اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى ﴿۴۳﴾ فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى ﴿۴۴﴾ قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَنْ يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَنْ يَطْغَى ﴿۴۵﴾
لاړ شئ دواړه فرعون ته یقیناً هغه سرکشی کړی ده ﴿۴۳﴾
نو اوائی هغه ته وینا په نرمئ سره کیدی شی چه نصیحت قبول کړی یا اوریږی ﴿۴۴﴾
اوئیل دواړو ای ربه ځمونږه یقیناً ویریږو مونږ چه زیاتی به اوکړی په مونږباندی یا سرکشی به اوکړی ﴿۴۵﴾
[۴۳] ددی آیت نه دریم مقام شروع کیږی تر (۵۵) پوری په دی کښی خطاب دی موسیٰ او هارون علیهم السلام ته اوطریقه ددعوت په (۴۸،۴۷،۴۴،۴۳) کښی او تسلی ده دواړوته په (۴۵) او (۴۶) کښی او جواب ددوو سوالونودفرعون دی د (۴۹) نه تر (۵۲) پوری بیا څلورعقلی دلیلونه دی د (۵۲) نه تر (۵۵) پوری - په دی (۴۳) کښی دواړو ته خطاب ځکه اوشو چه موسیٰ علیه السلام مصرته راغی اودواړه رونړه یوځای شول او هارون علیه السلام ته هم وحی شروع شوه -
[۴۴] په دی آیت کښی بیان دطریقی ددعوت دی چه نرمه لهجه وی اودعوت دی وی په دلیلونوسره او وعظ او نصیحت سره (لَيِّنًا) نه مراد دادی چه لهجه او طریقه نرمه وی اوخبره په دلیلونوسره پخه وی ددی نه دمداهنت کوؤنکو دپاره استدلال صحیح نه دی (لَعَلَّهُ) په معنیٰ دامید دی یعنی تاسو چه دعوت کوئ نوامید ساتئ چه فرعون ایمان راوړی په سبب دتذکر یا په سبب دخشیت سره - امید ئی ذکرکړو ځکه چه انبیاء علیهم السلام په غیب نه پوهیږی نویقینی فیصله نشی کولی یا لَعَلَّ په معنیٰ د کی دی یعنی ددی دپاره چه فرعون ایمان راوړی نومقصد ددعوت نه ایمان دفرعون دی - بیافرق په مینځ د تذکر اوخشیت کښی دادی چه کله وعظ او نصیحت او دلیلونه په انسان باندی اثر اوکړی اوایمان راوړی نو دی ته تذکروائی اوکله چه تخویف په انسان باندی اثراوکړی اوایمان راوړی نودا خشیت دی -
[۴۵] په دی آیت کښی ذکر دخوف دطبعی دی چه منافی نه دی دنبوت سره اودا خوف په باره دمستقبل کښی دگمان او امید په ځای کښی استعمالیږی - اوفرق دفرط او طغیان په مینځ کښی دادی چه بیان ته غوږ اونه نیسی او داول سرنه انکار اوکړی نودا فرط دی اوهرکله چه غوږ اونیسی اوبیا مخالف اوکړی نو دیته طغیان وائی -