چه دا به چیرته هلاک شی ﴿۳۵﴾
اوگمان نه کؤوم په قیامت باندی قائمی دونکی اوکه (بالفرض) اوگرځولی شم رب ته (په قیامت کښی) اواوبه مومم غوره دهغی نه ځای د ورتللو ﴿۳۶﴾
اوئیل ده ته ملگری دده اوحال داچه ورله جواب ورکؤو آیا ته کفر(شرک) کوی دهغه ذات سره چه پیدا کړی ئی ته دخاورونه بیا دنطفی نه بیائی برابر کړی ته سړی ﴿۳۷﴾
لیکن زه (وایم) چه اللّه تعالٰی ځما رب دی اونه شریکؤوم درب سره هیڅ څوک ﴿۳۸﴾
او ولی چه کله داخل شوی باغ خپل ته ولی دی نه وئیل (چه هغه کیږی) چه اللّه تعالٰی غواړی اونیشته قوت مگرپه امداد د اللّه تعالٰی سره دی که ته وینی مالره کم ستانه په مال اوپه اولاد کښی ﴿۳۹﴾
نوامید دی چه رب ځما به راکړی ماته غوره دباغ ستانه اورااوبه لیږی ستا په باغونوباندی عذاب دبره دطرف نه نوشی به میدان خویه ﴿۴۰﴾
﴿۴۱﴾
[۳۸،۳۷] (۳۸،۳۷] په دی آیتونو کښی کلام دمؤحد دی - او اول زجر دی هغه مشرک ته په شرک دهغه باندی په دلیل عقلی سره چه اول پیدایش دانسان دی اودا دلیل په ډیروسورتونو کښی ذکر دی (يُحَاوِرُهُ) کښ اشاره ده چه مباحثه او مناظره دپاره داظهار حق ضروری ده - او دارنگ جواب ورکول باطل پرست ته ضروری دی - (صَاحِبُهُ) ددی وجی نه ئی ورته صاحبه اوئیلو چه دهغه سره هم مجلس وؤ دپاره ددعوت کولو یا صاحب په معنیٰ دناصح دی یادهغه خاندان او دقوم نه وؤ اوپه دوهم آیت کښی اظهار دعقیدی د توحید دی (لَكِنَّا هُوَ اللَّهُ) تقدیر دکلام دادی لکن اناقول هواللّه - په اول کلمه کښی توحید دی اوپه دوهمه کلمه کښی رد دشرک دی اولفظ اَحَدًا مستعملیږی دپاره دروح او عقل والو، نه دپاره دبُتانو، نو بُتان په هغی کښی تبعاً داخل دی - لَكِنَّا په اصل کښی لکن انادی نو الف دمینځ نه اوغورځولی شو اونون په نون کښی مدغم شو -
[۴۱،۴۰،۳۹] په دی کښی اولاً تعلیم د مؤمن دی کافرته دکلماتو دتوحید په وخت د داخلیدلو دباغ کښی اودهرنعمت په وخت کښی - اورد دی په هغه باندی دهغه کلماتو چه هغه وئیلی وو په وخت د داخلی دباغ کښی (مَا شَاءَ اللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ) ددی معنیٰ داده هغه څه چه اللّه تعالٰی غواړی نوهغه کیږی که مالداری وی اوکه فقیری وی - اوڅه مال وغیره چه راجمع کړی شوی دی نوداپه قدرت او قوت د اللّه تعالٰی سره دی - اودا کلمات دهرنعمت په وخت لوستل په کار دی دا قول دبعضو سلفو نه نقل دی اوهغه حدیث مرفوع دی چه په دی باب کښی د مسند د ابویعلٰی نه نقل دی نودهغی سند کښی ضعیف راوی دی چه هغه عیسیٰ بن عون دی او د (إِنْ تَرَنِ أَنَا) جزاء محذوف ده یعنی لایضرنی ذالک (ماته دا هیڅ نقصان نشی راکولی) (حُسْبَانًا) هغه کانړی یا عذاب دی چه دآسمان نه نازل شی اوواحد ددی حسبانة دی اوحسبان حساب ته هم وائی بیاپه دی کښی مضاف مقدرشی (عذاب الحسبان) اوابن کثیروئیلی دی چه حسبان طوفان والا باران ته هم وائی اودا قول د رَجُلِ مؤمن دوجی د اعتماد او توکل علی اللّه نه دهغه خولی نه صادر شوی وو - او اللّه تعالٰی دهغی موافق اجابت اوکړو اوداد قبیلی دکرامت نه دی لکه چه صحیح حدیث کښی ذکر دی (رُبَّ اَشعَثَ اغبرلو اقسم علی اللّه لابره) ډیرکرتی ببرسری دوړو والا سړی چه د اللّه تعالٰی په څه کار باندی قسم اوکړی نو اللّه تعالٰی هغه پوره کوی - اویا دا جملی په معنیٰ ددعاء دی اواللّه تعالٰی دهغه دعا قبوله کړه -