قَالَ أَلَمْ ۷۲۸ مریم
قُلْ مَنْ كَانَ فِي الضَّلَالَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمَنُ مَدًّا حَتَّى إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ إِمَّا الْعَذَابَ وَإِمَّا السَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضْعَفُ جُنْدًا ﴿۷۵﴾ وَيَزِيدُ اللَّهُ الَّذِينَ اهْتَدَوْا هُدًى وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ مَرَدًّا ﴿۷۶﴾ أَفَرَأَيْتَ الَّذِي كَفَرَ بِآيَاتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالًا وَوَلَدًا ﴿۷۷﴾ أَطَّلَعَ الْغَيْبَ أَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا ﴿۷۸﴾ كَلَّا سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا ﴿۷۹﴾
ته اوایه څوک چه وی په گمراهئ کښی نومهلت به ورکړی هغه لره رحمٰن مهلت تردی پوری چه کله اوینی دوی هغه چه دوی سره وعده کیدی شی یاعذاب اویا قیامت نوزرده چه پوهه به شی چه څوک دی بدحالا والا اوډیرکمزوری لښکروالا ﴿۷۵﴾
اوزیاتوی اللّه تعالٰی هغه کسانولره چه هدایت موندونکی دی نورهدایت اوهمیشه بدلی والا نیک عملونه ډیرغوره دی په نیزدرب ستا په بدله کښی اوغوره دی په اعتبارد ځای دورگرځیدلو ﴿۷۶﴾
آیا ته خبرئی دهغه چاپه حال باندی چه کفرئی کړی دی په آیاتونو زمونږ اووائی چه ضرور رابه کړی شی ماته مال او اولاد ﴿۷۷﴾
آیا خبردی دغیب په خبروباندی اوآیا اخستی دی ده په نیز د رحمٰن لوظ (دنجات) ﴿۷۸﴾
هیچ چیری داسی نه ده ضرور لیکومونږ هغه خبری چه دی وائی اوزیاته ؤو ده لره د عذاب زیاتول ﴿۷۹﴾
[۷۵] په دی آیت کښی علت ددی ذکرکړی شوی دی چه دی کافرانو له ددنیا مالونه او زینت ددی وجی نه ورکړی شوی دی چه اللّه تعالٰی داسی گمراهانو له مهلت وکوی لکه سورة العمران (۱۷۸) اوسورة مؤمنون (۵۵) کښی دی (فَلْيَمْدُدْ) امرپه معنیٰ دخبردی یعنی مهلت ورکوی یاپه معنیٰ ددعا دی اوابن جریروئیلی دی چه دامباهله ده دمشرکانوسرکشانوسره او (شَرٌّ مَكَانًا وَأَضْعَفُ جُنْدًا) په مقابله ددی قول کښی دی خیرمقاما واحسن ندیا -
[۷۶] اوپه دی آیت کښی بشارت دی هغه مؤمنانوته چه قرآن (آیات بینات) بیانوی کوم چه په (۷۳) کښی ذکردی اودا مقابل د فلیمدد دی یعنی دهغوی سرکشی زیاتی کیږی اود مؤمنانوایمان زیاتیږی اودا دلیل په اثبات دزیاد دایمان دی (وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ) داسی په سورة کهف (۴۶) کښی تیرشوی دی هلته ئی املاذکرکړو په رد دهغه چاکښی چه مالونو او ځامنونه امیدونه دنفع لری نوځکه ئي املا وئیلی وؤ اودلته دا مقابل دی دشرمکاناً سره او مردًّا هم مکان دی یعنی جنت دی -
[۷۷] دا دریم رجردی په تعزز او ترقئ حاصلولوسره په سبب دشرک دآیت مطلب دادی چه دا کافروائی (لکه عاص بن وائیل) کله چه زه کلک یم په شرک باندی نوددی معبودانوپه برکت سره به ماله په دنیا او آخرت کښی ترقی حاصله شی -
[۷۸] دا جواب دقول ددغه مشرک دی - یعنی آیا دی په غیب باندی عالم دی غیب نه مراد داقول دده دی (لَأُوتَيَنَّ مَالًا وَوَلَدًا - أَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا) ددی یومطلب دادی چه د اللّه تعالٰی دطرف نه ده سره وعده دنجات شوی ده - دوهم مقصد دادی آیا دده عقیده دتوحید شته دی چه په هغی سره عهد دجنت دی -
[۷۹] په دی آیت کښی زجراو تخویف دی - لفظ دکَلاَّ په قرآن کریم کښی دری دیرش کرته راغلی دی او دا اول ځای دی اوددی دوه معنی دی کله په معنیٰ دحقَّا سره وی اوکله په معنیٰ د ردع سره وی اودلته په معنیٰ دردع دی (سَنَكْتُبُ) په دی کښی سین دپاره دتاکید دی اومراد ددی نه لیکل دملائکو دی -