كَذَلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ مَا قَدْ سَبَقَ وَقَدْ آتَيْنَاكَ مِنْ لَدُنَّا ذِكْرًا ﴿۹۹﴾ مَنْ أَعْرَضَ عَنْهُ فَإِنَّهُ يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وِزْرًا ﴿۱۰۰﴾ خَالِدِينَ فِيهِ وَسَاءَ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حِمْلًا ﴿۱۰۱﴾ يَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ زُرْقًا ﴿۱۰۲﴾ يَتَخَافَتُونَ بَيْنَهُمْ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا عَشْرًا ﴿۱۰۳﴾ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ إِذْ يَقُولُ أَمْثَلُهُمْ طَرِيقَةً إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا يَوْمًا ﴿۱۰۴﴾ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ يَنْسِفُهَا رَبِّي نَسْفًا ﴿۱۰۵﴾
دغسی بیانؤو مونږپه تاباندی بعضی دخبرو دهغی نه چه مخکښی تیرشوی دی اویقیناً درکړی دی مونږ تاته دخپل طرف نه یاداشت (قرآن) ﴿۹۹﴾
چاچه مخ اوگرځؤو ددی نه پس یقیناً پورته کوی به په ورځ دقیامت پیټی دگناه ﴿۱۰۰﴾
همیشه به وی په هغی کښی اوبد دی دا ددوی دپاره په ورځ د قیامت لوی بار ﴿۱۰۱﴾
په کومه ورځ چه پوکی اوکړی شی په شپیلئ کښی اورا جمع به کړو مونږ مجرمان په دغه ورځ شین سترگی ﴿۱۰۲﴾
خوس خوس به کوی په کورنئ کښی چه نه ئی حصار شوی تاسو مگرلس ورځی ﴿۱۰۳﴾
مونږ ښه خبریو په هغه چه دوی وائی کله چه اوبه وائی هوښیار ددوی په رائ کښی نه وئ حصار شوی تاسو مگر یو ورځ ﴿۱۰۴﴾
او (که) تپوس اوکړئ دوی ستانه په باره دغرونوکښی نو ورته اوایه وابه لوځی دا رب ځما په الوځولوسره ﴿۱۰۵﴾
[۹۹] ددی آیت نه دسورة تر آخره پوری دوهمه حصه ده - په دی کښی تخویف اخروی دی تفصیلاً په شپاړس وجوهوسره اوبشارت دی په (۱۱۲،۱۰۹) کښی، اوترغیب دقرآن او شجاعت ورکول دی په بیان کولو دتوحید باندی بیا واقعه د آدم علیه السلام ده دابلیس سره دپاره دبچ کیدلو دنسیان سره بیا تخویف اخروی دی او تخویف دنیوی دی بیا ادب دی دپاره ددعوت سره دمسئلی دتوحید نه بیازجردی اوبیان دحکمت دی درالیږلو درسول اوپه آخری آیت کښی تخویف دی - په دی آیت کښی تشجیع ورکول دی په واقعاتو دپیغمبرانوسره اجمالاً چه په هغه ټولو واقعاتو کښی تذکیر او تشجیع مقصد دی هغی ته ذکر وئیلی شی دا رنگ ذکرپه معنیٰ د وحی او دقرآن سره دی ( أَنْبَاءِ) مراد ترینه غټی غټی خبری دی ټول جزئیات دقصوئی نه دی ذکرکړی -
[۱۰۰ نه تر ۱۰۴] په دی آیتونو کښی تخویف اخروی دی دپاره داعراض کوونکو دذکر دقرآن نه - (وِزْرًا) غټ بوج ته وائی - او حِمْلًا مطلق بار ته وائی (زُرْقًا) خړوالی دسترگو ته وائی سره دتوروالی دمخ نه او دوهمه معنیٰ زُرْقًا ړندو ته وائی اودریمه معنیٰ زُرْقًا تږوته وائی (إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا عَشْرًا) مطلب دادی چه عام مشرکان دډیر هیبت دوجی نه یوه ورځ به ئی اوگنړی، عَشْرًا ئی ځکه اوئیل چه دا د جمع قلت آخری حد دی (أَمْثَلُهُمْ) غوره او هوښیار ددوی د هوښیارو په نیز صرف یو ورځ ددی وجی نه ده چه څومره هوښیار وی نو دهیبت احساس به ورباندی ډیر وی اوچه غافل او کم عقل وی، نوهیبت په هغه باندی لږ وی او مطلب ددی ټولو دادی چه زمونږ زمانه او عمر لږ وؤ نومونږ په کفر او شرک کولو کښی معذوره یو اوداعذر ددوی دواقع نه خلاف دی -
[۱۰۷،۱۰۶،۱۰۵] دا هم تعلق لری دتخویف اخروی سره اوپه دی کښی بیانوی حال دمیدان حشر په ختمیدلو دغرونو سره د مخ دځمکی نه -
فائده: قرآن کریم کښی کومو ځایونو کښی چه يَسْأَلُونَكَ ذکردی دهغی په جواب کښی فا نه ده راوړی اوپه دی آیت کښی راوړی ده وجه داده چه دی آیت کښی (ان) شرطیه مراد دی یعنی که دا خلق تپوس اوکړی دغرونو په باره کښی نوته ورته داسی جواب ورکړه - نومعلومه شوه چه دا تپوس منکرینوتر دغه وخته پوری نه وؤ کړی اوکومو ځایونو کښی چه (فا) نیشته نو هغه تپوسونه واقع شوی وو - نومقصد په دی کښی جواب دوهم دمنکرینو دی که هغوی اوائی چه قیامت به څرنگ قائم کیږی ځکه غرونه ډیرغټ او کلک دی نودا به څرنگ فنا کیږی بلکه ددی هیئت او شکل به بدل شی دا قول ډیرو علماؤ غوره کړی دی یاهای ضمیرراجع دی هغه بلی ځمکی ته چه روستو د فنا ددی ځمکی نه پیدا کړی شی او دغه نورو علماؤ قول دی -