سُبْحَانَ الَّذِي ۶۹۳ الکهف
وَعُرِضُوا عَلَى رَبِّكَ صَفًّا لَقَدْ جِئْتُمُونَا كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ بَلْ زَعَمْتُمْ أَلَّنْ نَجْعَلَ لَكُمْ مَوْعِدًا ﴿۴۸﴾ وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا ﴿۴۹﴾ وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِي وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ بِئْسَ لِلظَّالِمِينَ بَدَلًا ﴿۵۰﴾ مَا أَشْهَدْتُهُمْ خَلْقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَا خَلْقَ أَنْفُسِهِمْ وَمَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ عَضُدًا ﴿۵۱﴾
او پیش به کړی شی رب ستاته صفونه (اوبه وئیلی شی) یقیناً راغلی يئ تاسو مونږته لکه چه پیدا کړی ئی مونږ تاسو اول کرت بلکه گمان دی ستاسو چه چیری به مقرر نه کړو مونږ تاسو لره نیټه ﴿۴۸﴾
او کیخودلی به شی کتاب (عملنامی) نووینی به مجرمانولره ویریږی به دهغی نه چه په دی کښی دی او وائی به دوی های افسوس دی زمونږ څه وجه ده ددی کتاب چه نه دی پریخودلی وړوکی شی اونه لوی مگرراگیر کړی دی هغه اواوبه مومی دوی هغه عملونه خپل حاضر اوظلم نه کوی رب ستا په هیچ چا باندی ﴿۴۹﴾
اوکله چه اوئیل مونږ ملائکوته سجده اوکړئ آدم علیه السلام ته پس سجده اوکړه ټولو سیوا دابلیس نه دی ؤو دپیریانونه نو نافرمانی ئی اوکړه دحکم درب خپل نه آیا پس نیسئ تاسو دی او اولاد دده لره دوستان (په طاعت کولوسره) ځما نه سیوا او دوی ستاسو دشمنان دی بد دی ظالمانولره په بدله (د اللّه تعالٰی کښی) ﴿۵۰﴾
نه دی حاضر کړی ما دوی لره پیدایش د آسمانونو او دځمکی ته اونه پیدایش د هم جنسو ددوی ته اونه یم زه نیؤونکی گمراه کؤونکو خلقولره امدادی ﴿۵۱﴾
[۵۰] ددی آیت نه دوهمه حصه ده تر (۹۹) پوری په دی کښی جواب دشبهی دمشرکانو دی چه دلیل نیسی په شیطانی خوبونو سره یا نور شیطانی احوالو سره دپاره داثبات دتصرف د غیراللّه، یعنی وائی چه فلان ولی ماته خوب کښی راغی چه ځما نذر مه قضا کوه، ځما دقبرنه حاجت غواړه، ځما قبرباندی گنبد جوړ کړه کله وائی چه مانذرانه دولی پریخودله اوپئ د یولسمی می ورنه کړه نوزما غوا میخی پئ بند کړل په دی سره تصرف دولی ثابتوی - جواب په واقعی د آدم علیه السلام او ابلیس سره دی حاصل ئی دادی چه دا ابلیس ستاسو زوړ دشمن دی نودی په داسی خوبونو او احوالوسره په تاسوکښی دشرک عقیدی پیدا کوی داپه (۵۱،۵۰) کښی - بیا تخویف اخروی دی مشرکینوته په (۵۳،۵۲) کښی، بیا څلور زجرونه دی زجراول په جدال فی القرآن په (۵۴) کښی دوهم زجرپه انتظار دعذاب په (۵۵) کښی ، دریم زجر په جدال په شبهاتوباطلوسره په (۵۶) کښی - په دی آیت کښی دآدم علیه السلام دابلیس سره ده دپاره دجواب د شبهی د مشرکینو اوددی وجی نه ئی په دی آیت کښی متصل زجر ذکر کړی دی په دی قول سره چه (أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِي) یعنی ابلیس او دهغه اولاد ستاسو زاړه دشمنان دی اوتاسو هغوی له د الوهیت مرتبه ورکوئ؟ (كَانَ مِنَ الْجِنِّ) دبعضو سلفو نه نقل دی چه ابلیس د ملائکونه وو اود مِنَ الْجِنِّ په تاویل کښی اولاً وائی چه جن یوه قبیله ده دملائکونه دوهم تاویل داکوی چه (صارمن من الجن بسبب عمله) په سبب دانکارسره دجناتو نه اوگرځیدلو - لیکن صحیح داده اواود اکثرسلفونه نقل دی چه ابلیس د جن نه دی اوجن غیردی دملائکونه اوداپه ډیرودلیلونو سره ثابت ده اول دلیل اختلاف ددوی په ماده دخلقت کښی چه ملائک د نورنه پیدا دی اوجن دمارج من نارنه پیداشوی دی اوداپه حدیث دمسلم کښی ذکردی - دوهم دلیل په ملائکوکښی نسل پیداکیدل نه دی ثابت شوی اوپه جن کښی نسل او اولاد شته دی لکه لفظ د زریته په دی باندی شاهد دی اودریم دلیل په سورة سبا (۴۱) کښی دی چه بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ ، دا دلالت کوی چه جن دملائکونه غیردی، اونسبت د اول قول سلفوته په صحیح سندسره نه دی ثابت شوی او ابن کثیررحمة اللّٰه علیه په دی باندی تفصیلی رد کړی دی (فَفَسَقَ) فسق په اصل لغت کښی وتلو ته وئیلی کیږی یعنی دی اوتلو دحکم درب نه په نافرمانئ سره (أَوْلِيَاءَ) مراد ددی نه دوستان دی په طاعت کولوسره یامددگاران او معبودان لکه چه بعضی خلق دی چه هغوی ته عُبّادُالشیطان وئیلی شی -
[۵۱] په دی کښی رد دی په هغه چاباندی چه شیاطین د اللّه تعالٰی سره شریک جوړوی حاصل درد دادی چه دوی دآسمانانو او دځمکی دپیدائش په وخت کښی موجود هم نه وو اونه د خپل جنس والو په وخت دپیدائش کښی موجود وو اونه اللّه تعالٰی دچا مدد ته محتاج دی نوهیڅ دلیل نیشته ددوی شرکت دپاره - (وَمَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ عَضُدًا) لفظد مضلین، قید اتفاقی دی احترازی نه دی ځکه چه اللّه تعالٰی دهیچ چا مدد ته محتاج نه دی - اوشیطان خو د مضلین نه دی نودا قید ئی په دی وجه کیخودو یاقید احترازی دی په دی سره ضالین او فاسقین اوباسی چه اللّه تعالٰی کله کله ددین تائید په فاجرسړی سره کوی لکه چه حدیث صحیح کښی راغلی دی ان اللّه لَیؤید هذا الدین بالرجل الفاجر لیکن مضلین چه خلقو لره گمراه کوی نوپه هغوی سره ددین امداد نشی کیدلی -