قَالَ أَلَمْ ۷۱۶ مریم
قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَنِ مِنْكَ إِنْ كُنْتَ تَقِيًّا ﴿۱۸﴾ قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَامًا زَكِيًّا ﴿۱۹﴾ قَالَتْ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا ﴿۲۰﴾
هغی اوئیل یقیناً زه پناهی غواړم په رحمان سره ستا نه که ته ئی تقویٰ دار (نوپه ډډه شه) ﴿۱۸﴾
اوئیل هغه یقیناً زه رالیږلی شوی یم ستا درب دطرف نه (هغه وائی) چه اوبخم تاته ځوی پاک ﴿۱۹﴾
هغی اوئیل څنگه به وی ځمادپاره ځوی اولاس نه دی لگولی ځما سره هیڅ بنده اونه یم زه بدکاره ﴿۲۰﴾
[۱۸] معلومه شوه چه مریم په غیب نه پوهیدله نو جبرائیل ئی اونه پیژندلو - اودارنگ په تعوذکښی اللّه تعالٰی ته محتاج ده (إِنْ كُنْتَ تَقِيًّا) ددی جزاء حذف ده معنیٰ داده که ته د اللّه تعالٰی نه ویریږی نوځما نه په ډډه شه یا تقیا په معنیٰ د عقلمند دی (بِالرَّحْمَنِ) رحمٰن، صفت ددوی په نیزمشهور وؤ -
[۱۹] لفظ درسول دلیل دی چه (لِأَهَبَ) کلام د اللّه تعالٰی دی ځکه چه رسول کلام دمرسل ذکرکوی ددی وجی نه هبه کوونکی د اولاد اللّه تعالٰی دی، جبرائیل نه دی اوپه دی کښی (لِهَبَ) قراءة هم ثابت دی -
[۲۰] داقول ددی په طوردتعجب سره دی اووجه دتعجب روستو ذکرکړی ده یاطلب دکیفیت دی اودا تعجب په اعتبار عادت سره دی -