قَالَ أَلَمْ ۷۲۷ مریم
ثُمَّ لَنَنْزِعَنَّ مِنْ كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمْ أَشَدُّ عَلَى الرَّحْمَنِ عِتِيًّا ﴿۶۹﴾ ثُمَّ لَنَحْنُ أَعْلَمُ بِالَّذِينَ هُمْ أَوْلَى بِهَا صِلِيًّا ﴿۷۰﴾ وَإِنْ مِنْكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَقْضِيًّا ﴿۷۱﴾ ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوْا وَنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا ﴿۷۲﴾ وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَيُّ الْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّا ﴿۷۳﴾ وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَحْسَنُ أَثَاثًا وَرِئْيًا ﴿۷۴﴾
بیابه را اوکاږو دهری ډلی نه کوم یو ددوی چه ډیرسخت ؤو په رحمان باندی په نافرمانئ کښی ﴿۶۹﴾
بیا مونږښه خبریو په هغه کسانو چه هغوی ښه حقداروی جهنم ته د داخلیدلو ﴿۷۰﴾
اونیشته ستاسو نه څوک مگرورځی به جهنم ته ده ستا په رب باندی ضروری فیصله کړی شویاونیشته ستاسو نه څوک مگرورځی به جهنم ته ده ستا په رب باندی ضروری فیصله کړی شوی - ﴿۷۱﴾
بیا به بچ کړو مونږ هغه کسان چه شرک نه ئی ځان ساتلی ؤو اوپریږدو مونږ ظالمانولره په هغی کښی په زنگونانوباندی پراته ﴿۷۲﴾
اوکله چه اوستلی شی په دوی باندی آیاتونه ځمونږ صفاصفا بیان والا وائی هغه کسان چه کافران دی په باره دمؤمنانو کښی چه کوم یو ددواړو ډلونه ښه ځای والادی او ښائسته مجلس والادی ﴿۷۳﴾
او ډیرهلاک کړی دی مونږ وړاندی ددوی نه قومونه دیوزمانی چه هغوی ښائسته سامان والا ؤو اوشکل والاؤو ﴿۷۴﴾
[۶۹] داهم داخل دی په تخویف اخروی کښی او (أَيُّهُمْ أَشَدُّ) نه مشراو امام دکافرانو دی (شِيعَةٍ) هغه ډله چه په خپل مسلک کښی دبل تابع او مقلد وی که نیک وی او که بدوی دلته خوناکاره مراد دی او أَيُّهُمْ أَشَدُّ کښی هغه سرکش مراد دی چه دوی دهغه تقلید کړی وؤ -
[۷۰] داهم په تخویف اخروی کښی داخل دی اومراد ددی نه اهل شرک دی که کشران وی اوکه مشران وی -
[۷۲،۷۱] دا هم تخویف اخروی دی (وَارِدُهَا) په دی کښی توجیهات دی، اوله توجیه داده چه ورود په معنیٰ ددخول دی یعنی هرمؤمن اومشرک به جهنم ته داخل کړی شی مؤمن به صرف دسیل دپاره اومشرک دعذاب دپاره نوآیت (۷۲) کښی بیا دهغی تفصیل دی نجات دمؤمنانوؤ او خلود د ظالمانو، دوهمه توجیه داده چه ورود په معنیٰ د ورتیریدلودی یعنی تاسو دجهنم دپا سه به ورتیریږئ، دریمه توجیه داده چه منکم خطاب صرف کافرانوته دی او ورود په معنیٰ ددخول سره دی او ثُمَّ دپاره دتعقیب ذکردی - څلورمه توجیه ورود په معنیٰ د اطلاع اودقرب دی یعنی تاسوټول به د جهنم نه خبرشئ (الَّذِينَ اتَّقَوْا) مخکښی هم تیرشول په (۶۳) کښی چه جنت په تقویٰ سره ورکوی -
[۷۳] دی آیت کښی دوهم زجردی په استکباربالدنیاپه مقابله دقرآن کښی - یعنی چه قرآن لوستلی کیږی نودوی ددنیا په څیزونو اوددنیا په لویو مکانونو اوښائسته مجلس باندی تکبرکوی اوترقی ددنیا دځآن حقانیت دپاره دلیل جوړوی -
[۷۴] په دی کښی تخویف دنیوی دی چه په دنیاباندی تکبرولی کوئ ځکه چه ډیردنیادارمشرکان هلاک کړی شوی دی (أَثَاثًا) سامانونه دکور اومجلس، اوډیرو مالونو ته وئیلی شی -