قَالَ أَلَمْ ۷۱۸ مریم

فَأَتَتْ بِهِ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُ قَالُوا يَا مَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْئًا فَرِيًّا ﴿۲۷﴾ يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا ﴿۲۸﴾ فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ قَالُوا كَيْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِي الْمَهْدِ صَبِيًّا ﴿۲۹﴾ قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا ﴿۳۰﴾ وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنْتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا ﴿۳۱﴾

نو راوړو هغه بچی قول خپل ته په غیږکښی را اوچت کړی ؤو دوی اوئیل ای مریم یقیناً راتلل دی اوکړل (اودکړلو) په کارډیرناآشنا سره ﴿۲۷﴾
ای خور دهارون نه وؤ ستاپلار سړی ناکاره اونه وه ستامور بدکاره ﴿۲۸﴾
نوهغی اشاره اوکړه بچی طرف ته نودوی اوئیل څنگه خبری اوکړو مونږهغه چاسره چه دی په غیږکښی وړوکی بچی ﴿۲۹﴾
اوئیل بچی یقیناً زه د اللّه تعالٰی بنده یم راکوی به ماته کتاب اوجوړوی ما پیغمبر ﴿۳۰﴾
او جوړوی به ما فائده مند هرځای چه یم زه اوحکم به کوی ماته د مانځه او د زکوٰة ترڅوپوری چه یم زه ژوندی ﴿۳۱﴾

[۲۷] هرکله چه ددی تسلی اوشوه نو عیسیٰ علیه السلام ئی په غیږ کښی را اوچت کړو اوقوم ته راغله نوهغوی پری اول انکار اوکړو -
[۲۸] په دی کښی په هغی باندی دطعن کولو تاکید ئی اوکړو چه تا په دی عمل صرف ځان نه بلکه موراوپلار هم اوشرمول (يَا أُخْتَ هَارُونَ) دحدیث مسلم نه په روایت دمغیرة بن شعبه رضی اللّه عنه سره معلومیږی چه دا هارون په دغه زمانه کښی یونیک سړی وؤ نودوی دمریم تشبیه په صلاحیت کښی دهغه سره اوکړه اوبل قول دادی چه مریم علیها السلام دهارون علیه السلام په اولاد کښی وه اود اخ او اخت اطلاق په نسل باندی هم کیږی اوڅوک چه داسی وائی چه مریم د هارون علیه السلام خوروه نوپه هغی باندی ابن کثیر سخت رد کړی دی -
[۲۹] معلومه شوه چه مریم علیها السلام نذرکړی وو نوخبری نه کولی اوپه اشاره سره ئی هغوی پوهه کړل (كَانَ) په معنیٰ دیکون سره دی یاصرف دوجود اودحدوث دپاره دی -
[۳۰] دوی اگرچه عیسیٰ علیه السلام سره خبری نه کولی لیکن اللّه تعالٰی هغه لره گویا کړو اوخپل لس حالات ئی ذکرکړی دی چه هغه ټول دهغه په عجز اوپه عبدیت باندی دلالت کوی اوپه دی ټولوصفتونوکښی رد دی په یهودیانو او نصارا دواړو باندی چه چا دهغه په باره کښی تفریط کړی دی اوچا افراط کړی دی اوفعل ماضی صیغی په معنیٰ دمستقبل سره دی لیکن ماضی ئی د تیقن دپاره ذکرکړی ده -
[۳۱] په دی کښی دهغی نور حالات دعبدیت ذکر کړی شوی دی (مُبَارَكًا) برکت په انسان کښی دادی چه د اللّه تعالٰی دطرف نه خیرته دعوت ورکوی نومراد ددی نه معلم دخیردی (مَا دُمْتُ حَيًّا) دا دلیل دی چه په موت سره تکلیف دعباداتو قطع شی اومرده عبادت نه شی کولی (الزَّكَاةِ) نه مراد زکوٰة د عقیدی اود اعمالواو اخلاقو دی چه هغی ته ترکیه دنفس وئیلی شی یا زکوة مالی مراد دی په شرط دمال سره ضرورةً -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>