سُبْحَانَ الَّذِي ۶۹۴ الکهف
وَيَوْمَ يَقُولُ نَادُوا شُرَكَائِيَ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ مَوْبِقًا ﴿۵۲﴾ وَرَأَى الْمُجْرِمُونَ النَّارَ فَظَنُّوا أَنَّهُمْ مُوَاقِعُوهَا وَلَمْ يَجِدُوا عَنْهَا مَصْرِفًا ﴿۵۳﴾
اوپه کومه ورځ چه اوبه وایو اواز اوکړئ شریکانو ځما ته هغه کسان چه تاسو دعویٰ کوله (چه داشریکان دی) پس دوی به ورته اواز اوکړی نوهغوی به ورله هیڅ جواب ورنه کړی اواوبه گرځؤو په مینځ ددوی کښی ځای دتباهئ ﴿۵۲﴾
اواوبه وینی مجرمان خلق اورلره نودوی به گمان اوکړی چه پریوتونکی دی په هغی کښی نو اوبه نه مومی دهغی نه ځای د اوړیدلو بل خواته ﴿۵۳﴾
[۵۲] په دی آیت کښی تخویف اخروی دی په برائت د الٰهو دمشرکینو دخپلوعابدینونه - اوپه دی کښی ذکر دصالحینو کسانو دی چه مشرکانو ترینه معبودان جوړ کړی دی - په ورځ دقیامت به هغوی د عابدانونه برائت اوکړی او امداد هم ورسره نه شی کولی نودشرکاء نه مراد هغه نیکان کسان دی چه شیطانانو دهغوی عبادت طرف ته دعوت ورکړی وؤ یا مراد ددینه معبودان نیکان اوبدان دواړه دی (مَوْبِقًا) ځای دهلاکت ته وائی اوهغه ټول جهنم دی اودوهم قول دادی چه دایوکنده ده په جهنم کښی دوینوزوو نه اول قول غوره دی او (بَيْنَهُمْ) ضمیرراجع دی معبودانو او عابدانوته یاراجع دی مؤمنانو او کافرانوته -
[۵۳] په دی کښی تخویف اخروی په بیان دحال دعابدانو دشریکانو دی اومطلب دادی چه د جهنم د دخول نه وړاندی اوربه اوینی نوپه خوف او حزن کښی به واقع شی -