سُبْحَانَ الَّذِي ۶۹۶ الکهف

وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَيُجَادِلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ وَاتَّخَذُوا آيَاتِي وَمَا أُنْذِرُوا هُزُوًا ﴿۵۶﴾ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِنْ تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَى فَلَنْ يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا ﴿۵۷﴾ وَرَبُّكَ الْغَفُورُ ذُو الرَّحْمَةِ لَوْ يُؤَاخِذُهُمْ بِمَا كَسَبُوا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ بَلْ لَهُمْ مَوْعِدٌ لَنْ يَجِدُوا مِنْ دُونِهِ مَوْئِلًا ﴿۵۸﴾ وَتِلْكَ الْقُرَى أَهْلَكْنَاهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِمْ مَوْعِدًا ﴿۵۹﴾

اونه لیږو مونږ رسولان مگرزیری ورکؤونکی او ویره ورکؤونکی اوجگړی کوی کافران خلق په باطلو (شبهاتوسره) دپاره ددی چه چه اونړوی په هغی سره حق لره اونیولی دی دوی آیانونه زما اوهغه چه دوی له پری ویره ورکړی شوی ده ټوقی ﴿۵۶﴾
اوڅوک لوی ظالم دی دهغه چانه چه ورته یادکړی شی آیاتونه درب دده نو مخ واړوی د هغی نه اوهیرکړی هغه عملونه چه مخکښی لیږلی دی لاسونودده یقیناً گرځولی دی مونږپه زړونوددوی باندی پردی (منع کوونکی) دپوهی دقرآن نه اوپه غوږونو ددوی کښی دروندوالی اوکه ته بلنه کوی ددوی سمی (برابر) لاری ته نولار به اونه مومی دغه وخت کښی هیچ چیری ﴿۵۷﴾
اوستا رب بخنه کؤونکی دی رحمت والادی که چیری نیولی ئی دوی لره په سبب دعملونو ددوی نوذربه ئی ورکړی وی دوی لره عذاب بلکه دوی لره وخت مقرردی هیچ چیری به اونه مومی مخکی دهغی نه ځائی دپناهئ ﴿۵۸﴾
اودغه کلی دی چه هلاک کړل مونږدوی هرکله چه ظلم ئی کړی ؤو اومقررکړی ؤو مونږ ددوی دهلاکت دپاره وخت مقرر ﴿۵۹﴾

[۵۶] په دی آیت کښی اول حکمت ارسال رسل ذکرشوی دی یعنی رسولان رالیږلی شوی دی دپاره ددفع کولو دعذاب - بیازجردی په جدال کولوسره په باطلو شبهاتو سره او دحق نړولو سره اوپه استهزاء د آیاتونوسره (بِالْبَاطِلِ) نه مراد بی دلیله شبهات اواعتراضونه کول دی لکه په سورة غافر (۵۶،۳۵،۵) کښی چه دی (لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ) کښی اشاره ده چه ددوی شبهات دطلب دحق دپاره نه دی بلکه دحق په ضد اوعناد کښی دی (وَاتَّخَذُوا آيَاتِي) داجواب دیووهم دی یعنی که چیری اوئیلی شی چه دحق دپاره خوآیاتونه او احادیث درسولانو خو موجود دی نودوی ولی جدال کوی په شبهاتوسره؟ حاصل دجواب دادی چه هغه ددوی په نیزباندی عبث دی اوسپک ئی گنړی یعنی نه ئی آوری -
[۵۷] په دی کښی زجردی په اعراض کولو سره دتذکیردقرآن نه (وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ) په دی کښی مراد ترک دتوبی دی دتیرشوی وی گناهونونه (إِنَّا جَعَلْنَا) هرکله چه اعراض ددوی ئی ذکرکړو نواوس فرمائی دهغه اعراض په وجی سره ددوی په زړونو پردی پیداشوی نوهمیشه دپاره دتذکیردقرآن نه محرومه شول (فَلَنْ يَهْتَدُوا) کښی اشاره ده پردو دسترگوته -
[۵۸] په آیت کښی اول ترغیب ذکردی توبی کولوته چه دشرک اوکفرنه توبه اوباسئ نو اللّه تعالٰی به تاسوته مغفرت اوکړی اورحمت به اوکړی بیا تخویف دنیوی دی منکرینوته اوپه دی آیت کښی صفت درحمت اوصفت د غضب د اللّه تعالٰی دواړه جمع کړی دی لکه په سورة انعام (۱۳۳) کښی دی -
[۵۹] په دی کښی تخویف دنیوی دی په ذکردتیروشوو قومونوسره (تِلْكَ الْقُرَى) کښی اشاره ده هغه کلوته چه مخکښی هلاک کړی شوی دی اوهغه اگرچه موجود او محسوس نه وو لیکن په تلک سره اشاره ددی وجی نه اوشوه چه هغه دډیرشهرت دوجی نه په شان دمحسوس دی (لَمَّا ظَلَمُوا) په دی کښی سبب دعذاب ته اشاره ده اوهغه ظلم په (۵۷) کښی ذکرشو (وَجَعَلْنَا) داد مخکنوقومونوپه باره کښی دی او (بَلْ لَهُمْ مَوْعِدٌ لَنْ يَجِدُوا) د موجوده خلقو په باره کښی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>