سُبْحَانَ الَّذِي ۶۹۸ الکهف
فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَاهُ آتِنَا غَدَاءَنَا لَقَدْ لَقِينَا مِنْ سَفَرِنَا هَذَا نَصَبًا ﴿۶۲﴾ قَالَ أَرَأَيْتَ إِذْ أَوَيْنَا إِلَى الصَّخْرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ وَمَا أَنْسَانِيهُ إِلَّا الشَّيْطَانُ أَنْ أَذْكُرَهُ وَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ عَجَبًا ﴿۶۳﴾ قَالَ ذَلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ فَارْتَدَّا عَلَى آثَارِهِمَا قَصَصًا ﴿۶۴﴾
پس هرکله چه پوری وتل دواړه اوئیل ده خدمتگار خپل ته راوړه ناشته زمونږ یقیناً اورسیدلو مونږه ددی سفرنه ستړی والی ته ﴿۶۲﴾
اوئیل ده خبرشه هرکله چه ځای اونیؤو مونږ گټ ته نویقیناً ماهیرکړو مهی اونه ؤو هیرکړی ځمانه هغه مگرشیطان چه یاداشت می کړی وی دهغی اوینوله ده لار خپله په دریاب کښی (تعجب کؤوم) تعجب کول ﴿۶۳﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام دا هغه دی چه مونږ طلب کؤونوواپس اوگرځیدل دواړه په نخو دقدمونو خپلو واپس تلونکی ﴿۶۴﴾
[۶۲] دا دلیل دی په نفی دعلم غیب د موسیٰ علیه السلام نه اوبیان دعجز دهغه دی که دمهی دحال نه خبروی نودهغی ځای نه به نه تلو اونه به ئی دغداء دپاره مهی طلب کوو، او غداء دپاره محتاج کیدل او ستړی کیدل دلیل دعجزاو عبدیت د موسیٰ علیه السلام دی او عبد اِلٰهَ نه شی کیدلی (هَذَا) کښی اشاره ده هغه سفرته چه د مجمع البحرین نه ئی روستو کړی وو - په دی کښی لطیفه نکته داده چه انسان کوم ځای ته دزړه په شوق او محبت سره مزل کوی نودهغی ستړی والی نه محسوس کوی اوکوم مزل چه دمقصد نه غیرشی نوپه هغی انسان ستړی والی محسوس کوی -
[۶۳] یوشع علیه السلام دادب په طریقه دنیسان نسبت صرف ځان ته اوکړو موسیٰ علیه السلام ئی ځان سره په نسبت کښی شریک نه کړو - بیائی خپل عذر پیش کړو اونسبت دنیسان ئی شیطان ته اوکړو اگرچه نسیان څه گناه نه ده - لیکن دا قاعده ده چه بعضی افعال اگرچه معصیت نه وی لیکن دهغی په کیدلوشیطان خوشحاله شی ددی وجی نه په هغی سره مؤحد ته تکلیف جوړ شی اوشیطان خودمؤحد په تکلیف خوشحالیږی لکه موسیٰ علیه السلام چه دقتل دقبطی نسبت شیطان ته کړی دی په سورة قصص (۱۵) کښی هغه هم ددی قاعدی د لاندی دی او نسبت دحیض او نفاس دزنانه رکض دشیطان ته په بناسره دی چه هغه په حدیث صحیحی کښی دی - دوهمه وجه داده چه کله اسباب دنسیان کښی شیطان لره دخل وی نودنسیان نسبت شیطان ته په اعتبارسره اوشی لکه د تثاؤب (ارگی کول) نسبت شیطان ته شوی دی ځکه دهغی سبب چه غفلت دی هغه دشیطان دوجی سره دی -
[۶۴] موسیٰ علیه السلام دهغه عذر قبول کړو او واپس په خپل نقش قدم (مُنډ) باندی را روان شول دپاره ددی چه هغه ځای ترینه خطا نشی -