قَالَ أَلَمْ ۷۰۶ الکهف

إِنَّا مَكَّنَّا لَهُ فِي الْأَرْضِ وَآتَيْنَاهُ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا ﴿۸۴﴾ فَأَتْبَعَ سَبَبًا ﴿۸۵﴾ حَتَّى إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِي عَيْنٍ حَمِئَةٍ وَوَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا قُلْنَا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِمَّا أَنْ تُعَذِّبَ وَإِمَّا أَنْ تَتَّخِذَ فِيهِمْ حُسْنًا ﴿۸۶﴾

یقیناً طاقت ورکړی ؤو مونږده لره په ځمکه کښی اوورکړی ؤو مونږده ته دقرقسم نه سامان دضرورت ﴿۸۴﴾
پس روان شو په لار (دمغرب) ﴿۸۵﴾
تردی چه اورسیدلوځای دپټیدلو دنمرته او اومندلو هغه چه پټیدلو په دریاب تورکښی اواومندلو دهغی په خواکښی یوقوم اوئیل مونږ ای ذوالقرنین یا عذاب ورکړه دوی له اویا داچه اونیسه ددوی په باره کښی ښه لار ﴿۸۶﴾

[۸۴] په دی کښی اشاره ده چه دهغه تمکین اودهغه هرقسم اسباب داد اللّه تعالٰی دطرف نه وؤ - تمکین فی الارض نه مراد په ځمکه کښی طاقت او بادشاهی ورکول دی چه په دشمنانوباندی غالب وی (وَآتَيْنَاهُ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا) نه مراد اسباب او ذریعی دی دضروریاتو دفتح او د غلبی -
[۸۵] ددی یومعنیٰ داده چه روان شوپه یولارباندی یعنی مغربی طرف ته اودا گرځیدل دده هجرت دی دپاره دغالب کولو ددین حق - نوروان وو مغرب طرف ته اوهرکلی کښی دعوت دحق ئی ورکوؤ - اوچاچه به مخالفت کوو نودهغه سره به ئی جنگ کوؤ - دوهمه معنیٰ داده چه استعمال ئی شروع کړو دبعضی اسبابو او ذرائعو طرف دمغرب ته -
[۸۶] مراد دمغرب الشمس نه اخری مقام د غروب الشمس نه دی اونه دا امکان لری اودلیل پری دادی (تَغْرُبُ فِي عَيْنٍ حَمِئَةٍ) یعنی نمر خو دځمکی څخه په څوچنده سره غټ دی نوپه یو سمندرکښی هغه څنگه غائب کیدی شی - بله مراد دادی چه دبحر اسود کناری ته اورسیدو هلته چه انسانان بهرته گوری نوظاهرکښی معلومیږی چه دا نمرپه سمندرکښی غائب کیږی ( عَيْنٍ حَمِئَةٍ) ددی نه مراد بحر اسود دی اوداقوم او ملک دیونان مراد دی اودیته لیډیا وئیلی کیدلو دفارس نه تردغه ملک پوری تقریباً څوارلس سوه میله فاصله وه دذوالقرنین په نبوت کښی اختلاف دی څوک چه وائی چه نبی وؤ نو قُلنَا په طریقه دوحی سره دی اوڅوک چه وائی ولی وؤ نوقُلنَا په طریقه د الهام سره دی (إِمَّا أَنْ تُعَذِّبَ) مراد دادی چه هغه له ئی پوره تمکین او اختیار ورکړو په باره دهغه قوم کښی، اوعذاب نه مراد قتل کول اوقید کول دی او د (حُسْنًا) نه مراد احسانی پریخودل یاپه فدیه سره معاف کول دی لکه په دی قول کښی (فَاِمَّامَنَّا بَعْدُ) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>