سُبْحَانَ الَّذِي ۶۹۲ الکهف
الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا ﴿۴۶﴾ وَيَوْمَ نُسَيِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَى الْأَرْضَ بَارِزَةً وَحَشَرْنَاهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًا ﴿۴۷﴾
مالونه او ځامن ډول دژوند دنیوی دی اوباقی پاتی کیدونکی نیک عملونه غوره دی په نیز درب ستا په بدله کښی اوغوره دی په امید کښی ﴿۴۶﴾
اوپه کومه ورځ چه روان به کړو غرونه او وینی به ته ځمکه ډاگه اوراجمع به کړو دوی پس پری به نگدو ددوی نه هیڅ څوک ﴿۴۷﴾
[۴۶] په دی کښی ددنیا دوه اجزائی ذکرکړی دی چه هغه سبب دغرور گرځی (الْمَالُ) سبب دجمال اود فائدو دی اوتکبرپیدا کوی (الْبَنُونَ) سبب دقوت او دزور دی اوکله سبب دظلم اوگرځی اودی دواړو ته زینت وئیلی شی (وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ) په دی سره ترغیب الی الاخرت ذکر کوی اومراد ددی نه هرعمل صالح دی که قول وی اوکه فعل وی چه په هغی کښی اخلاص اواتباع دسنت وی نوآخرت دپاره باقی پاتی کیږی نوپه دی کښی پنځه مونځونه اوټول اعمال صالحه داخل دی اوپه ډیرو روایتونو دمسند احمد کښی راغلی دی چه دا دغه پنځه کلمات دی سبحان اللّه ، الحمدلله ، لا إله إلا اللّه ، اللّه أكبر ، لا حول ولا قوة إلا باللّه (خَيْرٌ أَمَلًا) یعنی دصاحب دمال اود ځامنوامیدونه به بربادی شی اودصاحب دباقیات صالحات امیدونه به بار راوړی -
[۴۹،۴۸،۴۷] په دی آیاتونو کښی تخویف اخروی دی اوداد تزهید فی الدنیا دریمه طریقه ده چه ددنیا غرور او محبت سبب د عذاب اخروی اود افسوس اوگرځی اوپه دی آیتونو کښی احوال دقیامت یوولس ذکر دی - په اول آیت کښی دقیامت څلور احوال ذکردی اودوهم آیت کښی دقیامت دوه احوال ذکردی - یعنی رب ته پیش کیدل په صفونو او دوباره ژوند په شان دحال دپیدائش اول، یعنی بی ماله،ناسنته بی پیزاره، بی جامو داسی په حدیث کښی راغلی دی - اودریم آیت کښی دقیامت پنځه حالات ذکردی (صَفًّا) په معنیٰ دډیرو صفونوسره دی یاټول به یو صف وی (الْكِتَابُ) اسم جنس دی په معنیٰ دډیرو کتابونو یعنی عملنامی -