سُبْحَانَ الَّذِي ۷۰۰ الکهف

قَالَ إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا ﴿۶۷﴾ وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَى مَا لَمْ تُحِطْ بِهِ خُبْرًا ﴿۶۸﴾ قَالَ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ صَابِرًا وَلَا أَعْصِي لَكَ أَمْرًا ﴿۶۹﴾ قَالَ فَإِنِ اتَّبَعْتَنِي فَلَا تَسْأَلْنِي عَنْ شَيْءٍ حَتَّى أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا ﴿۷۰﴾

اوئیل ده یقیناً ته وس نه لری ځما سره دصبرکولو ﴿۶۷﴾
اوڅه رنگ به صبراوکړی ته په هغه څیزباندی چه ته نه لری په هغی باندی خبر ﴿۶۸﴾
اوئیل ده زرده اوبه مومی مالره که اللّه تعالٰی اوغواړی صبرناک اونافرمانی به نه کؤوم ستا دهیڅ حکم ﴿۶۹﴾
اوئیل خضرعلیه السلام پس که ته ځما تابعداری کوی پس تپوس مه کوه ځمانه دهیڅ څیزپه باره کښی تردی پوری چه بیان به کړم تاته دهغی نه جواب ﴿۷۰﴾

[۶۷] داتجربه ده دخضرعلیه السلام علم غیب نه دی یعنی دهغه ته دا معلومه ده چه کوم کارونه ځما نه صادریږی په وحی د اللّه تعالٰی لیکن په ظاهرکښی اولاً دشرعی نه مخالف معلومیږی نو موسیٰ علیه السلام به ضرور اعتراض کوی - اوپه دی کښی اشاره ده چه کوم استاد چه دهغه اعمال دشرعی نه په ظاهرکښی مخالف وی نودهغه ضرور تپوس په کاردی -
[۶۸] په دی آیت کښی دتیرشوی آیت علت او دلیل ذکرشوی دی یعنی څوک چه دیوڅیزعلم نه لری نوپه هغی باندی صبرهم نه شی کولی -
[۶۰] موسیٰ علیه السلام دظاهرپه لحاظ سره دصبروعده اوکړه اومعلق ئی کړه په انشاءاللّه سره اواشاره ده چه شاگرد له داستاد دحکم نافرمانی کول جائزنه دی -
[۷۰] اشاره ده چه استاد شاگرد باندی مناسب شرطونه لازم کولی شی اوداد متعلمینودپاره عام شرط دی چه د استاد دخبری دپوره کولو انتظار په کار دی خبری په مینځ کښی رادنگل او دخل کول مناسب نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>