قَالَ أَلَمْ ۷۲۹ مریم

وَنَرِثُهُ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًا ﴿۸۰﴾ وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لِيَكُونُوا لَهُمْ عِزًّا ﴿۸۱﴾ كَلَّا سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا ﴿۸۲﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّا أَرْسَلْنَا الشَّيَاطِينَ عَلَى الْكَافِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّا ﴿۸۳﴾ فَلَا تَعْجَلْ عَلَيْهِمْ إِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا ﴿۸۴﴾ يَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِينَ إِلَى الرَّحْمَنِ وَفْدًا ﴿۸۵﴾ وَنَسُوقُ الْمُجْرِمِينَ إِلَى جَهَنَّمَ وِرْدًا ﴿۸۶﴾

او اخر وابخلو مونږ دده نه هغه چه دوی وائی اوراځی به مونږته یواځی ﴿۸۰﴾
اونیولی دی دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه حق دار دبندگئ دی دپاره چه شوی دوی دپاره مددگاران ﴿۸۱﴾
چیری نشی کیدی زر دی چه انکاربه اوکړی د بندگئ ددوی نه اوشی به ددوی خلاف کښی ضد کؤونکی ﴿۸۲﴾
آیا ته نه پوهیږی چه یقیناً ورپریدو شیطانان په کافرانو باندی چه خوټکوی دوی لره په خوټکولوسره ﴿۸۳﴾
نوتلوار مه کوه په دوی باندی یقیناً شمارو مونږ دوی لره شمارل ﴿۸۴﴾
په کومه ورځ چه راجمع به کړو متقیان رحمان ته په حیث دمیلمنو ﴿۸۵﴾
اواوبه شړو مجرمان جهنم ته تږی ﴿۸۶﴾

[۸۰] په دی کښی هم تخویف اخروی دی (مَا يَقُولُ) ددی نه مراد هغه مال او اولاد دی چه دی دعویٰ کوی دهغی د بقاء -
[۸۱] په دی کښی څلورم زجردی په الٰهه نیولوسره ددی دپاره چه دوی سره امداد اوکړی (عِزًّا) سبب دعزت او نصرت په دنیا او آخرت کښی -
[۸۲] كَلَّا دپاره دردع دی نومعنیٰ داشوه چه چیری ددوی امداد نشی کولی (سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ) دی کښی دوه توجیه دی اوله توجیه داده چه انکار به اوکړی دا الٰهه دبندگئ دمشرکانونه اوشی به دوی باندی په ورځ دقیامت مخالف بیان کوونکی لکه سورة یونس آیت (۲۸) اوسورة قصص آیت (۶۳) او سورة احقاف (۶،۵) کښی - دوهمه توجیه داده چه انکاربه اوکړی دا مشرکان دبندگئ ددغه الٰهو نه لکه سورة انعام آیت (۳۲) او سورة غافر آیت (۷۶) کښی اودا آیتونه په باره دهغه چا کښی دی چه ملائک او انبیاء او اولیاء د اللّه تعالٰی سره شریک جوړوی (سَيَكْفُرُونَ) کفرپه معنیٰ لغوی سره دی یعنی انکارکول -
[۸۳] په دی کښی پنځ زجردی په اتباع دشیطان سره مطلب دآیت دادی چه اللّه تعالٰی مسلط کړی دی په کافرانومشرکانوباندی شیطانان انسی او جنی چه هغوی تیزوی دوی لره په شرگ او گناهونوباندی اوغصه کوی دوی لره په مقابله دمؤحدینوکښی ( تَؤُزُّهُمْ) تیزوی دوی لره په شرک کولوسره، گمراه کوی، خوټکوی په شان دخوټکیدلو د کټوئ گناه طرف ته ئی راکاږی دا ټولی معنی دی -
[۸۴] په دی کښی اولاً تسلی ده په مهلت ورکولو سره اوبیا تخویف دی چه اللّه تعالٰی شماری ساه اخستل ددی خلقو اودارنگ عملونه ددوی -
[۸۵] په دی آیت کښی بشارت دی او (وَفْدًا) نه مراد دادی چه میلمانه د اللّه تعالٰی به وی اوسواره به وی په ښائسته سورلوباندی -
[۸۶] په دی آیت کښی تخویف اخروی دی او د وِردًا نه مراد تږی او پیاده بغیر دپیزار نه ډلی ډلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>