قَالَ أَلَمْ ۷۰۲ الکهف

قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكَ إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا ﴿۷۵﴾ قَالَ إِنْ سَأَلْتُكَ عَنْ شَيْءٍ بَعْدَهَا فَلَا تُصَاحِبْنِي قَدْ بَلَغْتَ مِنْ لَدُنِّي عُذْرًا ﴿۷۶﴾ فَانْطَلَقَا حَتَّى إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَنْ يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَنْ يَنْقَضَّ فَأَقَامَهُ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا ﴿۷۷﴾

اوئیل هغه آیا مانه ؤو وئیلی تاته یقیناً‌ ته چیری طاقت نه لری ماسره دصبر کولو ﴿۷۵﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام که ما تپوس اوکړو ستانه دیوکار په باره کښی پس ددی نه پس مالره مه ملگری کوه یقیناً اوبه رسی ته د طرف زمانه عذر ته ﴿۷۶﴾
پس روان شول دواړه تردی چه کله راغلل (راورسیدل) یوکلی والوته نو خوراک ئی اوغوښتلو د اوسیدونکو دهغی نه نوهغوی انکار اوکړو چه میلمستیا ورکړی دی دواړو ته پس اوموندلو دوی په هغی کښی دیوال نزدی ؤو چه پریوتلی وی نونیغ ئی کړو اوئیل موسیٰ علیه السلام که تا غوښتی وی نواخستلی به دی وی په دی باندی مزدوری ﴿۷۷﴾

[۷۵] په دی ځای کښی ئی لَکَ لفظ زیات کړو دوجی دترقئ نه په غصه کښی -
[۷۶] (فَلَا تُصَاحِبْنِي) کښی اشاره ده چه دوه کرته انسان عذر قبلولی شی لیکن په دریم ځل بیاعذرختم شی - اوحدیث کښی راغلی دی چه رحم د اللّه تعالٰی دی وی په موسیٰ علیه السلام باندی چه صبرئی کړی وی (چه دا شرط ئی نه وی لگولی) نومونږبه نورعجائبات اوریدلی وی -
[۷۷] (اسْتَطْعَمَا) مراد ددی نه طلب دضیافت دی لیکن اطلاق دطعام ئی پری کړی دی اوروستوئی پری اطلاق د ضیافت کړی په دی کښی اشاره ده چه یوقسم خوراک مسمٰی کیږی په طعام سره چه نسبت ئی اوکړی خوراک کوونکوته اومسمٰی کیږی په ضیافت سره چه نسبت ئی اوکړی کوروالا ته -
فائده: دارنگ په فقه کښی په باره د طَعَام المَیَّت، کښی (چه بدعت قبیحه دی) د اتخاذالضیافة لفظ دی او د طعام الطعام لفظ هم مستعمل دی اومراد ترینه خوراک دمړی دکوره دی که په هرتعبیرسره ذکرکړی شی او بالاتفاق هغه بدعت اوکارد جاهلیت دی - په دی آیت کښی دلیل دی چه په وخت دلوږی کښی طلب دطعام جائزدی اودا منافی نه دی دحال دنبوت سره -
فائده: موسیٰ علیه السلام هرکله چه مدین ته اورسیدو دشعیب علیه السلام لونړو له ئی څاروی اوبه کړل نودهغوی نه ئی طعام نه طلب کوو اودلته ئی طلب اوکړو - په دی کښ اشاره ده چه انسان یواځی چه وی نوپه عزیمت باندی دی عمل کوی - لیکن چه ملگرو سره وی نودهغوی لحاظ په وجه باندی په رخصت طریقه دی عمل کوی - اوداهم کیدی شی چه هلته ئی لوږه ډیره نه وه نوطلب مناسب نه وو - اودلته لوږه زیاته وه نوددی وجی نه ئی طلب اوکړو اوپه دی کښی حکمت دادی چه هغه سفردهجرت وؤ بناوؤ صرف په رحمت او مدد د اللّه تعالٰی باندی اودلته سفردتادیب دی نوډیرمشقت ئی پری راوستلو - اودی کلی والوکښی بخل او لؤم وؤ لیکن لوی مانع ددوی شرک اوکفر وؤ چه خضرعلیه السلام ئی پیژندلو چه دی داعی دتوحید دی نودهغه نه ئی نفرت کوؤ (لَوْ شِئْتَ لَاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا) دلته داعتراض د موسیٰ علیه السلام مراد دا وو چه دا مشرک او لئیم قوم دی (اوخیال ئی دا وو چه دا دیوال ددوی دی) ددوی سره ولی احسان کوی بلکه دضرورت په بناباندی ددوی نه به دی اجرت اخستلی وی - دوهم مراد دادی چه هرکله ته ددیوالونو جوړولو طریقه باندی پوهیدی نوپه دی جوړولوبه دی اجرت اخستلی وی اوپه هغی باندی به مو طعام اخستلی وی طلب کولو ته ضرورت نه وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>