قَالَ أَلَمْ ۷۱۴ مریم
يَا زَكَرِيَّا إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ اسْمُهُ يَحْيَى لَمْ نَجْعَلْ لَهُ مِنْ قَبْلُ سَمِيًّا ﴿۷﴾ قَالَ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا وَقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِيًّا ﴿۸﴾ قَالَ كَذَلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْئًا ﴿۹﴾ قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِي آيَةً قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَ لَيَالٍ سَوِيًّا ﴿۱۰﴾ فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ مِنَ الْمِحْرَابِ فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ أَنْ سَبِّحُوا بُكْرَةً وَعَشِيًّا ﴿۱۱﴾
ای زکریا یقیناً مونږ زیری درکؤو تاته په هلک سره چه نوم د هغی یحیٰ دی نه دی گرځولی مونږ ده لره ددی نه مخکښی همنامی ﴿۷﴾
ده اوئیل ای ربه په څه طریقه سره به ځما هلک وی اوده ښځه ځما شنډه شوی اویقیناً رسیدلی یم زه د بوډاوالی نه آخری حد ته ﴿۸﴾
اوئیل دغه شان به وئیلی دی ستا رب چه دا کارپه ما باندی آسان دی اویقیناً ما پیدا کړی وی ته پخوا اونه وی ته هیڅ څیز ﴿۹﴾
اوئیل ده ای ربه ځما اوگرځوه مالره نخه اوئیل نخه ستا داده چه خبری به نه شی کولی خلقو سره دری شپی او حال دا چه روغ به ئی ﴿۱۰﴾
پس را اُوتلو (ښکاره شو) قوم ته دعبادت خانی نه نوپه اشاره سره ئی اوئیل دوی ته چه تسبیح وائی صبائی بیگائی ﴿۱۱﴾
[۷] یعنی دعا د زکریا علیه السلام قبوله شوه اوپه بشارت کښی دری امور ذکردی اول بشارت دولد، دوهم تسمیه د اللّه تعالٰی دطرف نه په یحیٰ سره او دریم په دی قول کښی چه (لَمْ نَجْعَلْ لَهُ مِنْ قَبْلُ سَمِيًّا) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ داده چه نوم د یحیٰ دده نه مخکښی دبل چا نه وو اودوهمه معنیٰ داده چه د اللّه تعالٰی دطرف نه داسی نوم بل چاله نه وؤ کیښودلی شوی -
[۸] په دی کښی مقصد د زکریا علیه السلام انکار کول نه دی بلکه طلب کول دی دطریقی دولادت لکه چه تیرشوی دی په تفسیرد سورة ال عمران کښی په دی سورة کښی پوره تفصیل مقصد دی ددی وجی نه اول مانع د ولادت ئی ذکر کړو چه شنډوالی د ښځی دی او په سورة ال عمران کی برعکس ذکر کړی دی یعنی اول ئی د خپل ځان ذکر کړی دی -
[۹] (كَذَلِكَ) کښی اشاره ده چه ته اوستا بی بی په حالت دبوډاوالی کښی به ئی لیکن اللّه تعالٰی به اولاد درنه پیدا کړی (وَقَدْ خَلَقْتُكَ) په دی کښی اشاره ده چه پیدا کول د یحیٰ قیاس دی په پیداکولو دزکریا علیه السلام روستو دنیشتوالی نه (شَيْئًا) یعنی داسی څیزچه یاد شی په خاص نوم سره -
[۱۰] په دی کښی طلب کول دزکریا علیه السلام دی خاص نښی لره دپاره دولادت د اولاد او داددی دپاره چه د ولادت نه مخکښی شکرډیر ادا کړی (أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ) په دی کښی دوه توجیه دی اول داچه ستاژبه به بنده شی نوپه اشاره به خبری کوی دوهم داچه ته به منع کړی شی دخبرونه اوداهم روژه ده په دین دهغوی کښی که دشپی وی یا د ورځی - په سورة ال عمران (۴۱) کښی ایام لفظ ذکر وؤ اشاره وه چه شپه او ورځ دواړه دی اوسورة مریم مخکښی نازل شوی دی د سورة ال عمران نه نو دلته ئی اول وخت ذکرکړو چه شپه ده ځکه شپه په ورځ باندی مخکښی ده اود ورځی اشاره ښکاره کیږی اودشپی نه ښکاری ددی وجی ئی هلته دورځو سره الاً رمزاً ذکر کړی دی -
[۱۱] مراد دادی چه زکریا علیه السلام دکلام کولو نه ژبه بنده کړه نوبیا دعوت ددین ئی په اشاره سره کولو (الْمِحْرَابِ) مراد ددی نه هغه اوچت مکان دی چه مختص وؤ په امام پوری په دین د بنی اسرائیلو کښی اودی ته محراب ځکه وائی چه په دی کښی محاربه کیږی دشیطان او شهواتوسره - دا محراب دزمونږزمانی مراد نه دی (بُكْرَةً وَعَشِيًّا) کښی هروخت مراد دی لیکن دا دوه وختونه ډیرافضل دی ددی وجی نه تخصیص ئی اوکړو -