قَالَ أَلَمْ ۷۰۷ الکهف
قَالَ أَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهُ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَى رَبِّهِ فَيُعَذِّبُهُ عَذَابًا نُكْرًا ﴿۸۷﴾ وَأَمَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُ جَزَاءً الْحُسْنَى وَسَنَقُولُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْرًا ﴿۸۸﴾ ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا ﴿۸۹﴾ حَتَّى إِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلَى قَوْمٍ لَمْ نَجْعَلْ لَهُمْ مِنْ دُونِهَا سِتْرًا ﴿۹۰﴾ كَذَلِكَ وَقَدْ أَحَطْنَا بِمَا لَدَيْهِ خُبْرًا ﴿۹۱﴾ ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا ﴿۹۲﴾
ده اوئیل هرڅوک چه په ظلم (شرک) کښی پاتی شو نوزربه عذاب ورکړو ده لره (په دنیاکښی) بیابه پیش کړی شی خپل رب ته (پس دمرگه) نوعذاب به ورکړی ده ته سخت عذاب ﴿۸۷﴾
اوهرچاچه ایمان راوړو اوعمل ئی اوکړو دسنت برابر نوده لره جنت دی دجزاپه لحاظ اوضروروایو به ده ته دکارددین زمونږنه آسان ﴿۸۸﴾
بیا روان شو په بله لارباندی ﴿۸۹﴾
ترهغی چه کله اورسیدو ځای دختلو دنمرته اوئی لیدلو چه راختلو په داسی قوم باندی نه وه ورکړی مونږ دوی ته دنمرمخی ته هیڅ پرده ﴿۹۰﴾
دغسی (کارئی اوکړو ددوی سره په شان دمخکی قوم) اویقیناً راگیرکړی ؤو مونږ هغه سامانونه چه دده سره ؤو په علم خپل کښی ﴿۹۱﴾
بیاروان شو په بله لارباندی ﴿۹۲﴾
[۸۷] یعنی ذوالقرنین دعدل نه کارواخست چه څوک پس ددعوت دتوحید نه په کفراوشرک باندی باقی پاتی وی نوهغوی له به د قتل اوقیدولو سزا په کښی ورکووم اواخرت کښی به اللّه تعالٰی سخته سزا ورکړی -
[۸۸] اوچاچه توحید اومنواوعمل کښی اخلاص اواتباع دسنت اوکړه نوهغه لره جزاء دحسنیٰ ده او (الْحُسْنَى) نه مراد جنت دی په آخرت کښی (جَزَاءً) تمیزدی یاحال دی (يُسْرًا) یعنی په دنیاکښی په ده باندی تکلیف مالایطاق نشی کیخودلی ځکه چه لایکلف اللّه نفسا الاوسعها، اوالدین یسر -
[۸۹] بیا روان شو په بله لار یعنی دمشرق طرف باندی اوهرکلی کښی دعوت ددین ئی کولو -
[۹۰] دلته هم مراد دمطلع شمس نه عین مشرق نه دی ځکه چه هغی ته رسیدل امکان نه لری بلکه داسی ځای ته اورسیدو چه آبادی ختم وه اومطلع شمس ته نزدی علاقه وه اوداخلق وحشی قبائل وؤ اودمکران او دباختریا اوسیدونکی وؤ (لَمْ نَجْعَلْ لَهُمْ مِنْ دُونِهَا سِتْرًا) یعنی آبادئ نه وی اونه ونی وی چه دوی پری پټ شوی وی اکثربه دوی په غارونوکښی اوسیدل -
[۹۱] (كَذَلِكَ) مراد دادی چه دلته ئی داسی حکم اوکړو لکه څنگه چه په مغرب الشمس کښی کړی وؤ (وَقَدْ أَحَطْنَا بِمَا لَدَيْهِ خُبْرًا) اشاره ده چه دده اسباب او مواد دومره ډیروو چه یو اللّه تعالٰی دهغی په حال علم لرلو -
[۹۲] یعنی روان شوپه لاردشمال باندی اولار دجنوب ئی نه ده ذکرکړی ددی وجی نه چه په هغه زمانه کښی جنوب طرف ته آبادی نه وه یاهغی طرف ته رسیدل گران وو -