سُبْحَانَ الَّذِي ۶۹۵ الکهف

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَذَا الْقُرْآنِ لِلنَّاسِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ وَكَانَ الْإِنْسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلًا ﴿۵۴﴾ وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَنْ يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَى وَيَسْتَغْفِرُوا رَبَّهُمْ إِلَّا أَنْ تَأْتِيَهُمْ سُنَّةُ الْأَوَّلِينَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا ﴿۵۵﴾

اویقیناً قسم قسم بیان کړی دی مونږپه دی قرآن کښی خلقو ته دهرقسم بیان نه اودی انسان زیات دهرڅیزنه په جگړه کولو کښی ﴿۵۴﴾
اونه دی منع کړی خلقو لره دایمان راوړلونه هرکله چه راغی دوی ته هدایت اودبخنی طلب کولو درب خپل نه مگر (انتظارکولو) ددی خبری چه راشی دوی ته طریقه دپخوانو یا راشی دوی ته عذاب مخامخ ﴿۵۵﴾

[۵۴] په دی آیت کښی زجردی په اعراض اوپه جدال کولوسره (مِنْ كُلِّ مَثَلٍ) نه مراد دلیلونه او زواجراوتخویفات وغیره دی اولفظ د (صَرَّفْنَا) کښی اشاره ده چه دا مضامین په مختلفو طریقوسره ذکرکړی شوی دی او (جَدَلًا) جدال په دی سورة کښی ددی وجی ډیرذکرشوی دی چه په دی کښی د مجادلینو دشبهاتو جوابات دی -
[۵۵] په دی کښی زجردی په ایمان نه راوړلوسره په سبب دانتظار کولو دعذاب سره (أَنْ يُؤْمِنُوا) کښی توحید منلو ته اشاره ده اوپه (يَسْتَغْفِرُوا) کښی دشرک نه توبه ویستلوته اشاره ده (سُنَّةُ الْأَوَّلِينَ) نه مراد استیصالی دی چه ټول هلاک شی په شان دتیرشوو قومونو مکذبینو (أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا) ددی نه مراد عذاب دی په بعضی کسانو باندی چه یوبل ته گوری -
فائده: په سورة اسراء (۹۴) کښی مانع د ایمان بالرسول نه ذکر کړی شوی ووو اوهغه شبه دبشریت وه اوپه دی سورة کښی ئی مانع دتوحید دمنلونه ذکرکړی دی چه هغه انتظار عذاب دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>