قَالَ أَلَمْ ۷۱۵ مریم

يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا ﴿۱۲﴾ وَحَنَانًا مِنْ لَدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيًّا ﴿۱۳﴾ وَبَرًّا بِوَالِدَيْهِ وَلَمْ يَكُنْ جَبَّارًا عَصِيًّا ﴿۱۴﴾ وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا ﴿۱۵﴾ وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا ﴿۱۶﴾ فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا ﴿۱۷﴾

(اوئیل مونږ) ای یحیٰ اونیسه کتاب په کلکه سره او ورکړی وه مونږ ده ته پوهه ددین په وړوکوالی کښی ﴿۱۲﴾
اوترس کول (په خلقوباندی) زمونږ دطرف نه اوپاکوالی اودی ؤو تقویٰ دار ﴿۱۳﴾
او احسان کؤونکی دموراوپلارسره اودی نه ؤو زیاتی کؤونکی (په خلقو) اونافرمان (داللّه تعالٰی) ﴿۱۴﴾
او سلامتیا ده د اللّه تعالٰی دطرف نه په ده باندی په کومه ورځ چه پیداشو اوکومه ورځ چه مړکیږی اوکومه ورځ چه دوباره به ژوندی کیږی ﴿۱۵﴾
اوبیان کړه (دنصیحت په طور) په کتاب د اللّه تعالٰی کښی واقعه دمریم کله چه په ډډه شوه دکورنئی خپلی نه یومکان نمرخاته طرف ته ﴿۱۶﴾
نو جوړه ئی کړه ددوی نه دبچ کیدلودپاره پرده نو اولیږلو مونږهغی ته روح دخپل طرف نه (جبرئیل) جوړئی کړو هغی ته شکل دبنده برابر ﴿۱۷﴾

[۱۲] په کلام کښی حذف دی دپاره د اختصار یعنی یحیٰ علیه السلام لس صفات ذکرکړی شوی دی - اولنی دا وو چه (وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا) الکحم نه مراد ددین پوهه ده او ابن عباس رضی اللّه عنهم نه روایت دی چاچه قرآن اولوستلو مخکښی دبلوغ نه نوپه هغه په دی صفت کښی داخل شو اویو روایت کښی راغلی دی چه یحیٰ علیه السلام ته یو ځلی هلکانو اوئیل راځه چه لوبی کوؤ نو هغه جواب ورکړو چه مونږ دلوبودپاره نه یو پیدا کړی شوی -
[۱۵،۱۴،۱۳] په دی آیتونوکښی باقی نهه صفات ذکرکړی شوی دی (وَسَلَامٌ عَلَيْهِ) مراد دسلام نه سلام دی د اللّه تعالٰی اوسلامتیا ورکول دی او ددی دریو حالاتو ذکرئی ځکه اوکړو چه انسان په دی دریو حالاتوکښی ډیرضعیف او محتاج وی اللّه تعالٰی ته اودا صفتونه ټول دلالت کوی په عبدیت د یحیٰ علیه السلام باندی -
[۱۶] دا واقعه دمریم اود عیسیٰ علیه السلام ده دپاره دجواب شبهی دمشرکینو اونصاریٰ! شبه داده چه دمریم او د عیسیٰ علیهما السلام نه ډیر عجیبه او ناآشنا امور ښکاره شوی دی معلومیږی چه دوی متصرف او حاجت روا دی - حاصل دجواب دادی چه مریم کښی عجزاوعبدیت وؤ پناهی په رحمان سره طلب کوی، جبرائیل نه پیژنی، مخاض پری راغلی دی، تمنادموت ئی کړی ده، نذردرحمان دپاره کړی دی دا ټول دلیلونه دی عجزد هغی او عیسیٰ علیه السلام وئیلی دی اِنی عبداللّه اونبی یم مبارک یم، اوپه عباداتوسره ماموریم اوسلامتیا کښی اللّه تعالٰی ته محتاج یم اووئیلی دی (وَإِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ) دا ټول دلیلونه دی دعبدیت او دعجز د عیسیٰ علیه السلام نوهغوی متصرف اوحاجت روا نه شی کیدی (وَاذْكُرْ) نه مراد بیان دواقعی د مریم علیها السلام دی دپاره دتذکیرد توحید - اوانتباذ مکان شرقی ته دپاره دعبادت کولووؤ - اودمکان شرقی تخصیص دوجی دافضلیت نه نه وؤ دا اتفاقی وؤ لیکن نصاریٰ په بدعت کښی اخته شول اودا مکان شرقی ئی چه مولد د عیسیٰ علیه السلام دی ددی نه ئی قبله جوړه کړه -
[۱۷] زنانه باندی حجاب فرض دی ددی وجی هغی حجاب ځان ته جوړکړو (رُوحَنَا) ددی نه مراد جبرائیل علیه السلام دی (فَتَمَثَّلَ) دلیل دی چه ملائکوته اللّه تعالٰی دا قوت ورکړی دی چه دانسان په شکل سره متشکل کیږی اوجبرائیل دبشرپه شکل کښی ځکه راغلوچه بغیردتمثیل نه د انسان په نظر کښی راتللی نه شی دلته چاچه دروح نه مراد روح د عیسیٰ علیه السلام اخستی اوهغه دبشرپه شکل پیدا کیدل ئی مراد کړی دی نودا قول صحیح نه دی ابن کثیرهغی ته غریب منکر او اسرائيلی روایت وئیلی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>