قَالَ أَلَمْ ۷۵۳ طٰهٰ
فَيَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًا ﴿۱۰۶﴾ لَا تَرَى فِيهَا عِوَجًا وَلَا أَمْتًا ﴿۱۰۷﴾ يَوْمَئِذٍ يَتَّبِعُونَ الدَّاعِيَ لَا عِوَجَ لَهُ وَخَشَعَتِ الْأَصْوَاتُ لِلرَّحْمَنِ فَلَا تَسْمَعُ إِلَّا هَمْسًا ﴿۱۰۸﴾ يَوْمَئِذٍ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا ﴿۱۰۹﴾ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا ﴿۱۱۰﴾
پس پری به ږدی دا ځمکه میدان خویه ﴿۱۰۶﴾
نه به وینی ته په هغی کښی ښکته والی اونه ډیرئ ﴿۱۰۷﴾
په دغه ورځ به روان به وی داخلق په بلنه کؤونکی پسی نه به وی کږلیچ دهغه او چپ به شی آوازونه د ویری درحمٰن نه نونه به آوری ته مگرکشار ﴿۱۰۸﴾
په دغه ورځ به نفع نه ورکوی سفارش مگر دهغه چاچه اجازت ورکړی هغه ته رحمان اورضا وی دهغه په وینا ﴿۱۰۹﴾
خبردی په هغه حالاتو چه ددوی نه وړاندی دی او هغه چه ددوی نه روستو دی اونه شی را گیرولی دوی هغی (حالاتولره) په خپل علم کښی ﴿۱۱۰﴾
[۱۰۸] مراد د داعی نه پیشوا دقوم دی یعنی پیشوابه نیغ روان وی اوتابعداربه ورپسی وی - یامراد ددی داعی نه اسرافیل علیه السلام دی - یا مراد دداعی نه امرکوؤنکی دی په ورځ دقیامت کښی یعنی په هغه ورځ به دوی دداعی امر اومنی لیکن نن ئی نه منی دا قول ابن کثیرذکر کړی دی - او لفظ د لَهُ په معنیٰ د عَنهُ دی یا لَهُ ضمیرپه اعتبار دکل واحد سره دی (هَمْسًا) آواز دقدم اخستلو ته وائی یا ساه اخستلوته وائی دواړه قولونه صحیح دی -
[۱۰۹] په دی آیت کښی رد د شفاعت قهریه دی او قَوْلًا نه مراد کلمه دتوحید ده - د آیت یو مطلب دادی چه (مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ) نه مراد شفاعت کوونکی دی او الشفاعة په معنیٰ د شفاعة احد دی الاشفاعة من آه - یامراد ددی نه هغه څوک دی چه هغه دپاره شفاعت کیږی او دلفظ دمَن نه مخکښی حرف د (ل) پټ دی اوپه عبارت کښی تقدیر دی الشفاعة لاحد الا لِمن اذن -
[۱۱۰] دا دلیل دی دتیرشوی آیت یعنی دا شفعاء بی اجازته شفاعت نه شی کولی ځکه چه اللّه تعالٰی د دوی په حال او په عجزباندی عالم دی - په دی کښی اثبات دصفت دعلم دی اللّه تعالٰی لره اورد شرک فی العلم دی - بِهِ ضمیر راجع دی ما حرف ته -