قَالَ أَلَمْ ۷۱۷ مریم
قَالَ كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُ آيَةً لِلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِنَّا وَكَانَ أَمْرًا مَقْضِيًّا ﴿۲۱﴾ فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهِ مَكَانًا قَصِيًّا ﴿۲۲﴾ فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ إِلَى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا وَكُنْتُ نَسْيًا مَنْسِيًّا ﴿۲۳﴾ فَنَادَاهَا مِنْ تَحْتِهَا أَلَّا تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا ﴿۲۴﴾ وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا ﴿۲۵﴾ فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنْسِيًّا ﴿۲۶﴾
اوئیل هغه دغسی ئی (لکه چه دی اوئیل) وئیلی ستا رب داکارپه ما باندی آسان دی اوپیدا کوؤ دی هلک لره نښه دقدرت دپاره دخلقو اورحمت زمونږ دطرف نه اودی داکار فیصله کړی شوی ﴿۲۱﴾
پس په خیټه کښی واخست دا بچی پس په ډډه شوه په سبب ددغه حمل داسی ځای ته چه لری وو دخلقونه ﴿۲۲﴾
نومجبوره کړه هغی لره درد دپیدائش نو (تکیه ئی اوکړه) تنی د کجوری ته اوئیل دی هائ ارمان دی مړه وی زه وړاندی ددی نه اووی زه هیره تیره ﴿۲۳﴾
نوآواز ورکړو دی ته (هغه رسول) دکوز ځای نه چه مه خفه کیږه یقیناً پیدا کړی ده ستارب کوزځای کښی ستانه روانه چینه ﴿۲۴﴾
او خوزوه ځان ته تنه دکجوری را غورځوی به په تاباندی کجوری تازه انړولی شوی ﴿۲۵﴾
پس خوره اوڅکه اویخی لره سترگی پس که اولیدلو تا دبندگانونه څوک نواوایه چه ما منخته کړی ده درحمان دپاره روژه (چپ والی) نوخبری نه کؤوم نن دهیڅ انسان سره ﴿۲۶﴾
[۲۱] (كَذَلِكِ) کښی اشاره ده څنگه چه اوس ئی په داسی حال کښی به ستانه ولادت کیږی یعنی بغیر ددی نه چه تاته څوک نزدی شی (وَلِنَجْعَلَهُ) ددی نه مخکښی نَخلُقُهُ لفظ مقدر دی (رَحْمَةً) مراد ددینه نبوت والا دپاره دبیان دتوحید دی (وَكَانَ أَمْرًا مَقْضِيًّا) کلام د جبرائیل دی مریم ته په اخبار د اللّه تعالٰی دی نبی ﷺ ته -
[۲۲] پس په خیټه کښی واخست دا بچی پس په ډډه شوه په سبب ددغه حمل داسی ځای ته چه لری وو دخلقونه -
[۲۳] دا دلیل دی چه په نفخ پسی زر حمل ښکاره شو اوپه حمل پسی سمدستی ولادت شوی دی اوبل قول دادی چه حمل نهه میاشتی په گیډه باندی وو په شان دعام عادت دزنانو (جِذْعِ النَّخْلَةِ) اودا په بیت اللحم مقام کښی ده دبیت المقدس نه اته میله لری اودا مشهورقول دی (يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا) شبه داده چه تمنا دموت منع ده نومریم علیها السلام ولی دا تمنا کړی ده؟ اول جواب دادی چه دا اویریده چه ځماپه دیندارئ باندی طعن لگی اودافتنه ده اود خوف ددینی فتنی په وجه تمنا دموت جائزده - دوهم جواب دادی چه دا اویریده چه ځما په وجی سره به قوم په بهتان اوپه گناه کښی اخته شی نوپه دی لحاظ سره تمنا دموت جائزده -
[۲۴] (فَنَادَاهَا) فاعل جبرائیل دی چه دمریم علیها السلام نه ښکته بل مقام ته منتقل شوی وؤ اودوهم قول دادی چه عیسیٰ علیه السلام پیدا شو نوهغه دا آواز مور ته ورکړو اول قول غوره دی اودا آواز ددی نه مخکښی مخاطبه د جبرائیل علیه السلام دمریم علیها السلام سره دا کرامات د مریم علیها السلام دی خودهغی په اختیارکښی نه وو (سَرِيًّا) په معنیٰ دنهر داوبو دی یعنی روانی اوبه روستو وَاشربی په دی دلیل دی یا مراد ددینه سردار دی یعنی عیسیٰ علیه السلام اول قول غوره دی -
[۲۵] دا هم کرامات د مریم علیها السلام دی چه د اوچی تنی دکجوری نه تازه میوه راپریوځی - او هزّی کښی اشاره ده چه درزق دپاره ضرور څه حرکت او کسب په کاردی اوورکوی ئی اللّه تعالٰی اوعمربن میمون نه نقل دی چه تازه دکجوری دزنانه دپاره په وخت دپیدائش دبچی ډیربهترڅیز دی -
[۲۶] اشاره ده چه دنفاس په حالت کښی رطب او اوبه استعمالول مفید دی دزنانودپاره - اودقوم دطعن نه دبچ کیدلودپاره ورته طریقه اخودله (فَقُولِي) نه مراد په اشاره سره وئیل دی (صَوْمًا) نه مراد صمت (چپوالی) دی اوصمت په شریعت دهغوی کښی عبادت وؤ ددی وجی نه په نذرسره لازمیږی او زمونږملت کښی په روژه کښی دکلام قبیح ترک لازم دی اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه نذرپه اللّه تعالٰی پوری خاص دی او دا دصالحینودی عمل دی -