قَالَ أَلَمْ ۷۰۵ الکهف

وَأَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَامَيْنِ يَتِيمَيْنِ فِي الْمَدِينَةِ وَكَانَ تَحْتَهُ كَنْزٌ لَهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَنْ يَبْلُغَا أَشُدَّهُمَا وَيَسْتَخْرِجَا كَنْزَهُمَا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي ذَلِكَ تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسْطِعْ عَلَيْهِ صَبْرًا ﴿۸۲﴾ وَيَسْأَلُونَكَ عَنْ ذِي الْقَرْنَيْنِ قُلْ سَأَتْلُو عَلَيْكُمْ مِنْهُ ذِكْرًا ﴿۸۳﴾

اوهرچه دیوال ؤو نو وو دؤو هلکانو یتیمانو په ښارکښی اووه لاندی دهغی نه خزانه ددی دواړو او ؤو پلارددوی نیک سړی نواوغوښتله ستارب چه اورسی دوی ځوانئ خپلی ته او رااوباسی به خزانه خپله دوجی درحمت درب ستانه اونه دی کړی ما داکار په خپل اختیار سره دا حقیقت دهغه ؤو چه وس نه لرلو تاپه هغی باندی دصبرکولو ﴿۸۲﴾
اوتپوس کوی دوی ستانه په باره دذوالقرنین کښی اوایه خامخا بیانووم په تاسوباندی دهغه نه څه خبری دنصیحت ﴿۸۳﴾

[۸۲] حاصل ددی دادی چه ددی کلی عام خلق اگرچه مشرکان وؤ لیکن دا دیوال دمؤحدینو وو اوهغه یتیمان دی اوددی خزانه وه که دا دیوال غورځیدلی وی نوهغه خزانه به ښکاره شوی وی اوظالمانو ددی کلی په تالا کړی وی نودیتیمانودمال حفاظت دظالمانونه داد انبیاؤ کاردی - اوس هم ډیرظالمان شته چه دمسکینانو او یتیمانانو مالونه په ظلم سره خوری اهل حق علماؤ باندی لازم دی چه دا مسکینان او یتیمانان ددغه ظالمانو دلاس نه بچ کړی (وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا) دا علت دی دحفاظت د خزانی ددغه یتیمانانو یعنی جواب دسوال دی سوال دادی چه دنیا کښی ډیریتیمان شته اوحال دادی چه دهغوی دمال حفاظت شرعاً لازم نه دی - حاصل دجواب دادی چه مسئله داده چه اولاد نابالغ په حکم د والدینوکښی وی په احکام دنیویه کښی یعنی چه والدین کافروی نودا اولاد هم تبعاً په احکامودنیویه کښی کافروی اودهغوی دمال حفاظت لازم نه دی لیکن دا یتیمان چه وؤ ددوی پلار مؤحد مؤمن وؤ نودوی هم تبعاً مؤمنان وؤ ددی وجی نه ددوی د مال حفاظت شرعاً لازم دی - بعضی مبتدعین ددی نه استدلال کوی چه ددی آیت نه وسیله ثابت شوه - جواب دادی چه په دی کښی وسیله شرکیه او بدعیه نه ثابتیږی بلکه د مسئله شرعی په وجه سره ددوی د مال حفاظت اوکړی شو اودی ته وسیله وئیل جهالت دی هان کله اللّه تعالٰی دیوصالح په وجی سره دهغه په اولاد باندی اودهغه په تابعداری کوؤنکو رحم اوبرکت کوی (وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي) په دی کښی دشبهی اصل جواب دی لکه چه ابتدا ددی حصه کښی بیان شول یعنی که څوک شک یا استدلال کوی چه خضرعلیه السلام دکشتئ اودغلام اودخزانی یعنی د راتلونکی حالاتو نه څنگه خبروؤ - نوجواب اوشو چه دا هغه په خپل اختیاراوعلم سره نه دی کړی -
فائده ۱: آیت ۷۸ کښی تستطع په تاسره ذکر دی اوپه دی آیت کښی تسطع دی بغیردتانه ددی حکمت دادی چه هرکله جوابونه نه وؤ شوی نوپه موسیٰ علیه السلام باندی ثقل وو اوزیادت دحرفونو دلالت کوی په ثقل معنوی باندی - اوهرکله چه جوابونه اوشول نوپه موسیٰ علیه السلام باندی تخفیف اوشوپه حرفونوکښی تخفیف په دی باندی دلالت کوی -
فائده ۲: د کشتئ په باره کښی اردت ذکردی اودغلام په باره کښی خیرورکولودپاره اردناذکردی اودجدارداصلاح په باره کښی ارادربک ذکردی؟ ددی حکمت دادی چه په کشتئ کښی صرف د عیب پیداکولو ذکردی نوخضرعلیه السلام دهغی نسبت کول اللّه تعالٰی ته مناسب اونه گنړل نوصرف ځان ته ئی نسبت اوکړو اودجدارجوړول صرف خیردی نودهغی نسبت د اللّه تعالٰی سره مناسب دی اوهرچه غلام قتل اودهغی بدل کښی دخیراولاد ورکول په دی کښی په یوجهت سره خیردی اوبل جهت سره شردی نودهغی نسبت ئی په طریقه داشتراک سره اوکړو -
[۸۳] ددی آیت نه تر (۱۰۱) پوری څلورمه حصه ده په دی کښی جواب دشبهی دهغه چا دی چه دلیل نیسی په احوالود ذوالقرنین سره په قدرت او تصرفات دهغه دا سوال هم مشرکانو او یهودیانو په دی وجی سره کړی وؤ چه په هغوی کښی د ذوالقرنین کرامات مشهوروؤ اودا دوی دهغه قدرت گنړلو - حاصل دجواب دادی چه ذوالقرنین په دی ټولو اموروکښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ - ددی وجی نه قاصروؤ دبعضی لغاتونه په هغی نه پوهیدو لکه په (۹۳) کښی راځی اومحتاج وو امداد دخلقوته لکه په (۹۵) کښی بیاتخویف اخروی دی د (۹۸) نه تر (۱۰۱) پوری (ذِكْرًا) بیان دواقعی د ذوالقرنین ئی مسمیٰ کړو په ذکرسره چه په دی کښی تذکیراونصیحت دی - اود ذوالقرنین په نوم کښی دوه قولونه دی مشهورقول دمورخینو دادی چه دده نوم اسکندروؤ اوفارسی وؤ اود ابراهیم علیه السلام سره ئی یوځای طواف دبیت اللّه کړی وو او خضرعلیه السلام دهغه وزیروؤ اوپه دی وجی سره دخضر علیه السلام دواقعی نه روستودده واقعه ذکرکوی اودوهم قول دادی چه دده نوم سائرس وؤ اوداسی ابوالکلام آزاد په تفسیرترجمان القران کښی دتاریخ په واسطی سره ثابت کړی ده هان کوم اسکندرچه ابن قیلیس المقدونی یونانی او رومی دی نودهغه وزیرارسطو کافروؤ هغه دلته مراد نه دی اود ذوالقرنین په لقب کښی ډیراقوال دی غوره قول دادی چه ددنیا دوه بادشاهئ لوی دده دتسلط دلاندی راغلی وی یوروم او بل فارس -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>