قَالَ أَلَمْ ۷۲۶ مریم
وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ لَهُ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَلِكَ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا ﴿۶۴﴾ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا ﴿۶۵﴾ وَيَقُولُ الْإِنْسَانُ أَإِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ أُخْرَجُ حَيًّا ﴿۶۶﴾ أَوَلَا يَذْكُرُ الْإِنْسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْئًا ﴿۶۷﴾ فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّيَاطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّا ﴿۶۸﴾
او (وائی ملائک) مونږ نه شو را کوځیدی مگرپه حکم درب ستا دهغه اختیارکښی دی هغه څه چه زمونږ نه مخکښی دی اوهغه څه چه روستو دی اوهغه چه په مینځ ددی کښی دی اونه دی ستا رب هیره ؤونکی ﴿۶۴﴾
رب د آسمانونو او دځمکی دی اودهغه څه چه په مینځ ددی کښی دی پس بندگی خاص کړه هغه لره اوځان کلک لره بندگئ دهغه ته آیا پیژنی ته هغه لره همنامی (هم صفتی) ﴿۶۵﴾
او وائی انسان (کافر) آیا هرکله چه زه مړشم نوخامخا ضرور زربه راویستلی کیږم زه ژوندی ﴿۶۶﴾
ایا نه دی یاد دی انسان ته چه یقیناً پیداکړی ؤو مونږ دی ړواندی ددی نه اونه ؤو دی هیڅ شی ﴿۶۷﴾
نوقسم دی ستاپه رب باندی ضروربه یوځای کؤو دوی لره اوشیطان لره بیاضرور حاضره ؤو دوی لره چاپیره دجهنم نه په زنگونانوباندی ﴿۶۸﴾
[۶۵،۶۴] په دی دوه آیتونوکښی دسورة دوهم باب دی په دی بیان دعجز دملائکو دی اواحتیاج دهغوی په ټولو حالاتو کښی ذکرکوی حتیٰ که ځمکی ته راکوځیدلوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی اوردد شرک فی العبادة ئی کړی دی اواشاره رد د مشرکین بالملائکه ته - دا آیت حکایت دی قول د جبرائیل علیه السلام چه نبی ﷺ ورته وئیلی وو (مایمنعک ان تزورنا اکثرمما تزورنا) نو دا آیت نازل شو - اوربط دآیت دادی چه دا تیرشوی کلام صادق دی ځکه دا جبرائیل راوړی دی په امرد اللّه تعالٰی سره (لَهُ) یعنی اللّه تعالٰی لره تصرف او علم ددی ټولو حالاتو دی (مَا بَيْنَ أَيْدِينَا) نه مراد حالات ددنیا دی او (وَمَا خَلْفَنَا) نه مراد حالات دآخرت دی (وَمَا بَيْنَ ذَلِكَ) مینځ ددواړو شپیلو مراد دی (سَمِيًّا) ابن کثیرپه روایت د ابن عباس رضی اللّه عنهما سره لیکلی دی چه د اللّه تعالٰی نه سیوا هیڅوک په رحمان سره نشی مسمٰی کیدی اوبیا تفریع ده دتوحید فی العبادة په اثبات دتوحید دربوبیت باندی -
[۶۶] ددی آیت نه ترآخردسورة پوری دریم باب دی په دی کښ شپږزجرونه دی - زجراول په انکار دبعث بعدالموت په (۶۷،۶۶) کښی بیا تخویف اخروی د (۶۸) نه (۷۱) پوری بیا بشارت دی په (۷۲) کښی اودوهم زجرپه استکبار بالدنیا سره په مقابله دقرآن کښی په (۷۳) کښی بیاتخویف دنیوی دی په (۷۵،۷۴) کښی بیا بشارت په (۷۶) کښی اودریم زجر دعویٰ دعزت په سبب دشرک سره (۷۸،۷۷) کښی اوتخویف اخروی (۸۰،۷۹) کښی اوڅلورم زجرپه اتخاذ د الٰهه باطله دپاره دنصرت او عزت په (۸۱) کښی اوتخویف په (۸۲) کښی اوپنځم زجرپه اتباع دشیطان په (۸۴،۸۳) کښی بیا بشارت په (۸۵) کښی اوتخویف په (۸۶) کښی اورد دشفاعت قهریه په (۷۸) کښی اوشپږم زجرپه اتخاذالولد د (۸۸) نه تر (۹۲) پوری بیا دعویٰ دسورة په (۹۵،۹۴،۹۳) کښی بیابشارت دی په (۹۶) کښی اوبیا ترغیب الی القرآن دی په (۹۷) کښی اوتخویف دنیوی په (۹۸) کښی - په دی (۶۶) کښی زجردی په انکار دبعث بعدالموت - اواستفهام انکاری دی - ربط دادی چه دابتداء دسورة نه رد وو په شرک دمشرکانوباندی په ذکردحالاتو انبیاؤ اوملائکوسره نواوس رد کوی دمشرکانوپه بله عقیده باندی چه انکاردی په بعث بعدالموت باندی -
[۶۷] په دی کښی رد دی په منکرینودبعث باندی اواثبات دبعث دی په دلیل داول ژوند سره اوداسی په سورة اعراف (۲۹) او سورة یٰس (۷۹) کښی هم موجود دی -
[۶۸] په دی کښی قسم دی په اثبات دحشرباندی اوبیا تخویف اخروی دی اوقسم کول د اللّه تعالٰی په خپل ذات باندی دباره داثبات دقیامت په قرآن کریم کښی څلورکرته ذکردی یوکرت په سورة یونس (۵۳) دوهم کرت سورة سبا (۳) کښی دریم کرت سورة تغابن (۷) کښی اوڅلورم کرت دلته (وَالشَّيَاطِينَ) انسی او جنی دواړو ته شامل دی (جِثِيًّا) په زنگنانوباندی ناست وی دډیردهیبت دوجی نه یا ددی وجی نه چه دوی په دنیاکښی خپلومعبودانوته په دغسی پراته وؤ یا جِثِيًّا په معنیٰ دجماعتونوسره دی -