قَالَ أَلَمْ ۷۰۸ الکهف

حَتَّى إِذَا بَلَغَ بَيْنَ السَّدَّيْنِ وَجَدَ مِنْ دُونِهِمَا قَوْمًا لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ قَوْلًا ﴿۹۳﴾ قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَنْ تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا ﴿۹۴﴾ قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا ﴿۹۵﴾ آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ حَتَّى إِذَا سَاوَى بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انْفُخُوا حَتَّى إِذَا جَعَلَهُ نَارًا قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا ﴿۹۶﴾

ترهغی پوری چه اورسیدو مینځ ددوه غرونو ته اوئی مندلو دهغی نزدی یوداسی قوم چه نه ؤو نزدی چه پوهه شوی وی په وینا باندی ﴿۹۳﴾
دوی اوئیل (دترجمان په واسطه) ای ذوالقرنین یقیناً‌ یاجوج ماجوج ورانی کؤونکی دی په دی ملک کښی نو آیا راجمع کړو تالره خرچه چه جوړکړی ته په مینځ زمونږ اوددوی کښی دیوال ﴿۹۴﴾
هغه اوئیل هغه چه طاقت راکړی دی مالره دهغی په وجه رب ځما غوره دی نومدد اوکړئ ځما په قوت (دسړوسره) جوړبه کړم ستاسو او ددوی تر منیځ دیوال ﴿۹۵﴾
راوړئ ماته ټکړی (جوړی شوی) داوسپنی تردی چه برابرکړلی په مینځ دسرونو دغرونوکښی ده اوئیل ښه ئی اوپوکئ تردی پوری چه هغه دیوال ئی داورپه شان کړوده اوئیل راوړی ماته چه واړوم په دی باندی تانبه (ویلی کړی شوی) ﴿۹۶﴾

[۹۳] (السَّدَّيْنِ) نه مراد دوه غرونه دی اوپه دی نوم سره ددی وجی نه مسمٰی شوی دی چه هغه هم دیاجوج ماجوج دبندش دپاره قدرتی دیوالونه دی صرف مینځ ئی خالی وو - داقوم د ذوالقرنین په ژبه نه پوهیدل دا دلیل دی چه ذوالقرنین په هرڅه علم نه لرلو نو څرنگه د اللّه تعالٰی سره شریک جوړیدلی شی - (قَوْمًا) دا قوم دوه قسمونه وو یوپه مشرق دبحرخذر باندی چه هغوی ته کاسپین وئیلی کیدل اوبل قسم ته کولشی وئیلی کیدل چه کاکیشیا سره نژدی وؤ -
[۹۴] (يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ) دوه قومونه د اولاد دیافث بن نوح علیه السلام نه دی اود بافث په اولاد کښی ترک، صقلاب، چین وغیره هم داخل دی، اوداټول مبادی دفساد دی لیکن دیاجوج ماجوج فساد ددوی نه زیات دی اود یورپ‌ په اصطلاح کښی دوی ته گاگ لیگاگ وئیلی کیږی اوددوی په باره کښی احادیث صحیحه هم راغلی دی اوددوی راتلل دقیامت دقریبی علاماتو نه دی اوکله چه ددوی ددیوال نه را اوځی نوکیدی شی چه چین روس وغیره ټول مفسدان به ددوی په ملگرتیا کښی وی ځکه دا تول په نسبت کښی شریک دی اوپه ټول عالم کښی به سیوا د حجازمقدس نه فساد خورکړی (فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا) په دی کښی اشاره ده چه رعیت له په کاردی چه داجتماعی فائدی دپاره بادشاه نه مدد غواړی -
[۹۵] آیت کښی اشاره ده چه صالح بادشاه درعیت نه بلاضرورت مالونه نه آخلی ځکه چه په دی کښی د رعیت تخریب دی هان دهغوی نه بدنی معونت طلب کول جائزدی دضرورت مطابق (سَدًّا) مطلق دیوال ته وئیلی کیږی - اوردم هغه دیوال ته وائی چه اجزائی دیوبل سره متصل کړی شی چه ښه مضبوط شی اوپه دی دیوال جوړولوکښی اشاره ده چه په بادشاه لازم دی چه دخپل رعیت حفاظت اوکړی اودملک نه د مفسدانو سد باب اوکړی اوپه خپل ملک کښی امن راولی -
[۹۶] داوسپنی بلاکونه ئی جوړ کړل - هغه ئی دیوبل دپاسه په داسی طریقی سره سواره کړل چه دغرونوسرونوسره دیوال برابرشو - نوتانبه ئی ویلی کړی وه اودا اوسپنی ئی په اورسره ښه سری کړی نوویلی کړی تانبه ئی په درزونودهغی کښی واچوله نوهرکله چه دیوال سوړشو نوټوله تانبه دهغه په مینځ کښی منجمده شوه اوکلک دیوال جوړ شو - تاریخ والو لیکلی دی چه د کاکیشا نزدی په دره داریال کښی یوزوړ دیوال دی اوهغه ته سدُّ حدیدی وئیلی کیږی ابن جریردبعضو بادشاهانو واقعات ذکرکړی دی چه هغوی ددی په تفتیش کښی کسان لیږلی وؤ اوهغوی لیدلی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>