سُبْحَانَ الَّذِي ۷۰۱ الکهف

فَانْطَلَقَا حَتَّى إِذَا رَكِبَا فِي السَّفِينَةِ خَرَقَهَا قَالَ أَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا لَقَدْ جِئْتَ شَيْئًا إِمْرًا ﴿۷۱﴾ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا ﴿۷۲﴾ قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِي بِمَا نَسِيتُ وَلَا تُرْهِقْنِي مِنْ أَمْرِي عُسْرًا ﴿۷۳﴾ فَانْطَلَقَا حَتَّى إِذَا لَقِيَا غُلَامًا فَقَتَلَهُ قَالَ أَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِيَّةً بِغَيْرِ نَفْسٍ لَقَدْ جِئْتَ شَيْئًا نُكْرًا ﴿۷۴﴾

پس روان شو دواړه تردی چه سواره شول په کشتئ کښی سوری ئی کړه اوئیل موسیٰ علیه السلام آیا سوری دی کړله دادی دپاره چه غرق کړی سواره ددی یقیناً راتله دی اوکړل کارډیرعجیبه ته ﴿۷۱﴾
اوئیل هغه آیا نه ؤو وئیلی ماچه ته چیری طاقت نه لری ماسره دصبرکولو ﴿۷۲﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام مه نیسه مالره په هغه کارچه ما په هیره اوکړو اومه اوچوه په ماباندی دکار ځمانه تنگسیا ﴿۷۳﴾
پس روان شول دواړه تردی چه کله مخامخ شول یوځوان سره نوقتل ئی کړو اوئیل موسیٰ علیه السلام آیا اوژولو تا یونفس پاک بی د بدلی دنفس نه یقیناً راتله دی اوکړه کارډیربدته ﴿۷۴﴾

[۷۱] ددی ځای نه سفرعلمی ددی دواړو شروع شو اود یوشع علیه السلام ذکر په کښی ددی وجی نه نیشته چه هغه تابع وو او دتابع ذکرته ضرورت نه وی - اوڅوک وائی چه بغیرداجازت دخضرعلیه السلام نه ئی آب حیات اوبه اوڅښکلی اوهغه دریاب ته اوغورزوو اوهغه دهغی په چپو کښی ژوندی دی ترقیامته پوری دا موضوعی او اسرائیلی روایات دی - او ظاهرداده چه خضرعلیه السلام ددعوت دتوحید دپاره گرځیدلو اودا واقعات په به لارکښی پیش راتلل نوخضر او موسیٰ د دریاب غاړی ته راغلل اواراده ئی اوکړه چه ددریاب پوری طرف ته ورزو نو کشتئ کښی سواره شول چونکه کشتئ دمؤحدینو مساکینووه هغوی خضرعلیه السلام اوپیژوندو چه دی خو ددعوت دین دپاره ځی نوهغوی ترینه کرایه وانخستله - اوداسی اخلاق په کاردی مسلمانانولره چه د عالم حق پرست اودداعی ددین داسی رعایت اوکړی - هرکله چه دوی کشتئ کښی ددریاب مینځ ته شول نوخضرعلیه السلام په (قدوم) تبرسره دهغی نه یوه تخته ماته کړه او سوری ئی کړله - نو موسیٰ علیه السلام دشرعی جذبی په بنا باندی په هغه باندی اعتراض اوکړو اووعده دصبرکولوترینه هیره شوه اووجه داعتراض کولومخکښی بیان کړی شوه (لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا) داپه اعتباردظاهرسره غایه دتختی ویستلوده اولام د غایة دپاره دی علت دپاره نه دی اوپه اعتباردخرق عادت معجزی سره کشتئ غرقه نه شوه اوحدیث کښی راغلی دی چه یو چنچړه راغله اودکشتئ په غاړه کیناستله اوپه مخوکی سره ئی اوبه دسمندر نه را واخستلی نوخضر علیه السلام اوئیل موسیٰ علیه السلام ته چه ځما او ستا علمونه راجمع شی نودهغی نسبت علم د اللّه تعالٰی ته داسی دی لکه ددی مرغئ مخوکه پوری چه کومی اوبه لگیدلی دی اونسبت ئی ټول سمندر ته واخلی - په دی کښی اشاره ده چه انبیاء علیهم السلام په علم کښی اللّه تعالٰی سره برابر نه شی کیدلی -
[۷۳،۷۲] په دی کښی یادول دخضرعلیه السلام دی موسیٰ علیه السلام ته وعده دهغه اودهغه دطرف نه عذر دنسیان پیش کړی شو، په دی کښی اشاره ده چه په نسیان باندی مواخذه او گناه نیشته او (وَلَا تُرْهِقْنِي مِنْ أَمْرِي عُسْرًا) سره اشاره ده چه څوک مواخذه کوی په نسیان سره نو هغه تنگسیاکوی -
[۷۴] هرکله چه دوی روغ او سالم ددریاب نه پوری لاړل نو نوجوانان ئی اولیدل چه هغوی لوبی کولی نوخضرعلیه السلام ددوی طرف ته لاړو اویو نوجوان ئی اونیولو اودهغه سرئی په گټه سره مات کړو اوبیاپه ځمکه باندی ئی واچوو اوذبح ئی کړو اوسرئی ترینه په لاس سره جداکړو (په دی توجیه سره دمختلفو روایتونو تطبیق اوشو) موسیٰ علیه السلام ته داهم خلاف دحکم شرعی نه ښکاره شوه ځکه چه په دی غلام باندی دا رتداد یادقصاص یابل حق شرعی اثبات په دلیل او گواهانوسره نه وؤ کړی شوی ددی وجی نه ئی زَكِيَّةً اوفرمائیل اوهرکله چه دشرعی نه خلاف ښکاره شوه نوبیائی اعتراض اوکړو -
فائده (۱): دا غلام دبعضی مفسرینوپه نیزنابالغ وړوکی وو اودلیل ئی دادی چه (زکیة) وئیلی شوی دی - اواکثراهل علم وائی چه دی بالغ وو ځکه چه روستو راځی چه په دی غلام کښی طغیان او کفروو - اودا دبالغ صفت وی اودارنگ قتل کول دنبی ده لره دلیل وو چه دی مستحق دقتل وو اونابالغ خو مکلف نه وی - اوپه دی مقام کښی امام سرخسی په مبسوط (ج:۱، ص:۳۰) کښی دامام طحاوی نه یوه محاکمه دقولینوذکر کړی ده هغه داده چه دا غلام دعمرپه لحاظ سره نابالغ وو اودعقل په لحاظ سره بالغ وو اوپه هغه زمانه کښی بلوغ په عقل سره معتبروو نه په عمرسره اوداقول غوره دی -
فائده (۲): په اول کښی ئی اوئیل امراً اوپه دوهم ځل کښی ئی اوئیل نُکراً په دی کښی فرق دادی چه امراً هغه کارته وائی چه لږناکاره او بدوی اونکراً دیته وائی چه بدی او ناکاره والی ئی ډیروی نوپه اول کرت څه نقصان اونه شو نوامراً‌ ئي اوئیل اوپه دوهم ځل کښی نقصان اوشو ځکه چه غلام قتل کړی شو نو لفظ دنکراً مناسب وو اودارنگ امراً هغه ځای مستعملیږی چه هیبت ئی ډیروی اگرچه واقع نه وی اونکراً هغه ځای مستعملیږی چه فساد ئی ښکاره شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>