قَالَ أَلَمْ ۷۲۴ مریم

أُولَئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ مِنْ ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِنْ ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمَنِ خَرُّوا سُجَّدًا وَبُكِيًّا۩ ࣛ ﴿۵۸﴾ فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا ﴿۵۹﴾ إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْئًا ﴿۶۰﴾

داهغه خلق دی چه انعام کړی ؤو اللّه تعالٰی په هغوی باندی دانبیاؤ نه د اولاد د آدم علیه السلام نه دی اود (اولاد) دهغه چانه چه سواره کړی ؤو مونږ سره دنوح علیه السلام اود اولاد د ابراهیم علیه السلام او یعقوب علیه السلام نه ؤو اودهغه خلقونه چه مونږ ورته هدایت کړی ؤو او غوره کړی ؤو مونږ هرکله چه لوستلی کیدل په هغوی باندی آیانونه د رحمان نوغورځیدل سجده کؤونکی ژړا کؤونکی ﴿۵۸﴾
پس راغلل ددی نه وروستو ناکاره نائبان چه برباد ئی کړو مونځ لره او روان شو د(نفس) په خواهش پسی نوزردی چه مخامخ به شی سزا دسرکشئ ته ﴿۵۹﴾
لیکن هغه څوک چه توبه ئی ویستلی ده دشرک نه اوایمان ئی راوړی دی اوعمل کړی دی په طریقه دسنت نودغه کسان به داخلیږی جنت ته اوظلم به نه کیږی په دوی باندی هیڅ (ظلم) ﴿۶۰﴾

[۵۸] په دی آیت کښی دعویٰ دسورة ده یعنی عبدیت او عجزدانبیاؤ علیهم السلام اواحتیاج دهغوی اللّه تعالٰی ته یعنی دوی په انعام (حمل په کشتئ کښی) اوهدایت او اجتباء کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وو - اوعجزدادی چه اولاد ئی وؤ - پلاران اونیکونه ئی وو - اوعبدیت دادی چه اللّه تعالٰی ته ئی سجده او ژړا کوله اوپه دی آیت کښی د څلور انبیاؤ نومونه په دی وجه سره ذکرکړی دی چه دوی آباء وو یعنی آدم علیه السلام ابِ اول وو او نوح علیه السلام ابِ ثانی وو دټولو انسانانو - اوابراهیم علیه السلام او اسماعیل علیه السلام آباء دپیغمبرانو وو (أَنْعَمَ) کښی اشاره ده نبوت ته (هَدَيْنَا) کښی اشاره ده توحید ته (وَاجْتَبَيْنَا) کښی اشاره ده نورلویو صفاتو ته -
[۵۹] دا جواب دشبهی دی - شبه داده چه دانبیاؤ دواقعاتو معلومه شوه چه توحید صحیح دین دی نودهغی نه دا مخالف ادیان څنگه پیدا شول - نوجواب اوشو چه د انبیاؤ علیهم السلام نه وروستو ناکاره خلق په امت کښی پیداشول اوهغوی دانبیاؤ دین برباد کړی دی او بربادول په دوو طریقو سره دی اوله طریقه (أَضَاعُوا الصَّلَاةَ) مراد ترینه ټول دین دی ځکه چه د اضاعت د صلوٰة سره لازمیږی اضاعت دټول دین ته اومطلب دادی چه طریقه دانبیاؤ ئی پریخودله او دوهمه طریقه (وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ) مراد دادی چه دخپل خواهشاتوموافق ئی دین ایجاد کړو حاصل داچه توحید اوسنت ئی پریخودل اوشرک او بدعت پسی روان شول (خَلْفٌ) په سکون دلام سره ناکاره جانشین ته وائی (غَيًّا) دانوم دیو وادئ (یا کنده) دی اویاپه معنیٰ دسرکشئ اودگمراهئ دی نومراد ترینه جزاء الغیی ده یاپه معنیٰ دخسران دی -
فائده: سورة اعراف (۱۶۶) کښی دهغه خلقو ذکردی چه نیمگړی ملایان وو - اوسبب دگمراهئ دحرص ددنیا دی - اوپه دی آیت کښی ذکردعاموخلقودی چه دین ئی برباد کړی دی اوسبب ئی جهل او اواتباع دشهواتو دی (أَضَاعُوا الصَّلَاةَ) بربادی عامه ده پریخودل او دوختونو نه روستو کول اوتعدیل د ارکانو نقصانی کولوته شامل دی اود حسن بصری نه روایت دی چه جماعات د مونځونو پریږدی اوپه ځمکو پسی شوی دی داټول په اضاعو ا لصلوٰة کښی شامل دی -
[۶۳،۶۲،۶۱،۶۰] په دی کښی اشاره ده چه روستو دانبیاؤ نه بعضی خلق صالحین هم شته اودهغوی صفات ئی بیان کړل اوهغوی دپاره بشارت دی په اوو احوالودجنت سره (إِلَّا سَلَامًا) استثناء منقطع ده یعنی لٰکن یسمعون سلامًا اومراد ترینه سلام دیوبل او سلام دملائکو اوسلام د اللّه تعالٰی دی اومطلب ئی دادی چه نه به اوری په هغی کښی مگرداسی خبری چه محبوبی وی (بُكْرَةً وَعَشِيًّا) په معنیٰ ددوام او همیشوالی دی په دلیل سورة واقعه (۳۳) سره او ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه مقداردورځی او دشپی مراد دی ځکه چه جنت کښی بکرة او عشی او شپه نیشته دی اواخری آیت کښی سبب د استحقاق دجنت ذکرکړی دی چه هغه تقویٰ ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>