قَالَ أَلَمْ ۷۵۵ طٰهٰ

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى ﴿۱۱۶﴾ فَقُلْنَا يَا آدَمُ إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَى ﴿۱۱۷﴾ إِنَّ لَكَ أَلَّا تَجُوعَ فِيهَا وَلَا تَعْرَى ﴿۱۱۸﴾ وَأَنَّكَ لَا تَظْمَأُ فِيهَا وَلَا تَضْحَى ﴿۱۱۹﴾

او کوم وخت چه اوئیل مونږ ملائکوته سجده اوکړئ آدم ته پس سجده اوکړه دوی مگرابلیس انکار اوکړو ﴿۱۱۶﴾
نو اوئیل مونږ ای آدم یقیناً دا دشمن ستادی اوستا د بی بی پس اونه باسی تاسو دواړه د جنت نه پس په تکلیف به شئ ﴿۱۱۷﴾
یقیناً تالره ده (مخکښی دابلیس دوسوسی منلونه) چه نه به اوږی کیږی په دی کښی اونه به بربنډیږی ﴿۱۱۸﴾
اویقیناً ته به نه تږی کیږی په دی کښی اونه به دی گرمی کیږی ﴿۱۱۹﴾

[۱۱۶] تشریح دسجدی او انکار دابلیس په سورة بقره اواعراف او حجر او کهف کښی تیرشوی دی -
[۱۱۷] په دی آیت کښی تنبیه ده آدم علیه السلام ته په دشمنئ د ابلیس سره اومنع ده دهغه دتابعدارئ‌ نه چه سبب گرځی د جنت نه د وتلو دپاره او سبب گرځی دپاره دشقاوت (بدبختئ) اودپاره دمشقت - (فَتَشْقَى) د مشقت نه ماخو‌ذ دی ددنیا مشقتونو او تکالیفو ته اشاره ده داد شقاوة نه ماخوذنه دی -
[۱۱۹،۱۱۸] په دی ایتونو کښی څلور نعمتونه دجنت ذکردی لیکن دامشروط دی په دی شرط سره چه دحکم د اللّه تعالٰی نه خلاف اونکړی - اول نعمت دادی چه په جنت کښی لوږه نیشته - او دوهم نعمت دادی چه بربنډ کیدل نیشته دا دواړه ئی یوځای ذکرکړل ځکه چه دجوع تعلق دباطن سره دی او دبربنډوالی تعلق دظاهرسره دی او دا دواړه ذلت دی - اودارنگ اول حاجت دانسان طعام اوبیا جامی ته دی - اودریم نعمت دادی چه جنت کښی تنده نیشته اوڅلورم دادی، چه گرمی نیشته، اوددی اول تعلق دباطن سره دی اوددوهم تعلق دظاهرسره دی اودا دواړه گرمی ده نوځکه ئی یوځای ذکرکړل - اوسبب دترتیب ددی څلورو دادی چه انسان اول دطعام طلب کوی اوبیا دجامی طلب کوی، بیا اوبو طلب کوی، بیا دگرمئ نه دبچ کیدلو طلب کوی -
فائده: په جنت کښی گرمی او یخنی دواړه نیشته لیکن دگرمئ تکلیف زیات او عام وؤ نوځکه ئی هغه خاص ذکرکړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>