قَالَ أَلَمْ ۷۵۴ طٰهٰ

وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا ﴿۱۱۱﴾ وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا يَخَافُ ظُلْمًا وَلَا هَضْمًا ﴿۱۱۲﴾ وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا وَصَرَّفْنَا فِيهِ مِنَ الْوَعِيدِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ أَوْ يُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا ﴿۱۱۳﴾ فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْآنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يُقْضَى إِلَيْكَ وَحْيُهُ وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا ﴿۱۱۴﴾ وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا ﴿۱۱۵﴾

او عاجز به شی ټول مخونه ژوندی راټینگونکی ته او یقیناً ناامیده دی (دهرخیرنه) هغه څوک چه اوچت ئی کړو په ځان (پیټی) دشرک ﴿۱۱۱﴾
او چاچه عمل اوکړو د نیک عملونونه اوحال داچه دی مؤمن ؤو نونه ویریږی د زیاتی نه اونه دکمی نه ﴿۱۱۲﴾
او دغسی نازل کړی دی مونږ دا قرآن صاف بیان والا او قسم قسم بیان کړی دی مونږپه دی کښی عذابونه ددی دپاره چه دوی بچ شی یابه پیداکړی دوی لره یاداشت ﴿۱۱۳﴾
نو اوچت دی اللّه تعالٰی چه پادشاه حق دی اوتادی مه کوه په قرآن سره مخکښی ددی نه چه پوره کړی شی تاته وحی دده اووایه ای ربه زیاتی کړی ځما علم ﴿۱۱۴﴾
اویقیناً حکم کړی ؤو مونږ آدم علیه السلام ته مخکښی ددی نه نوهغه هیرکړو اونه ؤو مونږ موندلی ده لره قصد کول (دگناه) ﴿۱۱۵﴾

[۱۱۱] دا هم دلیل دی د مخکښی چه دوی بلا اجازته شفاعت نه شی کولی ځکه چه په ورځ دقیامت به ټول اللّه تعالٰی ته عاجزوی اوداهم په تخویف کښی داخل دی (الْوُجُوهُ) نه مراد مخونه او تندی دی یا مراد ددی نه لوی لوی خلق دی اود ظُلْمًا نه مراد په دی آیت کښی شرک دی -
[۱۱۲] دی آیت کښی بشارت دی - اوفرق په مینځ د ظُلْمًا او هَضْمًا کښی دادی چه ظلم ټول حق منع کولو ته وائی او هضم منع کول د بعضی حق نه، یا ظلم نه مراد زیاتی کول دی په گناهونو کښی اومراد هضم نه کمول دنیکودی اوظلم په لغت کښی د اضدادو نه دی په معنیٰ د زیاتی او کمی دواړو سره استعمالیږی -
[۱۱۳] دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته، اوپه دی کښی دقرآن پاک دوه فائدی ذکردی - دمانعة الخلو سره یعنی ددی دواړه فائدو نه به خالی نه وی او جمع ددواړو فائدو هم امکان لری - او دواړو فائدو کښی فرق دادی چه دتقویٰ نه مراد عمل کول دی په قرآن دوجی د ویری دعذاب د اللّه تعالٰی نه - او داحداث ذکر نه مراد وعظ قبلول دی، په وجه درغبت سره یا مراد دتقویٰ نه شرک، کفراو گناهونه پریخودل دی اومراد دذکرنه توحید او ایمان او طاعات پیدا کیدل دی -
[۱۱۴] په دی آیت کښی اول بیان دتوحید دی چه هغه نتیجه ده دصدق دقرآن چه مخکښی آیت کښی ذکرشو اوپه دی آیت کښی اثبات دعلو دی دپاره د اللّه تعالٰی اوبیا بیان د ادب دلوستلو دقرآن دی اوددی آدب اول مطلب دادی چه هرکله جبرائیل علیه السلام قرآن نازلوی دهغه دفارغ کیدلو نه مخکښی تلوار مه کوه په قرآن لوستلو کښی - اوداسی په سورة قیامة کښی هم ذکردی - او دوهمه معنیٰ دادب داده چه څو دقرآن په مراد باندی نه ئی پوهه نودهغی مخکښی ئی مه بیانوه - نومراد وحی نه بیان او تفسیردهغی دی - اودا معنیٰ هم قرطبی د مجاهد نه نقل کړی ده - اوپه آخر دآیت کښی تعلیم ددعا دی دپاره دزیاتوالی دعلم چه وحی ده دا دلیل دی په دی خبره چه نبی ﷺ زیاتوالی دعلم ته محتاج وو نوامت دهغه ضرور محتاج دی اوددی نه معلومه شوه چه علم دپیغمبرانو کلی او محیط نه دی ځکه چه زیاتوالی ته محتاج دی اودا دلیل دی په فضیلت د علم باندی ځکه چه اللّه تعالٰی دهغی د زیادت دعا خودلی ده اوهرکله چه نبی ﷺ دا دعا لوستله ددی وجی نه په هغه باندی تر وفات پوری وحی نازلیدله اوداپه حدیث دمسلم کښی وارد دی -
[۱۱۵] په دی کښی ابتداء دواقعی دآدم علیه السلام ده اوبیان دعذر د آدم علیه السلام دی - او ربط دآیت دمخکښی سره دادی چه مخکښی آیت کښی ترغیب وو په باره دقرآن کښی نوپه دی کښی تحذیردی (ویره ورکول) دنسیان نه په شان د آدم علیه السلام اوعزم په معنیٰ دقصد سره دی یعنی آدم علیه السلام قصد دگناه نه وؤ کړی - دلته نسیان په خپله معنیٰ حقیقی سره دی په معنیٰ دترک سره نه دی اوابن کثیرداروایت د ابن عباس رضی اللّه عنهم نه په د سعید بن جبیر اوابن ابی طلحه سره راوړی دی اوهرکله چه نیسان په خپله معنیٰ سره دی نودا دلالت نه کوی په گناه کولو د آدم علیه السلام باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>