قَالَ أَلَمْ ۷۳۷ طٰهٰ

كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا ﴿۳۳﴾ وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا ﴿۳۴﴾ إِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِيرًا ﴿۳۵﴾ قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى ﴿۳۶﴾ وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَيْكَ مَرَّةً أُخْرَى ﴿۳۷﴾ إِذْ أَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّكَ مَا يُوحَى ﴿۳۸﴾ أَنِ اقْذِفِيهِ فِي التَّابُوتِ فَاقْذِفِيهِ فِي الْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ الْيَمُّ بِالسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّ لِي وَعَدُوٌّ لَهُ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي ﴿۳۹﴾ إِذْ تَمْشِي أُخْتُكَ فَتَقُولُ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى مَنْ يَكْفُلُهُ فَرَجَعْنَاكَ إِلَى أُمِّكَ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّيْنَاكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنَّاكَ فُتُونًا فَلَبِثْتَ سِنِينَ فِي أَهْلِ مَدْيَنَ ثُمَّ جِئْتَ عَلَى قَدَرٍ يَا مُوسَ ﴿۴۰﴾ وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِي ﴿۴۱﴾ اذْهَبْ أَنْتَ وَأَخُوكَ بِآيَاتِي وَلَا تَنِيَا فِي ذِكْرِي ﴿۴۲﴾

دی دپاره چه ستا تسبیح وایو ډیره ﴿۳۳﴾
او یاد ؤو تالره ډیر ﴿۳۴﴾
یقیناً ته مونږ لره وینی ﴿۳۵﴾
اوئیل اللّه تعالٰی درکړی شو تاته غوختلی شوی څیزونه ای موسیٰ ﴿۳۶﴾
اویقیناً احسان کړی دی مونږ په تاباندی بل ځل ﴿۳۷﴾
کله چه خبرورکړو مونږ ستامورته هغه چه خبرورکیدی شو ﴿۳۸﴾
چه واچوه ده لره په صندوق کښی بیا واچوه صندوق په دریاب کښی نو اوبه غورځوی ده لره دریاب په غاړه باندی اوبه نیسی ده لره دشمن ځما او دشمن دده او واچوله ما تاباندی مینه دخلقو د طرف ځمانه اودپاره ددی چه پالنه اوکړی شی ستا په سترگو ځما باندی ﴿۳۹﴾
کله چه روانه وه ستا خور نو وئی وئیل ایا اوښایم تاسوته هغه څوک چه دده پالنه به کوی نوواپس اوگرځولی مونږ ته ستا مور ته دی دپاره چه یخی شی سترگی دهغی اونه خفه کیږی او اووژولو تا یو تن پس بچ کړی مونږته دغم نه (بدله اخستلونه) او ازمیښتونه راوستل مونږپه تاباندی ډیرازمیښتونه بیا حصارشوی څوکاله په مدین والوکښی بیا راغلی ته په وخت مقررباندی ای موسیٰ ﴿۴۰﴾
او غوره کړی ئی ما ته دپاره دځان خپل ﴿۴۱﴾
لاړ شه ته او ستا ورور په نخو ځما سره او ناراستی مه کوئ په بیان دتوحید ځما کښی ﴿۴۲﴾

[۳۴،۳۳] په دی آیتونوکښی دملگرتیا درسالت فائده بیانوی - دتسبیح نه مراد رد دی په شرک باندی او ذکر نه مراد دعوت دتوحید دی -
[۳۵] په دی آیت کښی ذکردیوصفت د اللّه تعالٰی دی دپاره دوسیلی ددعا -
[۳۶] په دی آیت کښی قبولیت ددعاگانو ذکرکړی دی سؤل په معنیٰ دمسئول سره دی ټول مسئولات مخکنی مراد دی -
[۳۷] په دی کښی اشاره ده چه قبولیت ددعا احسان دی دطرف د اللّه تعالٰی نه یعنی اللّه تعالٰی دچانه مجبوره نه دی -
[۴۰،۳۹،۳۸] په دی کښی بیان د احسان ړومبنی دی په نجات د موسیٰ علیه السلام سره دقتل نه اوپه تربیت دهغه په غیږ دمورکښی او نجات دغم دقتل کولو دقبطی نه - او ډیرومصیبتونو او امتحانونوکښی مبتلا کیدل - اوپه مدین کښی دامن ژوند تیرول او ددی نعمتونو تفصیل په سورة قصص کښی د (۷) نه تر (۲۸) پوری دی - اومراد د وحی نه په (۳۸) کښی الهام دی په واسطه دملک (فرښتی) سره اوداکرامت د اولیاؤ دی (الْيَمِّ) دریائی نیل مراد دی چه دمصر په مینځ کښی بهیدلی وؤ - اومراد د مَحَبَّةً نه په آیت (۳۹) کښی داسی محبت دی چه چا به موسیٰ علیه السلام لیدلو نومینه به ئی ورسره پیدا کیدله اوخاص طورباندی مینه دښځی دفرعون ډیره وه اوهغه سبب دتربیت دهغه شو - او عَيْنِي دصفاتود اللّه تعالٰی نه دی چه معنیٰ دهغی معلومه ده سترگه او کیفیت دهغی معلوم نه دی - او تشبیه دمخلوق سره نه ده جائز اوتاویل په کښی هم نه دی جائز - او مِنَ الْغَمِّ په (۴۰) کښی دلیل دی چه په قطل دقبطی کښی گناه نه وؤ صرف غم اوویره وه د فرعونیانونه او د فُتُونًا، نه مراد قسماقسم تکلیفونه اومصیبتونه دی په موسیٰ علیه السلام باندی دوخت ولادت نه تروخت دنبوت پوری اوتفسیردابن کثیرکښی حدیث الفتون ذکرکړی دی (سِنِينَ) مراد ترینه لس کلونه دی چه په سورة قصص کښی هغه ته الاجل وئیلی دی - او (قَدَرٍ) نه مراد څلویښت کاله دی چه هغه تقدیردی د اللّه تعالٰی دپاره دنبوت د اکثرو انبیاؤ علیهم السلام یا مراد دقدرٍ نه هغه نیټه ده چه موسیٰ علیه السلام د شعیب علیه السلام سره مقرر کړی وه -
[۴۱] مراد ددی نه د نبوت او رسالت دپاره غوره کول دی - او داهم دلیل دی چه نفس هم د اللّه تعالٰی دصفاتو نه دی - اول صرف منتخب کول وؤ ددی وجی نه اخترتک ئی وئیلی وؤ - بیا په کار لگول دی نو دلته ئی وَاصْطَنَعْتُكَ اوئیل - ځکه چه اصطناع وئیلی شی دیوکار دپاره تیارول اوپه کارکښی لگول -
[۴۲] روستو د اجابت ددعاگانونه بیا امردی موسیٰ علیه السلام ته سره دورور دهغه نه یعنی ورور ته ئی نبوت ورکړلی شو لیکن هغه دغه وخت حاضر نه دی ځکه ئی غائب ذکرکړو - اوپه آیت کښی تشجیع ده موسیٰ علیه السلام او ورور دهغه ته چه مداهنت نه ځان بچ اوساتی -