سُبْحَانَ الَّذِي ۶۹۹ الکهف

فَوَجَدَا عَبْدًا مِنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا عِلْمًا ﴿۶۵﴾ قَالَ لَهُ مُوسَى هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا ﴿۶۶﴾

پس اوموندو دواړو یوبنده د بندگانو ځمونږنه ورکړی وه مونږهغه ته پیغمبری د خپل طرف نه او خودلی وو مونږهغه ته دخپل طرف نه خاص علم ﴿۶۵﴾
اوئیل ده ته موسیٰ علیه السلام آیا تابع شم ستا په دی شرط چه تعلیم به راکوی ماته دهغی نه چه تاته خودلی شوی دی دهدایت خبری ﴿۶۶﴾

[۶۵] دوی چه واپس مجمع البحرین ته را اورسیدل نویوسړی په جامه کښی پټ وو او ډډه ئی لگولی وه نو موسیٰ علیه السلام سلام پری اوکړو هغه دجواب نه بعد اوئیل چه دا ناآشنا کاردی ځکه چه په دی ملک کښی اکثرخلق ددی طریقی دسلام نه غافل دی اودارنگ اکثرخلق دهغه نه مخالف وو نوپه هغی باندی ئی سلام نه کوؤ - هغه ورته اوئیل زه موسیٰ یم هغه اوئیل کوم موسیٰ، هغه اوئیل موسیٰ د بنی اسرائیلو (عَبْدًا) اشاره ده چه حضرعلیه السلام محتاج بنده وو حق دار دالوهیت نه دی - دخضرنوم بلیا بن ملکان وو دسام بن نوح علیه السلام په اولاد کښی وو او خضرئی لقب وو ځکه چه په ځمکه باندی کوم ځای به ناست وو اوبیابه دهغه ځای نه پاسیدلو نوهغه ځای به شین زلیدلو - خضرة شین والی ته وائی اودی دباشاهانوپه اولاد کښی وو دده په باره کښی دوه اختلافونه دی - اول دادی چه خضرمَلَک وو یارسول وو یا ولی وو صحیح داده چه نبی وو اومفسر قرطبی دلیلونه ذکرکړی دی دهغه په نبوت باندی - اول دا چه (رَحْمَةً) په معنیٰ دنبوت او د وحی دی - دوهم داچه موسیٰ علیه السلام نبی وو اونبی په علم کښی ولی ته نه محتاج کیږی ځکه چه نبی افضل دی من کل الوجه دولی نه - دریم داچه غیرنبی دنبی نه اوچت په مرتبه کښی نه شی کیدلی - اوبعضو خلقو وئیلی دی چه ملک وو لیکن دلیل ئی نیشته دارنگ څوک وائی ولی وو داهم شاذ او بی دلیله قول دی دوهم اختلاف دده په بقاء‌ کښی دی یعنی دی تراوسه پوری ژوندی دی او که وفات شوی دی دمحدثینو او علماؤ محقیقینو مسلک دادی چه هغه وفات شوی دی او صوفیاؤ قول دادی چه هغه ژوندی دی او اول قول صحیح دی دهغی دلیلونه تفسیر ابن کثیرکښی، او البدایه والنهایه لابن کثیرکښی، اوتفسیرروح المعانی او کتاب الرد علی المنطقیین دشیخ الاسلام ابن تیمیه رحمة اللّٰه وغیره هم کښی په تفصیل سره ذکر کړی شوی دی اودحیاة خضر چه څوک قائل دی دهغوی سره هیڅ دلیل صحیح نیشته یوحدیث دتعزیت شته لیکن هغه ضعیف دی اوپه دی مسئله کښی امام قرطبی خطا شوی دی چه دحیات خضر قائل دی اوتفسیر ابن کثیرکښی دا حدیث چه لوکان موسیٰ و عیسیٰ حیین، دا حدیث غلط دی صحیح حدیث کښی صرف موسیٰ علیه السلام ذکر کړی شوی دی (وَعَلَّمْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا عِلْمًا) ددی نه مراد یوقسم علم دی ځکه دا نکره په اثبات کښی راغلی ده نوخصوص غواړی اوهغه علم دبعضی امور باطنیه دی په سبب دوحی سره دلیل دادی چه دقصی په آخرکښی فرمائیلی دی (وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي) اوداسی علم دبعضی امور مستقبله یا علم دبعضی مغیباتو دتمام انبیاء علیهم السلام دپاره په طور دمعجزی سره ثابت دی په طریقه دتفاوت سره -
فائده: فرقه دزنادقه او باطنیه په نیز باندی اولیاؤ او بزرگانو لره علوم باطنیه حاصل دی په سبب دصفائی د زړونو ددوی اوپه سبب ددغه علم سره اسرار دکائناتونه دوی خبریږی او احکام دجزئیاتو هم معلومه ولی شی اوحاجت نصوص شرعیه ته نه وی - اوقیاس کوی په علومو دخضرعلیه السلام باندی - اوکله دا قول کوی چه حقیقت غیروی دشریعت نه کله چه وائی چه علم دصوفیاؤ شریعت ته حاجت نه لری اوددی وجی نه دغه متصوفه عبادات پریږدی په دی عذرسره - جواب دادی چه قرآن او سنت او اجماع دسلف وخلف شاهد ده چه معرفت داحکام شرعیه ته بله لار نیشته نودا زندیق او کافردی اوقیاس ددوی په خضرعلیه السلام باندی صحیح نه دی ځکه چه دهغه علم په ذریعه دوحی د اللّه تعالٰی سره وو - او صوفیاؤ سره خو وحی نیشته - او موسیٰ علیه السلام که په خضر علیه السلام اعتراضونه کړی دی دا ددی وجی نه چه د موسیٰ علیه السلام دشریعت نه دغه کارونه مخالف وو اودغیب نه خبر نه وو اوپه دی کښی دلیل دی چه کوم عمل چه دشرعی نه خلاف وی په هغی باندی ضرور اعتراض په کاردی چپ کیدل نه دی په کار اودا معامله د موسیٰ علیه السلام ده دیو پیغمبرسره اوچه معامله راشی په دی طریقه دغیرنبی سره نوفرض دی چه په هغه باندی اعتراض اوکړی شی -
[۶۶] په دی کښی تعلیم د ادب دی داستاد اودعالم سره چه دهغه نه دی ضرور اجازت طلب کوی اودهغه دی تابعداری کوی ترحد دشرعی پوری (مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا) په دی کښی اشاره ده چه استاد له په کار دی چه شاگرد ته صرف دهدایت او دخیرعلم اوښائی بی فائدی دی دهغه وخت نه بربادوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>