سُبْحَانَ الَّذِي ۶۹۷ الکهف

وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِفَتَاهُ لَا أَبْرَحُ حَتَّى أَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِيَ حُقُبًا ﴿۶۰﴾ فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا ﴿۶۱﴾

اوکوم وخت چه اوئیل موسیٰ علیه السلام خادم خپل ته زه به همیشه گرځم تردی چه اورسم ځای د جمع کولو د دؤو دریابونوته اویابه ځم ډیره زمانه ﴿۶۰﴾
پس هرکله چه اورسیدل دواړه ځای دیوځای کیدلو ددی دواړوته هیرکړو دواړو مهی خپل نو اونیوله لارخپله په دریاب کښی دسورنگ په شکل سره ﴿۶۱﴾

[۶۰] ددی آیت نه دریمه حصه ده تر (۸۲) پوری په دی کښی جواب دشبهی دهغه چادی چه استدلال کوی په امور خارقة للعادة د خضر علیه السلام سره په قدرت اوتصرف او علم غیب دهغه باندی اوپه خپلو حاجاتوکښی دهغی د رابللو دپاره دا دلیل پیش کوی او وائی یاخضررا مدد شه وئیل جائز دی، حاصل دجواب دادی چه خضرعبد محتاج وو په رحمت کښی اللّه تعالٰی ته اوهغه سره علم دبعضی اشیاؤ وو - اوکوم امورخارقه چه دی دهغه جواب دادی (وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي) چه په دی کښی کارونو کښی ځما هیڅ اختیار نه وو - بیاپه دی واقعه کښی اموردی دپاره دبچ کیدلو دعذاب نه چه هغه به په ضمن دواقعه کښی ذکر کیدی شی او هجرت د موسیٰ علیه السلام دی دپاره د طلب علم اودا په حکم د اللّه تعالٰی سره وو چه اللّه تعالٰی ورته د خضر ځای اوخودو اود هغه نه داستفادی امرئی ورته کړی وو - اوداپه حدیث صحیح کښی تفصیلاً ذکر شوی دی - په دی (۶۰) کښی اشاره ده چه هیچ چالره دعلم او زیادت حاصلول په علم کښی ددی نه بی پرواه کیدل نه دی په کار (لِفَتَاهُ) نوم دهغه یوشع بن نون دی اواشاره ده چه په سفرکښی ځوان ملگری په کار دی (لَا أَبْرَحُ حَتَّى) په دی کښی اشاره ده چه انسان له په طلب دعلم کښی ډیرکوشش صرف کول په کاردی که یوځای کښی حاصل نه شی نوبل ځای ته دی لاړشی (مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ) دی کښی اقوال ډیردی یو قول دا چه دا مقام تنجه دی اوطنجه مقام داسبانیا او دمغرب په مینځ کښی دی اوبحرین نه مراد بحرالابیض المتوسط او بحرمحیط اطلسی دی اودغه ځای ته مضیق هم وائی اودجبل طارق سره دی - دوهم دا چه دا مجتمع دبحیره روم او بحیره فارس دی اول قول ډیرمناسب دی (أَوْ أَمْضِيَ حُقُبًا) حقب ډیری زمانی ته وئیلی شی اوصحیح داده چه دهغی مقدر معین نیشته اواشاره ده چه دعلم دپاره سفرکول عبادت دی -
[۶۱] ( نَسِيَا حُوتَهُمَا) دا مهی ئی توشه دان کښی راخستلی وو چه ددوی توښه وی په وخت دضرورت کښی - اشاره ده چه په سفرکښی دپاره دطلب علم توښه راخستل بهتردی او موسیٰ علیه السلام ته د اللّه تعالٰی دطرف نه په وحی سره خودلی شوی وه چه دا مهی کوم ځای کښی ستاسونه ورک شی هغه ځای کښی به حضرعلیه السلام ملاویږی - نوچه موسیٰ علیه السلام اوده شو اویوشع ویخ ناست وو نوناگاهه مهی دتوښه دان نه ټوپ کړو اوپه دریاب کښی ورته اوبه اوچی شوی دسرنگ په شان اوپه هغی روک شو (نَسِيَا) کښی نسبت دواړوته په دی وجی سره شوی دی چه یوشع نه هیرشول چه موسیٰ علیه السلام ته ئی حال اونه وئیلو او موسیٰ علیه السلام نه هیرشو چه دیوشع علیه السلام نه د مهی په باره کښی تپوس کړی وی دا دلیل دی چه نسیات نبوت سره منافات نه لری اودلیل دی په دی کښی د اللّه تعالٰی په دقدرت سره په بعث بعدالموت باندی اولطیفه اشاره ده چه کوم ځای مړ مهی ژوندی کیږی نوهلته به علم (چه ژوند دی) حاصلیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>