قَالَ أَلَمْ ۷۰۴ الکهف
وَأَمَّا الْغُلَامُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤْمِنَيْنِ فَخَشِينَا أَنْ يُرْهِقَهُمَا طُغْيَانًا وَكُفْرًا ﴿۸۰﴾ فَأَرَدْنَا أَنْ يُبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيْرًا مِنْهُ زَكَاةً وَأَقْرَبَ رُحْمًا ﴿۸۱﴾
اوهرچه ځوان ؤو نوؤو مور اوپلار دهغه مؤمنان نو اویریدلو مونږ چه اوبه غورځوی دی دواړه لره په زورپه سرکشئ اوکفرکښی ﴿۸۰﴾
نواغوښتله مونږ چه بدل به ورکړی دوی لره رب ددوی غوره دده نه په پاکئ (دعقیده اوعمل کښی) اوډیرنزدی په رحم کولو کښی (په موراوپلارباندی) ﴿۸۱﴾
[۸۰] ددی حاصل دادی چه داځوان سرکش کافروؤ اوموراوپلاردده مؤمنان وو نوویره داوه چه دی به په زورسره موراوپلار کافران او مشرکان کړی اودده نه خو امید دایمان راوړلو ختم شوی دی په دلیل دحدیث سره چه (الغلام الذی قتله صاحب موسیٰ طبع کافرًا) مفهوم دادی چه دی مهرزده کافروؤ - بعضی شارحین حدیث ددی حدیث په معنیٰ کښی خطا شوی دی هغه وائی چه داغلام کافرپیدا شوی ؤو اوداځکه خطا معنیٰ ده چه دقرآن آیت فطرة اللّه الّتی فطرالناس علیها او دحدیث کلو مولود یولد علی الفطرة سره تعارض راځی - اوپه دی کښی اشاره شوه چه هرموذی په مناسب طریقه سره ختمول په کاردی دپاره ددی چه مخلوق ئی دشرنه بچ شی (طُغْيَانًا وَكُفْرًا) دا دواړه صفتونه دهغه غلام وو نومفعول له دی یاطغیان دکفراود والدینومراد دی اوپه معنیٰ دعلی الطغیان والکفردی -
[۸۱] اشاره ده چه اللّه تعالٰی کله دشرپه ځای خیرپيدا کوی یعنی دشردلری کولو نیتجه خیروی اومفسرینوذکرکړی دی چه دغه موراوپلار له دده په بدل کښی اللّه تعالٰی لورورکړه اودهغی نکاح دیوپیغمبرسره اوشو اوځوی دهغه نه پیداشو اوهغه هم نبی وؤ - اوبعضووئیلی دی چه دهغی په نسل کښی دولس پیغمبران پیدا شول -