سُبْحَانَ الَّذِي ۶۹۱ الکهف

وَأُحِيطَ بِثَمَرِهِ فَأَصْبَحَ يُقَلِّبُ كَفَّيْهِ عَلَى مَا أَنْفَقَ فِيهَا وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا وَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا ﴿۴۲﴾ وَلَمْ تَكُنْ لَهُ فِئَةٌ يَنْصُرُونَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مُنْتَصِرًا ﴿۴۳﴾ هُنَالِكَ الْوَلَايَةُ لِلَّهِ الْحَقِّ هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا ﴿۴۴﴾ وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنْزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًا تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُقْتَدِرًا ﴿۴۵﴾

اورا گیرکړی شو مالونه دهغه (په عذاب کښی) پس شروع شو چه مخل ئی ورغوی خپل په هغه خرچه پسی چه کړی وه په هغی کښی او هغه (باغونه) را غورځیدلی ؤو په چتونوخپلو باندی او اوئیل ده های افسوس دی چه شریک می نه وی گرځولی درب خپل سره هیڅ څوک ﴿۴۲﴾
اونه وه ده لره هیڅ ډله چه دده سره ئی امداد کړی وی سیوا د اللّه تعالٰی نه اونه ؤو دی بدله اخستونکی - ﴿۴۳﴾
په داسی وخت کښی واک اختیار دیو اللّه تعالٰی دی یقیناً هغه غوره دی بدلی والا او غوره نتیجه ورکؤونکی دی ﴿۴۴﴾
اوبیان کړه دوی ته مثال دژوند دنیوی په شان دهغه اوبوچه را اورؤو مونږ دبره طرف نه پس گنړ رااوخیژی په هغی سره بوټی دځمکی نه پس شی به ذری ذری وابه لوځوی هغی لره هواگانی اودی اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لرونکی ﴿۴۵﴾

[۴۲] په دی آیت کښی ذکردعذاب دنیوی او حسرت کول دهغه کافر دی اوپه وخت دډیر افسوس کولو کښی انسان دواړه ورغوی دیوبل سره مگی اوسبب دعذاب ته ئی اشاره اوکړه په دی قول سره په دی قول سره (يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا) اود بِثَمَرِهِ لفظ‌ دهغه ټولو باغونو اومالونوته شامل دی -
[۴۳] دا رد دشرک فی التصرف دی چه مبعودان باطله او نورقوتونووالا عذاب د اللّه تعالٰی او مصیبت نه شی دفع کولی (فِئَةٌ) هغه ډلی او جماعت ته وئیلی شی چه په وخت دمصیبت کښی هغه ته رجوع او پناهی حاصلیږی مراد ددی نه هغه شخص معبودان باطله اوملگری او تابعدارن دی -
[۴۴] په دی کښی اثبات د اختیاراوتصرف دی خاص اللّه تعالٰی لره (الْوَلَايَةُ) د واؤ په زیراوزبرسره د اللّه تعالٰی په صفت کښی یوشان وی یعنی په معنیٰ دقدرت او دسلطنت دی - اودمخلوق په صفت کښی ولایت قدرت ته وائی اوولایت دوستانی ته هم وائی (هُنَالِكَ) نه مراد وخت دعذاب دی که په دنیا کښی وی اوکه آخرت کښی وی (هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا) یعنی کوم اعمال چه د اللّه تعالٰی دپاره دی په اخلاص سره نودهغی ثواب او عاقبت ښائسته اوغوره وی اولفظ دخیر دلته تفضیلی نه دی بلکه صفتی دی یعنی نسبت په کښی بل چاته مقصد نه دی -
[۴۵] داتزهید فی الدنیا دی په دوهمی طریقی سره هغه داچه دنیا حقیراوفانی ده په دی باندی غرور کول نه دی په کار - اودا فنا او حقارت ئی بیان کړی دی په طریقه مثال سره - اودارنگ مثال په سورة یونس (۲۴) کښی هم دی - حاصل دمثال دادی لکه چه باران سره گنړاو مختلف بوټی رااوخیژی اوبیا څه وخت روستو اوچ شی او ذری ذری شی اوپه هواگانو سره والوځی نوتش میدان پاتی شی نودارنگ دادنیا داوبوپه شان ده لکه (۱) اوبه په ځای نه ټینگږی (۲) اوپه یو حالت همیشه نه پاتی کیږی (۳) اوڅوک چه اوبو کښی داخل شی نود لوندیدلو نه بغیر نه شی پاتی کیدلی - (۴) او چه اوبه برابروی نوفائده ورکوی اوچه حد نه تیری شی نو تباهی کوی نوداټول حالتونه صفتونه ددنیا هم دی دنیا هم په یوځای نه حصاریږی دارنگ دنیا دانسان سره په یوحال نه وی حالات ئی بدلیږی دارنگ چه څوک دنیا کښی ور داخل شی نودهغی د فتنی نه نه شی بچ کیدلی - دارنگ دنیا داری چه د حد نه زیاته شی نوسبب دتباهئ اوگرځی - او مختلف بوټی اشاره ده ددنیا مختلف قسم مالونوته - او څنگه چه هغه بوټی اوچ شی اووالوځی نودارنگ ددنیا مالونه ختمیږی او فنا کیږی (مُقْتَدِرًا) په سبب دزیادت دتا سره مبالغه ده په قدرت کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>